Crime and Aggression:
Last night, the Pakistani military once again carried out airstrikes on civilian areas in Gayan District of Paktika Province, Tsamkani District of Paktia Province, and Manogai District of Kunar Province, Afghanistan.
جريمة وعدوان:
شنَّ الجيش الباكستاني المعتدي، مرةً أخرى غاراتٍ على المدنيين في مديريات جيان في بكتيكا، وسمكني في بكتيا، ومنورة في كونر، مما أسفر عن استشهاد وإصابة العشرات من المدنيين، بينهم نساء وأطفال.
وندين هذا العدوان والعمل الجبان بأشد العبارات، ونعدّه جريمةً وعملًا وحشيًا.
حضرت شيخ صاحب تاسو د پاکستان له کوم وقار څخه خبره کوی، د عافيه صديقي د خرڅولو خبره کوی هغه هم په ثمن بخس باندي، أو که د ټريبون، ګارډين أو الجزيرې د راپورونو په أساس د کراچۍ د سولجر بازار أو د لاهور د منډيۍ د جسم فروشۍ څخه ږغېږئ، أو که د ټرانسجينډر قانون، يا د سودي بانکدارۍ نظام؟
او رښتيا هغه وقار يي څنګه أرزوئ چې په مياشت د رمضان المبارک کي يي د څلور سوه مظلومو مريضو أفغانانو ويني توی کړې أو په شهادت يي ورسول؟ که تاسو نن د عاصم منير مدح سرايي نه کولای نو موږ به پر هغه شهيدانو ستاسو سکوت أو چوپتيا عذر بللی وای چې خير دی په حالت د اکراه کي به ياست، خو أوس داسي ښکاري چې تاسو يي د کړنو سره همغږي لری. موږ له تاسو ګيله لرو، تاسو د سرور دو عالم صلی الله عليه وسلم پر مسند باندي ناست ياست، که نور جهال، وطن پرست أو قام پرستان د عاصم منير ملاتړ کوي له هغو خو ګيله نلرو، تاسو خو په خپل آسان ترجمه کي د رب عزوجل ددې قول څومره ښه عام مفهوم بيان کړی چې {وَلا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ} أو د مظلوم تر څنګ د درېدلو په أړه د رسول الله دا حديث شريف مو ښه په مکرر ډول درس کړی چي «من مشى مع مظلوم حتى يثبت له حقه ثبت الله قدميه على الصراطِ يوم تزول الأقدام. رواه البخاري ومسلم»
او زړونه مو لا هلته ښه ډېر درد وکړي چې ستا د کلي ډېرو مطرحو شخصيتونو دا وحشت وغانده خو تاسو چوپ پاتي سواست 😥😭
دا مې بي وسي ده چې يو ته مې په ژړا نکړې.
نور خو ستا د چم لويو وړو راسره وژړل.
شايد دا جفا مو تر عمره هېره نشي
د روژې په ١٦مه رامنځته شوې د اسلام د تاریخ مهمې پیښې
لیکنه: م حماد شیرزاد
د ۲هـ کال د روژې په ۱۶مه صحابۀ کرام د رسول الله ﷺ په مشرۍ د بدر میدان ته ورسیدل، وی کتل چې قریش له دوی مخته رسیدلي او هلته یې د مدینې سویلي (العدوة القصوی) لوري ته ځای نیولی و، رسول الله ﷺ او ملګري یې د بدر میدان شمالي برخې ته تم شول او د روژې په ١٧مه بیا د اسلام دا تاریخي معرکه د مسلمانانو په بري پای ته ورسېده.
د ۵۸هـ کال د روژې يه ۱۶مه ام المؤمنین او د رسول الله ﷺ مبارکه بي بي "عائشه صدیقه" بنت ابي بکر الصدیق رضي الله عنها وفات او په جنت البقیع کې خاورو ته ورسپارل شوه، عایشه رضي الله عنها په اړه به رسول الله مبارک فرمایل "إن فضلها على النساء كفضل الثريد على سائر الطعام" مطلب چې د عایشې رضي الله عنها فضیلت او برتري پر نورو ښځو داسې ده، لکه د «ثرید» برتري پر نورو خوړو، د وفات په کال کې یې اختلاف شته، خو کره نیټه یې ١٦ او یا هم ١٧مه روژه او ٥٨ هجري کال دی.
۴۰۹هـ کال د روژې په ۱۶مه د لومړي ځل لپاره د کشمیر خلکو د محمود بن سبکتګین غزنوي په لاس د دې سیمو د فتحه کولو وروسته اسلام راوړ او روژه یې ونیوله، دا پېښه د عتبي او الکامل في التاریخ هم ذکر کړې او ویلي یې دي چې کله محمود غزنوي رحمه الله د خپل لښکر سره دغه سیمې ته ورسېد، والي ورووت او له جګړې پرته یې خپله او د سیمې خلکو اسلام ومنلو، هماغه و چې دې خلکو پاتې روژې هم ونیولې او تر ننه بیا هلته اسلام شتون لري.
د ۸۴۵هـ کال د روژې په ۱۶مه د اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د مصر مشهور مؤرخ او تکړه عالم ” احمد بن علي مقریزي” وفات شو، نوموړی تکړه عالم، مؤرخ، اقتصاد پوه او ټولنیز شخصیت و، هغه د مصر په تاریخ، د فاطمي خلافت او نورو مهمو دورو غوره کتابونو لیکلي، چې تر ټولو مشهور یې "المواعظ والاعتبار بذكر الخطط والآثار المعروف بـ خطط المقريزي" لیکلی دی.
یادونه: دا لړۍ دوام لري، له موږ سره اوسئ...
