ذبیح الله مجاهد: موږ پاکستان کې خواخوږي لرو، د افغانستان خلک له موږ سره دي، که اجازه ورکړو نو له پاکستان به د بمبارۍ غچ واخلي.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد له ډوېچې وېلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په پاکستان کې خواخوږي لري او د هغه هېواد ملایان او ولس هم پر دوی ځورېږي.
مجاهد زیاته کړې، هغه کسان چې پر افغانستان بمبارۍ کوي، یوه ځانګړې کړۍ (حلقه) ده چې د نورو خبرې نه مني او یواځې د خپلې سیاسي او نظامي بقا لپاره پر افغان خاوره بریدونه ترسره کوي.
نوموړي زياته کړې، د افغانستان خلک په بشپړ ډول له دوی سره ولاړ دي او که چیرې دوی او مشران یې اجازه ورکړي، ولس چمتو دی چې پر پاکستان هجوم ور وړي او د بریدونو سخت غچ واخلي؛ خو دوی د وضعیت د لا خرابېدو په موخه تر اوسه د دغه کار اجازه نه ده ورکړې، ګنې ولس به ډېر پخوا خپل انتقام اخیستی و.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکدارۍ لاندې څو ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په دریو ولایتونو بمبار وکړ چې لسګونه افغانان پکې شهیدان او نږدې ۲۰۰ نور ټپيان شول، چې پر وړاندې طالب مشران لا هم چپ دي او خپلو افغانانو سره یې هيڅ ډول غمرازي يا غمشریکي ونه کړه.
#ABN | #ZabihullahMujahid | #TalibanSpokesman | #AfghanPakRelations | #BorderTensions | #KabulIslamabad | #RegionalSecurity
A civilian at the hospital:
Look, they are all children. Show them to the cameras are these TTP members or innocent children? They have torn them all to pieces.
#Paktia
کل پشاور کے علاقے حسن خیل، موسیٰ درہ نامعلوم افراد کا Fc پوسٹ پر حملے میں 6 جوان جانبحق ۔ 6 زخمی ہوے تھے اور 7 اہلکار نامعلوم افراد اپنے ساتھ لے گٸے۔ آج وہ 7 اہلکار رہا کر دیٸے