Home
Language
English
Türkçe
Bahasa Indonesia
About
Privacy Policy
Terms of Service
Pricing
Sign In
Download All
Share
نهضت
@NAHZAT_
نهضت؛ په رسنیز ډګر کې د نوښت او ابتکار نوی غږ
Joined December 2021
0
Following
20.5K
Followers
126
Posts
Pinned Tweet
نهضت
@NAHZAT_
about 4 hours ago
نهضت؛ یوه خپلواکه څېړنیزه او رسنیزه اداره ده چې د حقیقت موندنې، د روایتونو کره ارزونې، د پېښو د ژور تحلیل او د عامه افکارو د روښانتیا لپاره فعالیت کوي. نهضت د ژورنالېزم له مسلکي معیارونو سره سم، د تعصب او اغراق پر ځای مستند، متوازن او مسؤلانه محتوا وړاندې کوي. ایکس لینک: https://t.co/3gOX8mgkr2 فسبوک لینک: https://t.co/t2VdrYS6iu واټساپ چینل لینک: https://t.co/dEdgG3SBBv ټلیګرام چینل لینک: https://t.co/CoJ5i3CXQ7
See More
نهضت
@NAHZAT_
33 minutes ago
راپورونه وایي، تېره ورځ (یکشنبه) د خیبر پښتونخوا سوات ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر وسلهوال بریدونه شوي دي. د دغې ولسوالۍ شکردرې سیمه کې په یوه وسلهوال برید کې د پیپلز ګوند ځایي مشر سمیع الله خان وژل شوی دی. پر دې سربېره سوات کې د عوامي نېشنل ګوند د سیمهییز مشر ممتاز علي پر کور د ډزو په پېښه کې د هغه زوی او ورور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د یادې ولسوالۍ زیراب سیمې د پولیسو د مشر زغروال موټر هم د وسلهوال برید هدف ګرځېدلی، خو نوموړی ترې روغ وتلی دی. ویل شوي، سیمې ته د رسېدلي کومکي ځواکونو پر موټر هم ډزې شوې، چې له امله یې یو تن ټپي شوی دی. د یادونې ده، چې د دغو بریدونو مسئولیت کومې ډلې نهدی منلی؛ خو په یاده سیمه کې پاکستاني طالبان فعال حضور لري. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
38 minutes ago
د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټيټيپي» بلوچستان ایالت کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ قبایلي ملېشو (اربکیانو) ته خبرداری ورکړی. یاد غورځنګ ويلي، چې دغه ملېشې کویټې ته نږدې په هنهاوړک سیمه کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ د «امن کمېټې» په توګه فعالیت کوي. ټيپيپي خبرداری ورکړی، چې دوی به د دغه ملېشو هدف ګرځولو ته دوام ورکړي. د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو تر دې وړاندې په ځلونو له عامو خلکو غوښتي چې د دوی او د پاکستاني رژیم ترمنځ دې له واقع کېدو ډډه وکړي. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 4 hours ago
د وینزویلا د پارلمان رئیسې «خورخه رودریګز» ویلي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو شمېر درې زره او ۳۴۲ کسانو ته رسېدلی دی. د وینزویلا پلازمېنه کاراکاس او یو شمېر نورې سیمې د جون په ۲۴مه د ریښتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې دوو زورورو زلزلو ولړزولې. د وینزویلا حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دغو زلزلو له امله تر ۶۰ زره ډېر کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي. #نهضت
See More
Who to follow
عامر مختار
@StudentRahim123
زده کړيال
محمد بشار - Mohammad Bashaar
@Bashaarafghan
ليکوال، داعي او د سياسي چارو شنونکی ـ يوټيوب چينل https://t.co/CYVMcWYmYa
أحمد خلیل/𝐀𝐡𝐦𝐚𝐝 𝐤𝐡𝐚𝐥𝐢𝐥
@A_hmad_khalil
څه چې ليکم؛ شخصي اطلاعات، شخصي نظر او خپل فکر مې دی. أحمد خلیل 👈 𝐀𝐡𝐦𝐚𝐝 𝐤𝐡𝐚𝐥𝐢𝐥
نهضت
@NAHZAT_
about 4 hours ago
تحریک طالبان پاکستان (TTP) ادعا کړې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې یې د دغه هېواد د هوايي ځواک یو کېپتان، عاصم طارق، په نښه کړی او وژلی دی.
