❗The #US 🇺🇸 invaded #Afghanistan 🏳️ to expand its geopolitical influence. Afghanistan’s strategic location was a major factor. The US sought to expand its influence in the region. We tried to resolve the issues through diplomacy, but they refused...
د شيخ الاسلام لقب په تاريخي لحاظ!
د اسلامي علومو په تاریخ کې د ځینو سترو او نوموتو علماوو لپاره د «شيخ الإسلام» لقب کارول شوی دی. دا لقب یوازې یو تشریفاتي نوم نه دی، بلکې د علمي ژورتیا، ديني بصیرت، پراخې پوهې او په اسلامي ټولنه کې د یوه عالم د لوړ علمي مقام څرګندونه کوي.
۱- د شيخ الإسلام لقب څه معنا لري؟
«شيخ الإسلام» عربي ترکیبي لقب دی، چې لفظي معنا یې د اسلام مشر، د اسلام ستر عالم او د اسلامي علومو مرجع ده.
په اصطلاحي توګه دا لقب هغو سترو علماوو ته کارول شوی چې په شرعي علومو کې یې پراخه او ژوره پوهه لرله، د علم په بېلابېلو څانګو کې یې لوړ مقام درلود او د خپل وخت د علماوو او مسلمانانو ترمنځ یې ځانګړی علمي اعتبار او مرجعیت درلود.
البته، دا لقب د اسلامي شریعت له خوا د یوه ځانګړي شرعي منصب یا ټاکلې علمي درجې په توګه نه دی وضع شوی، بلکې د تاریخ په اوږدو کې د علماوو د علمي مقام او ديني خدمتونو د درناوي لپاره کارول شوی دی.
د دې لقب له مشهورو مصداقونو څخه علامه ابن تيميه رحمه الله دی، چې په اسلامي نړۍ کې په همدې لقب ډېر شهرت لري. د ځینو تاریخي څېړنو له مخې، د دې لقب لومړنی پېژندل شوی استعمال د څلورمې هجري پېړۍ په وروستیو کې د خراسان په سیمه کې شوی دی.
۲- یو عالم ته د شيخ الإسلام د لقب ورکولو لاملونه
علامه ابن ناصر الدين رحمه الله د «شيخ الإسلام» د لقب د معناوو او د استعمال د بېلابېلو لاملونو په اړه په زړه پورې څرګندونې کړې دي. نوموړی د دې لقب څو احتمالي معناوې بیانوي:
لومړی: هغه عالم چې د اسلام پ�� خدمت کې یې عمر تېر کړی وي، سپین ږیری شوی وي او د علم او دین په لار کې یې اوږده تجربه ترلاسه کړې وي. دا معنا د هغه حدیث له مفهوم سره هم تړاو لري چې فرمایي:
«مَنْ شَابَ شَيْبَةً فِي الْإِسْلَامِ فَهِيَ لَهُ ن��ورٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
ژباړه: څوک چې په اسلام کې سپین ږیری شي، د قیامت په ورځ به یې سپین ویښتان د هغه لپاره رڼا وي.
دویم: د عامو خلکو په عرف کې هغه عالم چې خلک په دیني او ټولنیزو ستونزو کې ورته مراجعه کوي، د ستونزو پر مهال یې خبرې ته غوږ نیسي او په سختو حالاتو کې یې د علم او لارښوونې په وسیله خپلې ستونزې حلوي.
درېیم: هغه عالم چې د اسلام د لارښوونو مطابق یې ژوند کړی وي، د ځوانۍ له ناپوهیو او ناوړه کړنو څخه خوندي پاتې شوی وي او په فرضي او نفلي عباداتو کې د نبوي سنتو پیروي کوي.
څلورم: هغه شخصیت چې د علم، تقوا او ولایت په مقام کې لوړ ځای ولري او خلک یې له ژوند او شتون څخه د علمي او معنوي برکتونو ګټه اخلي.
پنځم او تر ټولو مهمه معنا یې د سترو محدثینو او علمي محققینو په اصطلاح کې هغه مقام دی چې ابن ناصر الدين رحمه الله یې په تفصیل بیانوي.
د نوموړي په وینا، د اسلام حقیقي مشران او ستر امامان هغه کسان دي چې د الله تعالی د کتاب او د رسول الله ﷺ د سنتو پیروي کوي؛ د قرآن کریم په احکامو، قرائتونو، د نزول په اسبابو، ناسخ او منسوخ، محکم او متشابه آیتونو پوره پوهه لري؛ د عربي ژبې هغه اړین علوم یې زده وي چې د قرآن او سنتو په فهم کې ورسره مرسته کوي؛ د حدیثو په روایت، سند، درایت او عملي تطبیق کې مهارت لري او د کتاب او سنتو په رڼا کې د اصولو او فروعو د استنباط وړتیا لري.
تر څنګ یې د الله تعالی د فرایضو پابند وي، د الله تعالی پر وړاندې عاجزي او وېره لري، ځان معصوم نه ګڼي، د علم په ترلاسه کولو مغرور نه وي او پوهېږي چې د انسانانو ترلاسه کړی علم د الله تعالی د علم په پرتله ډېر لږ دی.
ابن ��اصر الدين رحمه الله په پای کې وايي: څوک چې دې علمي او معنوي مقام ته ورسېږي، هغه امام بلل کېږي او د «شيخ الإسلام» لقب وړ ګرځي.
۳- د اسلامي مذاهبو له سترو علماوو څخه ځینې هغه کسان چې د شيخ الإسلام په لقب یاد شوي دي
د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو فقهي مذاهبو ګڼو سترو علماوو ته دا لقب کارول شوی دی. دلته یې د ځینو نومونه یادوو:
۱- حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه
امام ذهبي رحمه الله د «الکاشف» په کتاب کې د عبدالله بن مبارک رحمه الله له قوله د ابوبکر صدیق رضي الله عنه په اړه لیکي:
«وَنَاهِيكَ بِهِ شَيْخَ الْإِسْلَامِ، وَشَيْخُ الْإِسْلَامِ إِنَّمَا هُوَ أَبُو بَكْرٍ الصِّدِّيقُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ الَّذِي ثَبَّتَ الزَّكَاةَ، وَقَاتَلَ أَهْلَ الرِّدَّةِ».
یعنې: د هغه په ستاینه کې همدا بس ده چې د اسلام شیخ دی؛ او د اسلام شیخ په حقیقت کې ابوبکر صدیق رضي الله عنه دی، هغه چې د زکات حکم یې ثابت وساته او له مرتدینو سره یې جګړه وکړه.
۲- علامه ابن تيميه رحمه الله (حنبلي مذهب)
احمد بن تيميه د اسلامي تاریخ له هغو مشهورو علماوو څخه دی چې د «شيخ الإسلام» په لقب یې ډېر شهرت موندلی دی.
نوموړي په تفسیر، حدیث، فقه، عقیده او نورو اسلامي علومو کې پراخ علمي آثار پرېښي دي.
۱/۲
These are all big trucks that are carrying the goods of the TAPI project for the development of Afghanistan. May Allah keep Afghanistan always on the path of progress.