جوړیدی شوه خو تا یاره جوړه نه کړه
زما زړه نه دې هنداره جوړه نه کړه
با وجود ددې چې تاته لاره نه وه
ما د بل چــا سره لاره جـوړه نـه کړه
چی ستا مخ به پکې ویني پردي خلـک
ما غزل له دغې ډاره جوړه نه کـــــړه
ما ویل ستا زندګي څنګه شوه درویشه
دې ویل خدای هغه بیماره جوړه نه کـړه