#نهضت
نهضت
@NAHZAT_
about 4 hours ago
د هیواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او مل پلاوي بدخشان ته د خپل سفر پر مهال په ترڅ کې د دغه ولایت اشکاشم ولسوالۍ کې د پنځلسمې سرحدي لواء لومړي سرحدي کنډک څخه لیدنه وکړه. دفاع وزارت وایي، ښاغلي وزیر په دې لیدنه کې د یاد کنډک دفاعي ځواکونو کړنې له نږدې وارزولې او هغو ته یې د مورال په ورکولو سره د پوله ساتنې او دفاع په برخه کې پر لا زیاتو هڅو او چمتووالي ټینګار وکړ. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 4 hours ago
د هیواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او مل پلاوي بدخشان ته د خپل سفر پر مهال په ترڅ کې د دغه ولایت اشکاشم ولسوالۍ کې د پنځلسمې سرحدي لواء لومړي سرحدي کنډک څخه لیدنه وکړه. دفاع وزارت وایي، ښاغلي وزیر په دې لیدنه کې د یاد کنډک دفاعي ځواکونو کړنې له نږدې وارزولې او هغو ته یې د مورال په ورکولو سره د پوله ساتنې او دفاع په برخه کې پر لا زیاتو هڅو او چمتووالي ټینګار وکړ. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 4 hours ago
د بلوچستان ایالت د مرکز اړوند د هنهاوړک سیمه تېره شپه د ځایي ملېشو او نامعلومه وسلهوالو ترمنځ د یوې سختې جګړې شاهده وه. د جګړې له ځایه د نهضت سرچینو ویلي، چې په دغه جګړه کې له دواړو لوریو سپکې او درنې وسلې کارول شوي، چې له امله یې ځایي خلکو کې سخته وېره خپره کړې. نهضت له خپلو سرچینو د لږ تر لږه ۱۱ کسانو لیست ترلاسه کړی، چې له دغې جګړې وروسته لادرکه کړل شوي دي. سرچینو اټکل کړی، چې د کوېټې د هنهاوړک سیمه کې د پاکستان د نیمه پوځي ځواک (ایفسي) عسکر په شخصي لباسونو کې د ځایي خانانو او ملکانو له وسلهوالو سره په جګړه اوښتي دي. نهضت په دغه جګړه کې د ټيټيپي او د افغانستان د مخلوع حکومت د اربکیانو د ښکېلتیا راپورونه هم ترلاسه کړي؛ خو خپلواکو سرچینو تر دې مهاله دغه راپورونه نهدي تائید کړي. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 4 hours ago
کوئټه؛ په هنه اورک نښتو کې ۱۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې، ۱۸ نور نادرکه دي د بلوچستان د کوئټې ولسوالۍ د هنه اوړک په سیمه کې د وسلهوالې نښتې له امله د مرګژوبلې شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، په دې نښتو کې څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي. همدارنګه، د ۱۸ نورو کسانو د ورکېدو راپورونه هم ورکړل شوي. د پېښې د څرنګوالي او د احتمالي لاملونو په اړه لا هم بشپړ رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو تحریک طالبان پاکستان ته ځینو منسوبو رسنیو ادعا کړې چې دا نښته د ټي ټي پي او د پوځي رژیم پلوه کسانو ترمنځ روانه ده. #نهضت
See More
NAHZAT_'s tweet video.
نهضت
@NAHZAT_
about 4 hours ago
د تحریک طالبان پاکستان (TTP) اړوند رسنیو ادعا کړې چې د بلوچستان د کوئټې ښار د هُنه اوړک په سیمه کې د دوی د وسلهوالو او د پاکستان پوځي رژيم پلوه د امن کمېټې د غړو ترمنځ نښته شوې ده. یادې سرچینې ادعا کوي چې مقابل لوري ته مرګژوبله اوښتې، خو د دې ادعا په اړه تر اوسه د پاکستاني رژیم چارواکو له لوري څه نه دي ویل شوي. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 5 hours ago
د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمېسیون ویلي، تېره ورځ(یکشنبه) ۲۵۳ افغان کورنۍ، چې ټولټال ۱۲۷۹ کسان پکې شامل وو، له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو کورنیو ته د هرکلي ترڅنګ د ثبت، لومړنیو مرستو او نورو اړینو خدماتو د وړاندې کولو بهیر هم روان دی. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 5 hours ago
ویډیو: د کابل ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، امنیتي ځواکونو د یوې مېرمنې په ګډون درې تنه د جعلکارۍ په تور نیولي دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغو کسانو هڅه کوله چې د جعلي تذکرو پر بنسټ پاسپورټونه ترلاسه کړي او له هغه وروسته په غیرقانوني ډول بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري تر نیول کېدو وړاندې یې هڅه شنډه شوه. چارواکو ویلي، د نیول شویو کسانو دوسیې د قانوني څېړنو لپاره اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي. #نهضت
See More
NAHZAT_'s tweet video.
نهضت
@NAHZAT_
about 13 hours ago
د بلوچستان د سیبي په سیمه کې د برېښنا دوه مرکزي ستنې د نامعلومو کسانو له لوري د چاودېدونکو توکو په وسیله په نښه او ویجاړې شوې دي. ځايي اوسېدونکي وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې لرې سیمو ته هم رسېدلی او له پېښې وروسته د ښار او شاوخوا سیمو په ګڼو برخو کې برېښنا پرې شوې ده. د راپورونو له مخې، تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 13 hours ago
د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر: په افغانستان کې عیسویت ته د بلنې سلګونه مرکزونه تړل شوي د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي ویلي، چې د اسلامي امارت د حاکمیت له پیله تر اوسه په افغانستان کې د عیسویت ته د بلنې (تبلیغ) سلګونه مرکزونه تړل شوي دي. نوموړي دا څرګندونې له علماوو او قومي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې دي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد دیني او عقیدوي وضعیت کې بدلون راغلی او د دوی په وینا د بهرنیو تبلیغاتي فعالیتونو مخه نیول شوې ده. یادې څرګندونې په داسې حال کې شوې چې تر اوسه د دغو مرکزونو د دقیق شمېر او ځایونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي. #نهضت
See More
NAHZAT_'s tweet video.
