نهایت د ترحم څښتن و، کله به چې دفتر او یا په ولایت کې د کومې جلسې لپاره ورتلم، له خپل ځایه به راته پاڅیده او د محمد اصف په ویلو به یې راسره روغبړ وکړ، چې کله به یې هم خپل نوم راته واخیسته زړه به مې له خوښي باغ باغ شو، ځکه د ا.ا په سطحه لوی مشر او دومره خاکساري.
د بلخ ولایت والي الحاج مولوي محمد داود مزمل او امنیه قومندان مولوي مطیع الله سیف الله د افغانستان لپاره د ازبکستان جمهور ریس له خاص استازي عصمت الله ایرگشوف او د سرخاندریا له والي طوره بابالوف سره د حیرتانو په ښارګوټي کې ولیدل او د دواړو هیوادونو پر دوستانه اړیکو یې ټینګار وکړ.