یا رب العالمین!
زموږ په ژوند کې برکت واچوه، له هر غم، تکلیف او ستونزې مو وساته، زړونو ته مو سکون راوبخښه، رزق مو حلال او پراخ کړه، زموږ ګناهونه وبښه، زړونه مو له ایمان، صبر او سکون څخه ډک کړه، له ناروغیو، فقر او هر ډول آفتونو مو وساته، او د دنیا او آخرت کامیابي مو را په برخه کړه.
@LilaAkbar3@JanLiwal51518 حقیقت دا دی چې د روغتیا قدر باید د ناروغۍ له راتګ مخکې وپېژنو، د دې ستر نعمت شکر ادا کړو، لمونځونه په اخلاص ترسره کړو او تل د روغ صحت دعا وغواړو، ځکه روغتیا هغه شتمني ده چې هېڅ بدیل نه لري.