@sohailnoorkhan دغه ځوانان چی د هیواده تیښتی او پر لاره کی مړه کیږی ولي نه پاڅیږی او د تالب څخه خپل حق نغواړي که د تالب لخوا وهم وژل سي ښه په میړانه خو به یاد سي اوس څه په کوي.
#د اوسنیو واکمنو د تېرځل په سقوط کي تر ټولو زیات لاس د خلکو پر خصوصي موضوعاتو(ږره، ویښتان….) د ځوره ولو له امله وو داځل تر هغه زیات او په ډېره بې عزته توګه دا کار شروع سوی بلخصوص په کندهار کي هره ورځ حد اقل سل تنه پردغه موضوعات شپه په حوزه کي تېروي، د اوسني حکومت تر ټولو زیات فشار د لوبو، خصوصي ځان سمبالولو، موسیقي، ساعتیرو، حتی مجلسونو پر سر په کندهار کي دئ.
درې تنه یو ځای مجلس ته ناست لا پوښتل کېږي چي ولي ناست یاست، د جنوب خلک چي مړه هم کړې خپله میله، موسیقي او ورکي(قطعې) نه پرېږدي اوس یوه بله لوبه لډو هم اضافه سوی مګر اوسني واکمن د هر ډول تفریحي موضوع په مقابل کي ولاړ دي.
دا اوس نه پاڅېږي خو یو ځل داسي پاڅېږي چي هر څه بیا تر ګونډو لاندي کوي.
واکمن د دې پر ځای چي له لوږي د انسانانو د مړه کېدو مخنیوی وکړي لاس یې د خلکو په ږرو او ګرېوانو کي بند دئ. په وطن کي د زجر، بې وسئ، فقر، بې کارئ او نفستنګۍ اوج راغلی په سلګونه خلک هره ورځ تښتي او لسګونه خلک ځان وژني کوي رسنۍ کنټرول دئ کنې خلکو به دونه اسناد وړاندي کړي وای چي نړۍ به حېرانه سوې وای، په زور او جبر واک ساتل کېږي تر یوه وخته مګر ملکونه نه په ساتل کېږي نه پایي. خدای ج دي پر خلکو او وطن فضل کوي.