سياسي مخالفت مو پر خپل ځای هغی کښی مو زه کار نلرم خو دا يو څرګند حقيقت دی په ديني علم کښی لله الحمد په يويشتمې پيړئ کښی افغانان حکمتيار صاحب غوندی يو عالم لري دا د الله تعالی له لوری لوی رحمت دی گنی د خرافاتو پدی دور کښی ډير علماء موجود دی خو هغوی اکثرو سکوت اختيار کړی. 1/3👇
ټولو طالب ښکنځل مارانو ته متحدالمال ځواب!
ښکنځل ماران نه قوم، نه قبیله، نه سمت، نه فکر، نه تګلاره، نه اصل او نه هم نصب لري؛ بې هدفه، بې شخصیته، کرایي او پاکټي فیس بوک چلوونکي دي. دنده یې هم یواځې او یواځې دا ده چې په اصطلاح د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو ته ښکنځلې وکړي ځکه دوی له سپک ویلو پرته بل څه د ویلو او لیکلو لپاره نلري، الحمدالله چې الله تعالی د استدل��ل او منطق ظرفیت نه دی ورکړی.
د ح.ا.ا د عالیقدر أمیر ښاغلي انجنیر حکمتیار حفظه الله تعالی و رعاه وروستۍ وینا د طالب ښکنځل مارانو ټول ظرفیت او اخلاق را برسیره کړل، ��لس ته یې لا ښه ور وپېژندلو چې د طالب په مذهب کې نه اخلاق شته، نه تربیه، نه انسانیت، نه شرافت، نه د خپل سیاسی حریف او رقیب زغمل یواځې او یواځې ښکنځل او سپک ویل یې رسمي ژبه ده او بس.
کله چې د اکتوبر پر څلورمه د قدرمن أمیر انجنیر صاحب وینا پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه؛ نو طالب ښکنځل مارانو پر ښکنځلو پیل وکړ، دا دی ۱۴ ورځې تېرېږي خو ښکنځل ماران لا هم آرام شوي نه دي او ټوله ورځ لګیا وي.
د وینا تر خپرېدو وروسته راته څرګنده شوه؛ چې طالب ښکنځل ماران د منطق او استدلال ظرفیت او وړتیا نه لري، بیچاره ګان ډېر ناتوانه، کمزوري، بې وسه او د زړه سوي دي؛ کله به مو لیدلي وي چې د یو قوي شریف انسان او کمزوري شریر انسان ترمنځ ستونزه رامنځته شي؛ شریف انسان به هڅه کوي چې د منطق او استدلال په ژبه خبرې وکړي او ستونزه حل کړي اما بل پلو د شریر انسان ټوله هڅه به دا وي چې شور جوړ کړي، سپک، بد رد او ښکنځلي وکړي؛ شریر انسان ځکه ښکنځلې او سپک وایي چې بې وسه وي، ناتوانه او کمزوری وي په لاس هېڅ نلري مجبور دی چې ښکنځلې وکړي او شور جوړ کړي.
طالب ښکنځل مارانو! تاسو ملامت نه یاست باید او حتماً مو دا کار کړی وی؛ ځکه چې غواړئ خپله سینه سړه کړئ او ځانه ته دوکه ورکړئ چې موږ ډېر ځواکمن او پیاوړي یو خو حقیقت دا دی چې ناتوانه او بې وسه یاست؛ کله چې د یوې کورنۍ غړی وفات شي نو د هغه کور مېرمنې خپلې ژړاوې او فریاد نه شي کنتروړولی، زړه یې ډک وي، هره لحظه یې ژړا زیاتېږې او اوښکې یې بهېږي خو کله چې ډېره ژړا وکړي زړونه یې خالي شي او د آرام نفس واخلي تاسو هم کټ مټ همغه کار کوئ د خپل زړه د خالي کولو په خاطر له ښکنځلو پرته بل څه په لاس نه لرئ چې وړاندې یې کړئ.
طالب ښکنځل مارانو!
تاسو په همدې خاطر د بیان د آزادۍ مخه نیولې ده؛ په یو عادي فیس بوکي پوست هم خلک بندي کوئ، تهدیدوئ یې او ګواښونه ورته کوئ ترڅو ستاسو په نظام څوک نیوکه ونه کړي، تاسو دونه بیچاره او مظلوم یاست چې د خپل ولس د یو کوچني انتقادي کامنټ او فیس بوکي پوست تحمل او زغم هم نلرئ فوراً زنګ پسې وهئ او احضاروئ یې؛ که له هېواد بهر څوک درباندې نیوکه وکړي نو ۱۴ ورځې ښکنځل ورته کوئ، ښکنځلې پرېږدئ که نران یاست او غیرت لرئ نو منطقي او قانع کوونکی ځواب ورکړئ چې نر او ښځه مو معلوم شي.
