د حق غږ او د میدان اتل — د انبیاوو ریښتینی وارث…
داسې علم�� د جهاد او امت لپاره ستر نعمت وي.
د انبیاوو ریښتیني وارثان هغه علما وي چې یوازې په مدرسه او منبر پورې محدود نه وي، بلکې د حق آواز په هر حالت کې پورته کړي.
هغه علما چې د ظلم، جبر او باطل پر وړاندې په زړورتیا ودریږي، د حق خبره په جرأتمنده ژبه وکړي، او د اړتیا پر وخت په عملي میدان کې هم د امت دفاع وکړي، هماغه د انبیاوو د لارې حقیقي پیروان دي.
دغه شهید عالم هم له همدغو مبارکو شخصیتونو څخه و؛
نه یې د ظالم له ویرې حق پټ کړ،
نه یې د دنیا د ګټو لپاره چوپتیا غوره کړه.
هغه د قلم په ژبه هم جهاد وکړ، د منبر له لارې یې هم د حق پیغام خپور کړ، او د عمل په میدان کې یې هم خپله قرباني وړاندې کړه.
د داسې علماوو ژوند امت ته دا درس ورکوي چې رښتینی عالم یوازې د خبرو انسان نه وي، بلکې د حق لپاره قرباني، استقامت او عملي مبارزه هم کوي.
الله تعالی دې د هغه شهادت قبول کړي، درجات دې لوړ کړي، او موږ ته دې هم د حق پر لاره د ثابت قدمۍ توفیق راکړي.
آمین.
شهید مولوی محمد سنګین فاتح تقبله الله تعالی.
هغه ستر انسان چې د وخت زور، غرور او د لویو واکدارانو ظلمونو ته یې سر ټیټ نه کړ، د حق، ایمان او اسلام په لاره کې داسې ودرېد چې د باطل طاقتونه یې ولړزول.
هغه یوازې یو شخص نه و، بلکې د غیرت، قربانۍ او استقامت یو ژوندی مثال و. د ده مبارزې نړۍ ته دا وښوده چې ایمان د هر زور نه قوي دی او حق هیڅکله د باطل پر وړاندې نه ماتیږي.
ستر واکداران، چې ځانونه یې نه ماتېدونکي ګڼل، د هغه د عزم او حق غوښتنې په وړاندې بې وسه شول، او د دوی غرور له خاورو سره خاورې شو.
هغه د خپل هدف لپاره هره قرباني ورکړه، خو خپل دریځ او عقیده یې ونه پلورله. همدې صداقت او میړانې هغه د خلکو په زړونو کې تلپاتې کړ.
نن که هغه زموږ ترمنځ په ظاهره نشته او د شهادت لوړ مقام ته رسېدلی، خو نوم، فکر او مبارزه یې لا هم ژوندۍ ده.
شهیدان مري نه؛ د هغوی وینه د حق لاره روښانه کوي او راتلونکو نسلونو ته د عزت، غیرت او مقاومت درس ورکوي.
الله دې د هغه شهادت قبول کړي، جنت الفردوس دې نصیب کړي، او موږ ته دې هم د حق په لاره د ثابت قدمۍ توفیق راکړي.
#د_افغانستان_فاتح