د داسې یوه امیر تر سیوري لاندې ژوند د الله عز وجل یو احسان دی، شکر د احسان دا دی چې په پوره توګه یې اطاعت وکړو، که څه هم زموږ له هوسونو سره په ټکر کې وي.
له محبوب زعیم سره د افغانستان د ټولو ولایتونو د استازیو او د نړۍ د روحانیونو مینه او الفت دا څرګندوي، چې هېواد به بیا هیڅکله د پردیو د چمبو ښکار نشي او نه دې مخالفین دا هڅه کوي، نظام له ولس او ولس له نظام سره داسې تړون لري چې په افغاني تاریخ کې یې نمونه نه ده لیدل شوي.
دا عالم یوه جالبه نسخه پیشنهادوي، هغه نسخه چې د ځوان نسل فکري، عقیدوي او اخلاقي مسؤلیت جوړیږي، راځئ یو او بل ته د ښو اخلاقو، تقوا او فکر جوړوني ادرسونه وښایو، اوس وخت کې زما په نظر تر یوه تکړه او ویښ ملا بل ښه ادرس نه راته معلومیږي، باید ستونزې له هغوی سره شریکي کړو..!
د فرامینو اغېزې تر سرلیک لاندې کنفرانس دا څرګندوي، چې محبوب مشر د اسلام یو خواخوږی او مطیع مشر دی، دی نه غواړي چې یو امر دې هم د شریعت له اصولو سره په ټکر کې وي.!
#فرامین
د فرامینو د اغېز اړوند کنفراس دا څرګندوي، چې دلته د هر څه معیار شریعت دی، که محبوب زعیم هم خبره کوي، فرمان صادروي باید د شریعت له اصولو بهر نه وي.!
#فرامین
سبا له خیره زما د محبوب مشر د فرامینو اغېزې تر سرلیک لاندې د څېړنیز علمي کنفراس جزئیات تر ټاکل شوي هشتاګ لاندې خپریږي، قلموال ملګري دې ګډون پکې وکړي، الله عز وجل به یې هر حرف په نیکیو کې حساب کړي.!
#فرامین