د روان جبر نه خلاصون پکار دی
پند له تاریخ او د پرون پکار دی
لمر څړک وهلی دی رنآ به راشي
لږ انتظار د سباوون پکار دی
هسې نه بیا به پښيمان یې مُلا
اوس هم فرصت لرې بدلون پکار دی
مصطفی پسرلی
22/10/2025
څو به بندیان یُو په تیارو د جهل
د استعمار پر ضد پاڅون پکار دی
کرکه نفرت راځې له مينځه یُوسو
د آدم خان دُرخو مضمون پکار دی
د پرمختګ لار خو یوه لاره ده
د متعلم مکتب ته تلون پکار دی
مصطفی پسرلی
22/10/2025