بسم الله الرحمن الرحیم
زموږ پر ګران هیواد د پاکستان وروستیو تېریو ته افغان ولس، لکه د تل غوندې د کلکو ملي احساساتو په ښودلو ځواب ووایه او د خپلو ملي ګټو د خوندیتابه ژمنه یې بیا تازه کړه.
دا یادونه ضروري ده چې د ملي ګټو او ملي اهدافو سم خوندي کول او پالل، د ملي وحدت، ملي بنسټونو او داسې یوه آزاد ملي بحث غوښتنه لري چې ښځې، سړي، ځوانان او د هر قشر او ټبر استازي په کې ښکېل وي.
ژوندي ملتونه بې ځنډه او پرله پسې په خپلو ملي ګټو او ملي اهدافو غور کوي، ځکه پوهېږي چې نه تلپاتې دوست لري او نه تلپاتې دښمن. نړیوالو تجربو ښودلې چې یوازې د خپلو ملي احساساتو سپېڅلتیا منل او د نورو احساساتو ته سپک کتل،غمجنې پایلې لري او د ملي اهدافو په ټاکلو کې دا یو مهم اصل دی.
رسیدن به اهداف ملی نیازمند صداقت به آنها و تدبیر در حصول آنهاست. روش خلفای راشدین این بود که در تصامیم از احساسات پيروی نمیکردند و موقف های منطقی دیگران را می پذیرفتند. نمونه بارزش خلیفه دوم اسلام حضرت عمر فاروق (رض) است که در یک مسئله، استدلال مبنی بر آیات قرآنی از سوی یک زن را، از آنچه او می پنداشت برتر و موجه تر دانست و در نتیجهپذیرفت.
کشور عزیز ما افغانستان در کمتر از ۲۲ سال آینده، ۳۰۰ سالی تاسیس دولت معاصر خود و پاکستان ۱۰۰ سالگی ایجادش را تجلیل خواهد کرد. در این قرینه اکنون سوال اساسی اینست که در سال ۲۰۴۷ میلادي روابط بین افغانستان و پاکستان چه شکلی خواهد داشت؟ آیا ادامه رنج های نیم قرن گذشته را کماکان تجربه خواهیم کرد، یا با در نظر داشت نیازها و امکانات قرن ۲۱، راه مشترک همکاری را خواهیم یافت؟
د ډيورنډ کرښه تر پاکستان ډېره مشره، پخوانۍ او د برتانوي استعمار میراث ده. ما ددغه استعماري میراث د بېلابېلو اړخونو په اړه برتانوي اسناد پراخ څېړلي چې په راتلونکو پودکاستونو کې یې وار په وار له خپل ولس سره شریکوم. خو سملاسي باید د کرښې دواړو غاړو ولسونو ته درې ټکي روښانه وي:
لومړی - د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له ولسونو سره د افغانانو اړیکي ژور دي او احساسات، غم، ښادۍ، ثبات، وده او سوله یېنه بېلېدونکي او سره پېیلې ده.
دویم- له ۵۰ کلو راهیسې پخپله پاکستانیو چارواکو ډيورنډ کرښه نقض کړې او هغې ته یې د خپل میراثي دریځ خلاف د رسمي سرحد په سترګه نه دي کتلي او پرله پسې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهلی دی. لکه څنګه چې لمر په دوو ګوتو نه پتېږي، همداسې له دوی سره په دې بهیر کې زموږ د ځينو کړیو اړیکي هم د پټېدو نه دي.
درېیم - ډیورنډ کرښه د نولسمې پېړۍ په استعماري لید کې وکښل شوه، خو اوس ورته افغانستان او پاکستان دواړه باید د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي. دلته دا هم باید روښانه وي چې د دې غوټې پرانیستل د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د ولسونو د آزادې جرګې له پرېکړې پرته ممکن نه دي.
تهدید به کشتار و ویرانی نشانه قدرت نه، بلکی نشانه نبود تدبیر است. افغانستان و پاکستان هر دو با مشکلات جدی مواجه اند و هیچ یک دیگری را به اجبار به عملی وادار کرده نمیتواند. نتایج هر گونه خشونت در قدم اول دامنگیر ساکنان دو طرف خط دیورند و بعداً همه مردم خواهد شد. نتایج میراث استعمار و موقف های کوتاه مدت اکنون برای همه روشن است. پیروزی در آنست که ازاین تجارب تلخ عبرت گرفته شده و بنیاد صلح پایدار میان دو دولت مقتدر ایجاد گردد.
ما به حیث یک ملت بزرگ هیچوقت تصامیم بزرگ ملی را با چشم بسته و گوش ناشنوا نگرفته ایم. در مسایل مهم ملی همواره به عقل جمعی و اراده مردم رجوع شده و مشارکت مردم در چهارچوب جرگه ها تمثیل و تضمین شده است.
په دې کې شک نشته چې زموږ ولس اوس له ستونزو سره مخ دی -خلک کار غواړي؛ ځوانان د راتلونکي ښه ژوندانه لارې او امکانات لټوي؛ خو په تکرار وایم چې زموږ لوږه ازلي نه ده او ابدي به هم نه وي. افغانستان دومره پټ او ښکاره امکانات لري چې که د یوه مشروع نظام په چوکاټ کې، په تدبیر وکارول شي، په یوه هوسا، باثباته او پرمختللي هیواد بدلېدلای شي.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې وپوهېږو کوم لوري ته روان یوو؟ په کوم ځای کې یوو؟ دا بېړۍ کوم ځای ته رسوو؟ او تر ټولو مهمه، آیا خپل منزل راته معلوم دی که لاره رانه ورکه ده؟
په ملي دولتي مسایلو کې قدرت وسیله ده، هدف نه دی. د قدرت موخه باید د ستونزو ډېرول نه، بلکې د ستونزو حلول، ولس ته خدمت او د عادل نظام راوستل وي. که په دې باندې نتیجې ته رسېږو، راتلونکې لاره روښانه کېږي او که نه رسېږو، د عواقبو مسئولت به یې د هغوی وي چې په دوو ګوتو د لمر پټولو هڅه کوي.
ژوندی دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان