ناپوهي ویره زېږوي او ویره بیا انسان غلامۍ ته ور ټېل وهي، تر ټولو لوړ او ارزښتناکه کار چي یو انسان یې کولای شي، هغه د پوهي تر لاسه کول دي؛ ځکه کله چې انسان پوه شي، نو هغه ازادېږې.
د ژوند اړتیا…!
انسان که د ژوند د ستونزو او غمونو پر وړاندې هر څومره قوي وي، بیا هم یو داسې چاته اړتیا لري چې ورته ووایي: اندېښنه مه کوه، هر څه به سم شي.
#ژوند
هغوی چې خپل روحي او جسمي صحت ته پام نه کوي، د ناروغه کېدو او له کاره لوېدو امکان یې زیات دی.
هغوی چې له نورو سره د ګوزارې په چل نه پوهېږي، وخت یې په کار نه بلکې په کشمکش تېرېږي او هغوی چې غم او غوسې ته په اسانه تسلیمېږي، نه ځان ته او نه ټولنې ته ګټه رسولای شي.
هر څوک کولای شي چې تا بد معرفي کړي، یا د کینې له امله یا د ضد او حسد له امله، خو دا عادي ده.
مهمه دا ده، چې هيڅوک باید ونشي کولای چې تا بد “ثابت” کړي.
د بد معرفي کولو او بد ثابتولو تر منځ ډیر تفاوت دی.
هر څوک په ژوند کې سقوط ویني، خو هر څوک بېرته نه راپورته کېږي. ځینې خلک د یوې ماتې وروسته تسلیم شي، او ځینې له هماغه ماتې نه خپل راتلونکی جوړ کړي. ژوند به تل امتحان اخلي، خو اصل انسان هغه دی، چې د سخت وخت باوجود خپل هدف هېر نه کړي. تیاره شپه هم د سهار مخه نه شي نیولی.
کله کله انسان باید مات شي، درد وګالي او له سختیو تېر شي، ځکه رڼا اکثره د همدغو درزونو له لارې روح ته ننوځي.
هغه بوټی چې په سختۍ کې لویېږي، ژورې ریښې او ټینګ وجود پیدا کوي.
سختۍ انسان پیاوړی کوي…