ستا لېونى يم، انتظار مې کوه، در به شمه
زه لا ژوندى يم، انتظار مې کوه، در به شمه
لا خو زما په زړه کې مينه زړه شوې نه ده
لا خو زلمى يم، انتظار مې کوه، دربه شمه
د جانان ياده ته ورځه د جانان خوا کې اوسه
زه درپسې يم، انتظار مې کوه، در به شمه
صاحب شاه صابر
۱/۲