جامعه رياض العلوم کابل ته د شيخ القرآن والحديث حضرت مولانا عبد الحميد حماسي صاحب تشريف راوړل
جامعه رياض العلوم کابل د خپلو زده کوونکو د علمي ودې، فکري روزنې او اصلاحي تربیې لپاره بېلابېلې برنامې په دوامداره توګه ترسره کوي. دغه علمي او ديني اداره هڅه کوي چې د هېواد او نړۍ له علمي او معنوي شخصي��ونو څخه په استفادې سره د زده کوونکو د علمي پرمختګ ترڅنګ د هغوی روحي او اخلاقي روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
په همدې موخه، جامعې ته د هېواد وتلی او منلی عالم، شيخ القرآن والحديث حضرت مولانا عبد الحميد حماسي صاحب تشريف راوړ.
او د جامعې له بېلابېلو څانګو؛ تخصص في الإفتاء والقضاء، درس نظامي، مکتب حفظ او معهد اللغة العربية څخه يې هر اړخيزه لیدنه ترسره کړه.
نوموړي د جامعې د علمي چاپېریال، تدريسي بهير او زده کوونکو د هڅو ستاينه وکړه. د لیدنې وروسته يې د جامعې ټولو زده کوونکو ته يوه ګټوره، زړه راښکونکې او اصلاحي وينا وړاندې کړه.
د نوموړي د اصلاحي او تربيوي وينا يوه برخه له تاسو سره شريکوو؛ هيله ده چې د علم او عمل د پياوړتيا لپاره ترې ګټه واخيستل شي.
او ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار پنځمې ناحیه د میوې منډي تر څنګ د الفتح جامع مسجد الجامعة المحمدیة کې خاورو ته وسپارل شو.
الله تعالی دي شهادت قبول کړي.
لیکنه مستنده؛او د ژوند د اکثرو مرحلو مرجع یې احقاق الحق ده. #امام_العزیمة
۱۱/۱۱
چې مشهور استادان یې شيخ الحدیث مولانا حمدالله جان الداجوي رحمه الله او شيخ الحدیث مولانا محمد ادريس رحمه الله وه.
په ۱۳۷۷ هـ.ش کال کې یې دیني زده کړې هم سرته ورسولې.
د تعلیمي دورې د پای ته رسولو نه وروسته یې تدریس پېل کړ؛
#امام_العزیمة
۱۱/۴
ښايي د نړۍ انصاف به همدا وي
یو چا د امریکا د قانون له مخې د اعتراض په توګه د فلسطین بیرغ پورته کړ نو اتل شو، تشویق یې شروع شو، عکس یې نشر شو، دعاوې او مرستې ورسره شروع شوې.
«همدې اتل لږ وروسته د صهیونېزم له تر ټولو لوی ملاتړي یا ټرمپ څخه مډال او جایزه هم ترلاسه کړه»
ښايي د نړۍ انصاف به همدا وي
یو چا د امریکا د قانون له مخې د اعتراض په توګه د فلسطین بیرغ پورته کړ نو اتل شو، تشویق یې شروع شو، عکس یې نشر شو، دعاوې او مرستې ورسره شروع شوې.
«همدې اتل لږ وروسته د صهیونېزم له تر ټولو لوی ملاتړي یا ټرمپ څخه مډال او جایزه هم ترلاسه کړه»
۱/۲