جنت داسي ځای دی، چې اوسیدونکي یې هیڅکله نه مړه کیږي، نه زړیږي، نه ناروغه کیږي، نه یې ښایست ختمیږي، او نه غمجن کیږي.
الله تعالی دي موږ او تاسي ټول ددغه ځای خاوندان کړي. امین
رسول ﷺ فرمایي:
د کونډو او یتیمانو سره مرسته کوونکی سړی داسې دی لکه د الله تعالی په لار کې مجاهد، او یا لکه د شپې لمونځ کوونکی او د ورځې روژه نیونکی.
صحیح البخاري