ښکنځل مارانو!
لږ راویښ شئ؛ مشرانو مو ولې چوپ دي؟؟ ولې ځواب ویلو ته حاضر نه دي؟؟ دا ځکه چې د ځواب ویلو منطق او استدلال نلري، ناتوانه او کمزوري دي؛ تاسو په شا ټپوي او پاکټونه په جیب کې در اچوي او ټوله ورځ ښکنځلې درباندې کوي.
ډاکټر عبدالحق کامه وال
د حکمتيار صاحب او نورو سياسي مشرانو توپير.
حکمتیار صاحب د افغانستان د نورو سیاسي مشرانو په څېر نه دی. هغه نه له علم او پوهې بېبرخې دی او نه هم داسې نااشنا څېره ده چې افکار او نظریات یې له خلکو پټ پاتې وي. دا یو حقیقت دی چې د نوموړي پر وړاندې په کومه کچه منفي تبلیغات او سپکاوی شوی، د افغانستان د بل هېڅ معاصر سیاسي مشر په اړه یې ساری نه تر سترګو کېږي. د دې سخت مخالفت تر شا یو شمېر مشخص عوامل او د استدلال وړ دلایل شتون لري.
د دې مخالفت تر ټولو مهم لامل دا دی چې حکمتیار صاحب تل د اصولي سیاست پلوی پاتې شوی دی. د هغه پر خلاف، نور هغه مشران چې په بېلابېلو پړاوونو کې یې د نوموړي سیالي کړې، له اصولو سره د معاملې کولو او د بهرنیو مصلحتونو تر اغېز لاندې د جوړجاړي کولو عادت درلود. حکمتیار صاحب ځکه د خپلو مخالفینو د نیوکو موخه ګرځېدلی چې تل یې پر خپل اصولي دریځ ټینګار کړی او په هغه کې یې له انعطاف څخه ډډه کړې ده. د هغه له لومړنیو لیکنو څخه نیولې، د اوسني پړاو تر څرګندونو پورې، د نوموړي په بنسټیزو فکري اصولو کې د تناقض ثابتول ناشوني دي. که څه هم په فرعي تفسیرونو، فکري تطبیقونو او لنډمهالو سیاسي تګلارو کې د بدلون نښې لیدل کېدای شي، خو د بنسټیزو اصولو په برخه کې نوموړی له لومړۍ ورځې تر اوسه پر خپل دریځ ولاړ پاتې شوی دی.
هغه هېڅکله شخصي مصلحتونو او د واک تندې ته لومړیتوب نه دی ورکړی. د نوموړي له لومړنیو سیاسي فعالیتونو راهیسې دا دریځ روښانه و چې د آزادو او رڼو ټاکنو له لارې د واک د سولهییز لېږد غوښتونکی دی. هغه په دې اړه مفصل اصول تدوین کړي او ځانګړي کتابونه یې هم لیکلي دي. دا هغه اصولي دریځ دی چې نوموړي تل په ډاګه او په څرګندو ټکو اعلان کړی دی. په تېرو وختونو کې یې له نورو ډلو سره اختلاف هم پر همدې بنسټ و او نن هم د هغه د مبارزې اساسي محور همدا اصل دی. د حکمتیار صاحب په شخصیت کې تناقض یوازې هغه مهال رامنځته کېدای شي چې نوموړی له دې بنسټیز اصل څخه واوړي او د فردي او موروثي واکمنۍ یا استبدادي حکومت پلوی شي.
حکمتیار صاحب یوازې د خپل وخت له واکمنانو سره مخالفت نه دی کړی، بلکې د اسلامي تاریخ پر هغو ټولو پړاوونو یې علمي نیوکې هم کړې دي چې پکې د خلافت، مشورې او د خلکو د رأیې ورکولو نظامونه ځنډول شوي او پر ځای یې موروثي او استبدادي پاچاهي رامنځته شوې ده. خو د نوموړي د دغو ژورو علمي او سیاسي لیدلورو درک د معاصرې زمانې له هغو عناصرو څخه نه کېږي چې د تاریخ له شعور، د اسلامي اصولو له سم فهم او د دولت د چارو د تدبیر له وړتیا څخه بېبرخې دي. دا ډله د فکري بحث او استدلال وړتیا نه لري؛ له همدې امله، یوازې سپکاوي، منفي تبلیغاتو او د ټوپک په زور د حکومت کولو تګلارې ته مخه کوي.
دا یو منل شوی حقیقت دی چې د علم او اصولو خاوندان تل د استدلال او قانون په ژبه خبرې کوي، خو هغه طبقه چې له فکري کمزورۍ سره مخ وي، تل د سپکاوي، ښکنځلو او د زور د کارولو پر وسیلو تکیه کوي.
#ريښتياويل د قدرت نښه ده.
