امنیت او پرمختګ دوه داسې نه بېلېدونکي مفهومونه دي چې یو پر بل مستقیمه اغېزه لري. کله چې په یوه ټولنه یا هېواد کې ثبات او قانون حاکم وي، خلک او سوداګر د سولې او ډاډ احساس کوي، چې دا په خپله د پانګونې، اقتصادي ودې او بنسټیزو پروژو لپاره زمینه برابروي.
برعکس, ناامني او بې ثباتي ټولنیز او اقتصادي فعالیتونه فلج کوي، پانګونه له منځه وړي او د هېواد د پرمختګ مخه نیسي. په لنډه توګه ویلای شو چې امنیت د پرمختګ بنسټ دی او پرمختګ بیا د دوامداره امنیت تضمین کوي؛ هرکله چې دا دواړه په متوازن ډول پر مخ ولاړ شي، د یوې هوسا او باثباته ټولنې رامنځته کېدل ممکن کېږي.
ګرانو ملګرو!
ډېری ملګرو په مسج او تبصرو کې راڅخه غوښتنه کړې چې ما پالو کړه. زه له ټولنیزو رسنیو سره بلتیا نه لرم، دا حساب هم یوه ملګري راکړ او ټینګار یې وکړ چې ته باید دلته فعالیت وکړې. هدف دا دی چې زه تر اوسه له هیڅ شي سره نه یم اشنا، خو هڅه به وکړم چې بلد شم. د دې کار لپاره لارښود راکړئ.