یوه مهمه خبره دا ده چې افغانستان نور هغه افغانستان نه دی چې امریکا یې په ۲۰۲۱ کې پرېښود او له شرمناکې تېښتې سره مخ شو..
امارت اسلامي له چین، روسیې، ایران، مرکزي آسیا، هند او نورو سره اړیکې پراخه کړي او نړیواله انزوا یې ورو ورو کمېږي.
له همدې امله واشنګټن غواړي خپل نفوذ د اقتصاد، نړیوالو ادارو�� دیپلوماسۍ او سیمهییزو اړیکو له لارې بېرته تقویه کړي.
خو دلته د اسلامي امارت لپاره یو ستر فرصت هم شته:
افغانستان باید له هېڅ قدرت سره د دښمنۍ پر ځای متوازن بهرنی سیاست تعقیب کړي؛ له چین سره اقتصاد، له روسیې او مرکزي آسیا سره سوداګري، له ایران او پاکستان سره سیمهییز تعامل، له عربي هېوادونو سره پانګونه او له لویدیځ سره د ملي ګټو پر بنسټ اړیکې.
افغانستان باید د هېڅ هېواد د نفوذ ساحه نه شي؛ افغانستان باید خپله د خپل نفوذ مرکز شي.
که امریکا اړیکې غواړي، افغانستان دې هم شرط ولري:
احترام، متقابلې ګټې، اقتصادي همکاری او د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه.
دا وخت د کمزوري افغانستان نه؛
د هوښیار، مستقل او اقتصادي افغانستان د جوړولو وخت دی.❤️🏳️❤️