په افغانستان کې واک ته رسېدل تل د یوې سختې سیاسي مبارزې پایله ده، خو د واک پرېښودل تر دې هم ستونزمن ثابت شوي دي.
د معاصر تاریخ ډېری واکمنان هغه وخت له واکه وتلي چې یا یې هېواد د جګړې په منځ کې و، یا یې مخالفینو په زور قدرت نیولی و، یا وژل شوي او یا هم جلاوطنه کړی شوي دي.
https://t.co/duGikyQ1Dg
ملي بېرغ زموږ د ملي او تاریخي هویت یوه نښه ده، دا رنګین او مقدس توغ د افغاني غرور هغه شمله ده چې محوه کول یې ناشوني دي.
منو دا ملي بېرغ به له سترګو لوېدلی وي خو له زړونو نه دی لوېدلی، دا به بیا راپاڅي او په خپل رپ به پامیر ښکلی کوي، دا به بیا راپاڅي او په خپل رپ به د سپین غره غرور هسکوي.
#د_ملي_بېرغ_ورځ
انسان که څه هم یو ټولنیز موجود دی او د ژوند ډېره برخه کړهوړه، انتخابونه، افکار، ارزښتونه او اړتیاوې یې له نورو او ټولنې سره د اړیکو له مفهومه تعریفېږي، خو بیا هم هر انسان غواړي د خپل محرمیت او شخصي حریم شاوخوا داسې سره کرښه ولري چې هېڅوک یې ور ونهړنګوي.
https://t.co/RwAz2WQKvd
د ډاکتر نجیب حکومت مجاهدین د پاکستان لاسپوڅي ګڼل او مجاهدین هم په پاکستان کې وو. مجاهدینو بیا طالبان د پاکستان لاسپوڅي ګڼل، طالبانو بیا مجاهدین شر او فساد ګڼل او مقاومت یې د روسیې او هند لاسپوڅي ګڼل، وروسته جمهوري دولت طالبان د پاکستان نیابتي ډله بلله او طالبان هم په پاکستان کې پراته وو او اوس طالبان بیا خپل مخالفین د پاکستان جاسوسان او لاسپوڅي ګڼي. یا خو د افغانانو سر په اصله لوبه نه دی خلاص او یا ټول افغانستان لاسپوڅی او د پاکستان په نیابتي ډلو تقسیم دی.
ځینې داسې وي چې غازي امان الله خان یې ایډیال شخص وي، ځان داود خانی هم ګڼي، د نور محمد تره کي افکار هم افغانستان ته ګټور ګڼي، ډاکتر نجیب یې هم ملي اتل وي، پر حکمتیار یې هم وخت ناوخت سترګې خوږیږي، ملا عمر ته یې اوس اوس په زړه کې درناوی پېدا شوی وي، د حامدکرزي او ډاکتر غني د ډېموکراسۍ باور هم بد نه ګڼي او ملاهبت الله د امیرالمومنین په توګه د افغانستان ژغورونکی او د اسلامي نظام مقدس، رحیم او مدبر حاکم ګڼي.
سړی حیران شي چې دا اوس څوک دی؟
شاهي پلوی؟ جمهوري خوا؟ کمونیست؟ جهادي؟ ساده طالب؟ ډېموکراټ؟ او که افراطي طالب؟