مړ هم زه پړ هم زه بچیانې هم یتیمان شول او دبدنامی هڅه ېې هم روانه ده
د ذبیحالله مایار د وژنې قضیه باید په بشپړ عدالت بېطرفۍ او د حقایقو پر بنسټ وڅېړل شي
که د دې پېښې تورن د یوه لوړپوړي دولتي چارواکي زوی هم وي دا باید د قانوني حسابورکولو مخه ونه نیسي
کاشکي!
موږ ټول له ځينو درس واخلو؛ يوه ساحه کې مې ولیدل، د شهیدانو په مشهدونو لوحې نصب او پوره لار یې د دوی په نوم نومولې وه، دا کار کلیو او ولسونو کې ښه تر سره کیدای شي.
ګټه یې دا ده: چې د خپلو اتلانو یاد به مو تل تاند او نه هیریدونکی وي.
مطلق اطاعت یوازې د الله دی!
حاکم به لومړی حساب ورکوي او د ټولو په مخ کې به یې ورکوي، بیا به یې یوازې په حق سره اطاعت کیږي.
عمر ض ته یوه ورځ د لوی جماعت په مخ کې یوه کس وویل:
«اې عمره له الله ج وویریږه.»
بل کس غوښتل هغه منع کړي، خو عمر رضي الله عنه وفرمایل: «پرېږده چې خبرې وکړي، که دوی موږ ته نصیحت ونه کړي، په موږ کې خیر نه پاتې کیږي.»
د حکومتي چارواکو په وینا، تښتول شوي پولیس د جمعې په ورځ له کلات نه نوشکي ته د جلب او جذب یوه مرکز ته روان وو، چې په لاره کې وسلهوالو له ځان سره یوړل.
تفصیل یې پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلی شئ،
https://t.co/53EbUtmhhu
بشیر احمد د شهید حاجي عبدالمنان وراره:
پر کور مو ان تر څلويښتو پورې چاپې ولویدې او ټول اته نفر په بیلابیلو وختونو کې شهیدان شول.
زموږ انا د پنځو شهیدانو مورکۍ دی.
د هر شهید له شهادت وروسته به یې مبارکي ورکړه او پر ځای به یې بل زوی د جهاد کاروان ته را ودانګل.
غزني، اندړ،علیزو کلی
د شهید اشنا د امیدونو سترګې همدوی ته ورکږې دي، دوی که نشته خو پر ځای یې یحیی منصور پاته، تر سر یې سپین پتکی پیچلی، ته به وايي د اصحاب الصفه پاته یو کس دی.
دوی به راتلونکي کې د اسلام امت د رهبرۍ له ویاړ برخمن وي، ممبر او سنګر به پالي.
یحیی منصور د شهید
ابویوسف رحمه الله مشر زوی