شاپور ځدراڼ ډېر ملنګ عاجز او د پاک زړه خاوند انسان و هېڅکله یې ځان تر خلکو لوړ نه ګاڼه له هر چا سره به یې په مینه چلند کاوه له ځوانانو سره به ځوان و له مشرانو سره مشر او له ماشومانو سره ماشوم و، څوک پیدا نه شي چې ووایي له شاپور څخه خفه یم ځکه هغه هېڅکله نه غوښتل د چا زړه ودردوي.