د جمعیت علماء اسلام مشر حافظ حمدالله په یوه ټلوېزیوني مرکه کې د پاکستان د پوځ پر مشر عاصم منیر سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د قرآن او حدیث له مخې هغه ظالم بلل کېدای شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې کېدل روا نه دي او د حق ملاتړ د مسلمانانو دنده ده.
د جمعیت علماء اسلام مخکښ مشر حافظ حمدالله ویلي، مولانا فضلالرحمن به د پاکستان پر پوځ د خپلو وروستیو نیوکو له امله بښنه ونه غواړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د فضلالرحمن څرګندونې د حقیقت او واقعیتونو پر بنسټ دي او د بښنې اړتیا نشته.