د شهید سعید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور ـ تقبله الله ـ له ارزښتناکو ویناوو څخه:
جهاد د مال او شهرت لپاره نه؛ بلکې د الله تعالی د کلمې د لوړولو، د دین د حاکمیت او د اسلامي نظام د قیام لپاره دی. د مجاهد قرباني د دنیا لپاره نه؛ بلکې د خپلې عقیدې او د الله تعالی لپاره ده.
د فتنه شکن منصور ـ تقبله الله ـ له دې ارزښتناکې وینا څخه باید دا درس واخلو چې په اوسني نظام کې زموږ ټول خدمتونه باید د الله تعالی د رضاء او د نظام د بقاء لپاره وي، او هر کار او خدمت مو باید پر اخلاص، صداقت او ژمنتیا ولاړ وي.
فتنهشکن منصور ـ تقبله الله ـ په خپله وینا کې څرګندوي چې په نظام کې باید هېڅکله یوازې د نوم، مقام او شهرت لپاره کار ونه کړو؛ بلکې خپل وخت، توان او هڅې د الله تعالی د کلمې د لوړولو او د نظام د خدمت لپاره وقف کړو.
قرباني یوازې د خپل سر قرباني کول نه دي؛ بلکې په اوسنیو شرایطو کې خپل وخت، توان او شخصي اسانتیاوې د نظام د خدمت لپاره ځانګړې کول هم د قربانۍ یوه بڼه ده. باید هڅه وکړو چې د خپلو شخصي ګټو پر ځای د اسلام او نظام ګټو اهمیت ته لومړیتوب ورکړو، شخصي غوښتنې شاته پرېږدو او د خپلو تللو قائدینو دا سپېڅلې خبرې په خپل ځان کې عملي کړو.
فتنهشکن منصور ـ تقبله الله ـ په خپلې وینا کې دې ټکي ته هم اشاره کړې چې څوک د الله تعالی لپاره کار او خدمت وکړي، الله تعالی به یې په سختیو کې مرسته وکړي او د ستونزو لارې به ورته هوارې کړي؛ خو که څوک خپل کار د شخصي ګټې، نوم او شهرت لپاره ترسره کوي، نو له ستونزو او کړاوونو سره د مخ کېدو احتمال یې ډېرېږي.
فتنهشکن منصور ـ تقبله الله ـ ویلي دي چې د اسلام دښمنانو د همدې نظام د بدنامولو لپاره بېلابېلې لارې وکارولې، تبلیغاتي او رواني جګړې یې ترسره کړې او هڅه یې وکړه چې دا نظام او د همدا سپیڅلي صف بدنام کړي؛ خو د ښمنان په خپلو موخو کې بریالي نه شول او الله تعالی یې هڅې شنډې کړې.
اللهم تقبله شهادتهم.
#فتنه_شکن_منصور
له دی پانی څخه به ان شاء الله تاسې د اسلامي امت د يوه وياړلي اتل شهيد امير المؤمنين ملا اختر محمد منصور رحمه الله د شخصیت ،سیاست، ایثار، قربانی او مبارزې له بېلابېلو اړخونو څخه باخبره شئ.