که یو جنت ته هم ځو خو رښتیا خبره دا ده
زما لاره جدا ده، د ملا لاره جدا ده
اوس کور د جانان هم پکې په ګرانه راپيدا کړم
زما د زړه دنیا کړه وخت په داسې رنګ برباده
چې خال يې د تندي نه شي، نکریزه د لاسونو
دا ستا وینه اے زړه نوره د کوم مرض دوا ده
ډاکتر خالق زيار