د اشغال دوره تېره شوه، هغه د غلامانو، پردیو او بې دینو خلګو څخه رب دا وطن ازاد کړ او خلګو ته یې حریت نصیب کړ. د اسـ.لامي نظام قدر په کار دی او باید ټول همدې نظام ته په پوره اخلاص، للهیت کار وکړي او د بقاء لپاره یې خپلې قربانوي ونه سپموي!
په دنیا کې پر خپلو اعمالو باور او اعتماد کول نه دي پکار، په دنیا کې چې هر عمل کوو باید اخلاص، للهیت او حسن نیت پکې وي تر څو هغه اخیري انجام سم شي ځکه مد نظر خاتمه ده. د یوه صف او یوې لارې خلک په اخیر کې ځیني پر یوه خ���� او ځیني پر بله خوا لاړو!
ټول انسانان به یوه ورځ مري او خاوري کیږي به، د ټولو برخلیک به همدا ډول وي، نه پوهیږم چې ځیني دا هر څه حق ګڼې خو بیا هم د شیطان په لومو کې بندیږي، د حق لاره پرېږده او د باطل لاره مختاره کوي، د یو څو شیبو ژوند ته تر هغه ابدي ژوند ترجیح ورکوي!