د اکتوبر په څلورمه د یکشنبې په ورځ د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير د زوم له لارې د حزب اسلامي د غړو سره ناسته درلوده، که يو سړی د خدای څخه ډاریږي او د حق اوريدلو او ويلو جرأت لري او د يو عام مسلمان په حيث د حسد او کینی څخه پاک شخص وي. چی دا وينا واوري ضرور به حقيقت درک کړي چی د وینا پیغام مثبت او د افغانستان د بحران د ختمېدو د حل اسانه لار ده. په ځانګړي ډول هغو خلکو لپاره چې په جګړه باور نه لري او د افغانستان قضيه غواړي د بين الافغاني خبرو اترو له لارې حل کړي.
حکمتیار صاحب په دې وینا کې څو مهم ټکي مطرح کړي افغانستان یې د ټولو افغانانو ګډ کور بللی، د یوه فرد یا ډلې برتري یې رد کړې، د نظام مشروعیت یې د خلکو له ارادې سره تړلی، د نوي اساسي قانون، منتخبې شورا او انتخاباتو غوښتنه یې کړې او دا د هر لوستي افغان غوښتنه هم ده. حکمتيار صاحب ویلي چې اختلافات باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي. همدارنګه یې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د مثبت بدلون لپاره چمتو شي او نه ظلم وکړي او نه ظلم ومني. او دا حکم د اسلام دی نه د حکمتيار صاحب.
تاريخ ته په کتو سره د حکمتيار صاحب ځينې وړاندوينې صحيح ثابت شوي د مثال په توګه د امریکایانو وتل او د جمهوريت د سقوط په اړه يي وړاندوينه دقیق وه. زما لپاره د افغانستان د راتلونکې په اړه تر ټولو مهم ټکی دا دی چې دا بدلون حتمي او نږدې دی، لدې څخه مقصد سولهییز، ولسي او سیاسي بدلون دی، نه وسلهوال پاڅون او نوې تيابتي جګړه، او دا پیغام و��قعاً مثبت دی.
مګر متاسفانه پرديپال د امريکايانو غلامان د جمهوريت په اښور ستر شوي يو څو کرايي ليکوالان د تل په شان د خپلو بوينو خولو څخه زهر شيندي. متاسفانه هغه افغانان چې د فکر کولو وړتيا او صلاحيت نه لري او د نورو په اشاره ګډيږي هغوی ددې پلورل شوو ويناوو ته غوږ نيسي او بيا ددې خلکو د سياستونو ښکار ګرځي. دوست او دوښمن نشي پيژندلی د دښمن په لومو کې ونښلي کله يي چې عقل سره ته راشي وخت ځينی تير وي. مشر حفظه الله په مشخص ډول ویلي چې د جګړې د دوام د مخنیوي لپاره باید سیاسي بدلون ته سولهییزه زمینه برابره شي.
ځوانانو ته بايد وويل شي يواځينی حزب او يواځينی امير چی د ۵۷ کلونو راهيسی د ولس له غيږې راپورته شوې همدا حکمتيار دی لکه و. او د اولې ورځې څخه يي ترننه پورې د زعیم د ټاکلو اصلي مرجع ولس بللی دی تل يي د پاکو، شفافو او عادلانه انتخاباتو غوښتنه کړيده. د افغانستان په سیاست کې تنها يواځيني رهبر دی چی تل يي د اصولو په چوکاټ کې ولس لپاره په نظامونو کې د مشارکت غوښتنه کړيده اوس اصلي پوښتنه دا ده.
ايا نور سياسيون او اوسنې حکومت ديته تيار دي چې د افغانستان قضيه حل کړي د تل لپاره؟
ايا طالبان او نور سیاسي مشران په عمل کې د ميثاق ملي د طرحې منلو ته تيار دي؟
ايا طالبان، شورا نظار، جمعه مختلف واړه او غټ ګروپونه د جمهوريت به دا ومني چې واک د غربي او امريکايي سيکولر، حزب، قوم، جهادي مشر یا مذهبي ډلې انحصار نه دی؟
ايا افغانان خپل مخالف سیاسي نظر تحمل کولو ته اماده دي؛ فرض کړئ که انتخابات يا بل هر مکانيزم د زعیم د ټاکلو لپاره د افغانانو په توافق رامنځته شي او دوی يي بايلونکي شي ايا دوی به نتايج ومني که د دوی په ګټه نه وي پایله به یې ومني؟.
که دغه اصول ومنل شي، نو د حکمتيار صاحب وروستی پیغام د یوه سالم سیاسي تحول لپاره د بحث وړ مثبت پرمختګ ګڼل کېدای شي. متاسفانه نومونو سره يي ډاکتر، عالم پير، مفتي وغيره ليکلي وي خو د مثبتې خبرې څخه هم منفي اخذ اخلي بيا همدا خلک د حکمتيار صاحب پر خبرو منفي تبصری کوي او بيا حزب اسلامي او حکمتيار صاحب ملامت ګڼي چې خدای نا خواسته نفاق لپاره کار کوي.
