رزیلان، وحشیان؛ له انسانیت او اسلامیته لرې طالبان!
دوی به تمه لري، چې پر موږ به حکومت وکړي، ولاکه دې شومې موخې ته ورسېږئ. پر کوم شیانو چې تاسو لوبې کوئ دا بیت المال دی او بیت المال کې خیانت کول د مسلمان پېشه نه ده.
افسوس پرتاسو؛ نړۍ چېرته ورسېده او تاسو ته ګوره!
زر وارې افسوس
د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې یو زرو او ۲۳۶تنه پر کرونا ویروس اخته شوي او ۵۸ نور له دې ویروسه مړه شوي دي.
یاد وزارت له خلکو غواړي، چې روغتیایي کړنلارې عملي کړي، څو له دې ویروسه په امان وي.
خلیلزاد د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي!
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن د قطر د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل او د افغانستان د سولې پر بهیر یې بحث او خبرې ورسره وکړې.