د روژې په ۱۸مه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې
لیکنه: م حماد شیرزاد
د ۴۰هـ کال د روژې په ۱۸مه د علي رضي الله عنه د شهادت وروسته، د هغه زوی حسن رضي الله عنه سره خلکو بیعت وکړ، دا بیعت د کوفې خلکو په کوفه کې وکړ او د عراق ډېر مسلمانان ورسره بیعت ته حاضر شول، خو د خپل خلافت شپږ میاشتې وروسته یې معاویة رضي الله عنه ته خلافت پرېښود او د خپل منځي جګړو مخه یې ونیوله.
د ۴۸۴هـ کال د روژې په ۱۸مه د اسلامي لښکرو ستر سالار “یوسف بن تاشفین” په اندلس کې د اسلامي لښکرو په وحدت کې بریالی شو او د طوائفو پر باغیانو یې برلاسي ترلاسه کړه.
د ۵۳۹هـ کال د روژې په ۱۸مه په المغرب العربي ( د افریقا شمالي برخه) کې د مرابطین دولت ړنګ او پر ځای یې موحدین واک ته ورسېدل.
د ۲۵۱هـ کال د روژې په ۱۸مه د عباسي لښکرو مشر هشام بن ابي دلف او د علوي باغیانو تر مینځ د عراق په نینوي کې جګړه وشوه، چې زیات علویان ووژل شول او نوموړی کوفې ته داخل شو او د کوفې خلکو له عباسي خلیفه سره بیعت وکړ.
د ۱۲۵۶هـ کال د روژې په ۱۸مه عثماني لښکرې یو ځل بیا د شام حلب ولایت ته د مصري پوځ له ماتې وروسته داخلې شوې.
د ۵۵۸هـ کال د روژې په ۱۸مه د اندلس د ځمکې ستر صوفي، زاهد او عابد عالم “علامه محیي الدین بن عربي اندلسي” دې نړۍ ته سترګې وغړولې، نوموړی د وخت مشهور عالم او تر ۸۰۰ یې زیات کتابونه لیکلي، چې اوس یې ټول ۱۰۰ دانې پاتې او نور تري تم او یا هم ناچاپ او نیمګړي پاتې شوي. د نوموړي تفسیر ابن عربي او رسائل هم زیات مشهور دي، نوموړي د عثماني خلافت د قیام لپاره هم زیاتې هلې ځلې کړي.
د ۲۱هـ کال د روژې په ۱۸مه د وخت مشهور جلیل القدر صحابي، هغه چې د الله نبي ورته د سیف الله ” د الله توره” لقب ورکړی و، هغه چې په جنګونو کې به تل بریمن او کامیاب و، هغه چې په کفارو به لکه تندر د اسمان رانازلیدلو، د شام، روم او فارس ستر فاتح أبو سليمان خالد بن وليد بن المغيرة المخزومي القریشي وفات شو، د نوموړي په بدن داسې ځای نه و، چې د توري، نیزې، غشي او یا نورو جنګي اسبابو ټپونه او نشانات پکې نه وه؛ خو بیا هم هغه په بستر وفات شو، نوموړی په جامع خالد بن ولید “شام” کې خاورو ته وسپارل شو او د زیاتو روایاتو موافق عمر بن الخطاب رضي الله عنه یې جنازه کې ګډون او اداء کړې وه، د نوموړي په مرګ باندې مسلمانان زیات خپه وه، په خاص ډول دویم خلیفه عمر فاروق رضي الله عنه.
دا لړۍ دوام لري…
*د اهل السنة والجماعة عقیدې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لیکل شوی مهم اثر چاپ شو
دا چې سمه عقیده یو قوي اساس او د اسلام د دین مهم رکن دی. له همدې امله، انبیاء علیهم السلام د خپلو امتونو د بلنې په پیل کې د عقیدې د سمولواو د الله سبحانه وتعالی د یووالي او وحدانیت اعلان ته ځانګړې پاملرنه وکړه.
د خلکو اصلاح د هغوی د عقیدې په سالمیت او د فکرونو په جوړېدو پورې تړلې ده. د اسلام د حکم په اساس هر عمل چې پر صحیح عقیده ولاړ نه وي، هغه بې ارزښته او بې ګټې ګڼل کېږي.کامل ایمان چې بنده د الله جل جلاله له عذابه څخه خلاصولای شي، دوه برخې لري: لومړۍ یې د صحیح عقیدې جوړول دي او دویمه برخه یې د شریعت مطابق عمل کول دي. تر هغو چې د عقیدې برخه نه وي بشپړه شوې، د عمل برخه اعتبار نه لري.که یو کس هر څومره د خیر او نیکۍ کارونه وکړي، خو صحیح عقیده ونه لري، نو هغه ته د الله ﷻ له ابدي عذابه خلاصوننه ورکوي.
د همدې مهم هدف د ترلاسه کولو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د اهل السنة والجماعة عقیده په نوم یو مهم اثر تالیف او په چاپي بڼه خپور شوچې د اهل السنة والجماعة د عقائدو له معتمدو مراجعو څخه په کې استفاده شوې ده او په واضحه او اسانه توګه د عقیدې اړوند موضوعات په کي راجمع شوي دي.
دا اثر د ټولو علمي برخو د استادانو، شاګردانو او عامه لوستونکو لپاره ګټور او د صحیح عقیدې په اړه یو مهم لارښود دی.یاد مهم اثر په ښه طباعت او لوړ کیفیت په پښتو ژبه چاپ شوی چې دري، ازبکي، ترکمني او نورو ژبو ته ترجمه به یې هم ژر چاپ او تر لوستونکو ورسیږي.
ان شاءالله تعالی