که ددوی په وجود کې ذره د ايمان موجود وه دوی به ددې وينا څخه تر ټولو ارزښتناک ټکې راپورته کړي و، زه به يي ورته په ګوته کړم هغه ټکی دا دی چې طالبان دې واک خلکو ته ور وسپاري کله يي هم ندي ويلي چی حزب يا شخص حکمتيار صاحب ته دی واک وسپارل شي. حکمتيار صاحب وايي ولس دې د شورا، نظام او حکومت په ټاکلو کې تصمیم ونیسي. خو جاهل او مرکب مخلوق به تل م��بت نظر هم منفي بيانوي. خپل خباثت به د ځوانانو په اذهانو کې پيچکاري کوي.
البته د حکمتيار صاحب دا ادعا چې اوسنی نظام به خامخا ژر بدل شي، او یا طالبان نور بهرني ملاتړي نه لري، دا يوه سیاسي وړاندوینې ده د هغی د معلوماتو پر اساس او دا بايد د يوې سياسي وړاندوينې په توګه وکتل شي، نه د حتمي او اخري حقيقت په توګه.
نوټ: د حکمتيار صاحب وينا څلور واضح ټکو لري د خلکو حاکمیت، اساسي قانون، انتخابات، او د جګړې پر ځای سیاسي تفاهم دی. ايا تاسی ټول دا څلور مهم ټکي نه غواړئ؟
(وما علينا الا البلاغ المبين)
#ريښتياويل د قدرت نښه ده.
هسې دی پخواني کمونيست پوری رایاده شوه دا څو ورځې يي عکسونه ښکته پورته کيږي چی زر ځله يي را ژوندی کړئ او زر ځله مړ شي بيا به هم کمونيست، ملحد او بی دينه وي. بيا به يي هم پر تندي د وطن پلورلو او د شورويانو د غلامئ ټاپه لګيدلي وي د چا پلار يي د کمونيزم الحادي فکر او عقيده نشي ردولې. که هر څومره وغاپئ او چټيات زمزمه کړئ علماؤ د وخت يي يي فيصله په قرآن او احاديثو کړيده. ستاسی ببولالی هيڅ ځای نه نیسي.
#ريښتيا ويل د قدرت نښه ده.
د افغانستان اوسنی وضعیت د ډېرو خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی. فقر، بېوزلي او نا امیدي ورځ تر بلې زیاتېږي، او خلک د ښه راتلونکي په تمه دي. په داسې شرایطو کې هر څوک باید پخپلو خبرو او دریځونو کې صادق اوسي.
د هغو اشخاصو په اړه چې دوه تابعیته دي یا بهر ژوند کوي او وطن ته تګ راتګ لري ددوی د نظرياتو ترمنځ باید تفکيک او تشخيص وشي، ددوی د خبرو په اړه بايد يو شان قضاوت ونه شي. ځینې یې د هېواد لپاره ارزښتناک خدمتونه هم کوي په اوسني بخار شرايطو کې، خو ځینې يي یوازې خپلې شخصي ګټې په پام کې ونیسي. له همدې امله، د هر چا خبرې باید د دلیل، عمل او رښتینولۍ پر بنسټ وارزول شي.
همدارنګه، هر حکومت باید د خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي، نه دا چې یوازې په تبلیغاتو تکیه وکړي. ولس د شعارونو پر ځای عملاً خپل مشروع حقوق غواړي د امنیت، عدالت، کار او اقتصادي ثبات غوښتونکی دی.
تاریخ د هر انسان کړنې ثبتوي. غوره ده چې موږ د يو واقعي اسلامي حکومت، حق، عدالت او رښتینولۍ ملاتړ وکړو نه د يو خاص مکتب فکر د پوچو سياستونو او تبليغاتو لپاره استعمال شو. ، هر افغان بايد خپل دریځ د اسلامي او انساني ارزښتونو له مخې وټاکي، او له تعصب، سپکاوي او بېبنسټه تورونو څخه ډډه وکړی. په همدې توګه به يي خبرې هم اغېزمنې وي او هم به د تاریخ په حافظه کې په ښه نوم پاتې شي.
#ريښتيا ويل د قدرت نښه ده.
کله چې حقيقت درته څرګند نه وي هسې چیغې نه وهئ.
ګنې د شورای نظار او جميعت ددې پخواني ټټو په شان به بيا خپل استفراق بيرته په سپين سترګئ سره خورئ لکه دا چی لګيا دی.
د کرايي ټټو به تل کرايه کيږي او استعماليږي به لکه دا شل، شين مخې ټټو چې تل د حزب اسلامي افغانستان خلاف استعمال شويدی.