یوه ۸۴ کلنه برېتانۍ ښځه اسلام قبلوي او په بشپړ ډاډ سره وایي:اسلام زما ژوند دی. زه به مسلمانه ژوند کوم او د الله تعالی په اجازه به مسلمانه مړه شم. زه بشپړ باور لرم چې ما حق انتخاب کړی دی، او هېڅوک به مې د خپل دین پر لار له ثابت پاتې کېدو څخه راونګرځوي.
مسعود پزشکیان وايي، امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت له نظام سره مخالفه ده او که فرصت ومومي، نه غواړي دا نظام په ایران کې دوام وکړي. هغه امریکا «استعمارګره او قاتله» بللې او ټینګار یې کړی چې له واشنګټن سره خبرو او تخنیکي بحثونو ایران ته د همکارۍ زمینه برابره کړې ده.
امریکايي خبریال او سیاسي شنونکي، جکسن هینکل له یمن او د دغه هېواد له خلکو سره د خپلې ځانګړې مینې او خواخوږۍ لاملونه څرګند کړي او ویلي یې دي چې یمن د داسې یو ځواکمن ملت کور دی چې سختو محاصرو او کلونو جګړو هم د هغوی اراده او عزت مات نه کړای شو.
۱/۴