نهضت
@NAHZAT_
about 13 hours ago
د شمالي وزیرستان د رزمک بوراخېل په سیمه کې پوځي رژیم د ډرون برید کړی، چې له امله یې د یوې بېوزلې کورنۍ څاروي په نښه شوي دي. ځايي سرچینې وايي، په دغه برید کې یوازې د څارویو زیان نه دی اوښتی، بلکې د ملکي وګړو کورونه هم اغېزمن شوي او د سیمې خلکو ته درانه مالي تاوانونه اوښتي دي. د راپورونو له مخې، برید د ملکي خلکو د وېرې او اندېښنې لامل ګرځېدلی او د سیمې اوسېدونکي د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښمن دي. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 13 hours ago
نهضت ته ځایي سرچینې تائیدوي چې د بنو - بکاخېل تحصیل د نرمي خېل په سیمه کې د پاکستاني ډرون برید له امله درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې یو پنځه کلن ماشوم هم شامل دی. سیمهییزو سرچینو ویلي، له پېښې وروسته ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
#نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 13 hours ago
ویډیو: په ټولنیزو رسنیو کې دا ویډیو لاس پر لاس او ادعا پکې کېږي؛ چې له افغانستان څخه راغلي ځینې عسکر(اربکیان) دلته په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي او د بېګناه خلکو د وژنې په ګډون د ځینو پېښو ترسره کولو کې لاس لري. دغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي. #نهضت
See More
NAHZAT_'s tweet video.
نهضت
@NAHZAT_
about 14 hours ago
د ایران د مخکیني رهبر د جنازې پر مهال، د بېلابېلو هېوادونو پلاوو ته د قرآن کریم ځانګړي آیتونه تلاوت شوي، چې پر روحاني مفهوم سربېره یې ځانګړي سیاسي پیغامونه هم لېږدول. د افغان پلاوي د ورتګ پر مهال د سورة الفتح لومړني آیتونه:﴿إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا لِّيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا وَيَنصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا﴾(سورة الفتح: ۱–۳) تلاوت شوي. ژباړه: «بېشکه موږ تا ته څرګنده بریا درکړه، ترڅو الله ستا مخکیني او وروستي (لغزشونه) وبښي، خپل نعمت پر تا بشپړ کړي، تا سمې لارې ته هدایت وکړي او په ځواکمن نصرت سره دې مرسته وکړي.» د قرانکریم په دغو مبارکو ایتونو کې د فتحې (کامیابۍ) ذکر شوی، چې دا په لوی باور د ا.ا په لاس افغانستان کې د ناټو او امریکا شرموونکې ماتې ته اشاره کوي. له دې ورهاخوا د پاکستان د پلاوي د ورتګ پر مهال د سورة النساء ۱۴۵م آیت:﴿إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا﴾(سورة النساء: ۱۴۵) تلاوت شوی. ژباړه: «بېشکه منافقان به د دوزخ په تر ټولو ټیټه طبقه کې وي، او ته به هېڅ مرستندوی ورته ونه مومې.» د قران کریم دې مبارک ایات کې د منافقت پایلو ته اشاره شوې هغه څه چې د پاکستاني چارواکو ترمنځ عام دي او تر دې وړاندې د ایران د امنیت شورا له خوا هم ورته اشاره شوې. اسلاماباد کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو پر مهال د ایران د امنیت شورا ویاند په توندو څرګندونو کې پاکستان په دوه مخۍ تورن کړی و او ویلي یې وو چې دغه هېواد په پټه د امریکا پلوي کوي. د پاکستان پلاوي ته د پورته ذکر شوي ایت شریف تلاوت په ټولنیزو رسنیو کې د کاروونکو ترمنځ ډېر لاس په لاس شوی او ډېرو خلکو د ایران دا پیغام ستایلی دی. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 15 hours ago
بریتانوي چارواکي هڅه کوي ۷۳ کلن پاکستانی جنسي مجرم شبیر احمد، چې د ماشومانو د جنسي استثمار د یوې بدنامې ډلې مشر بلل کېږي، له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته پاکستان ته ولېږي، خو د ۱۹۷۱ کال د کډوالۍ قانون یې د ایستلو پر وړاندې قانوني خنډ ګرځېدلی دی. د راپورونو له مخې، شبیر احمد د ماشومانو د جنسي تېري او استثمار په څو قضیو کې محکوم شوی او په ۲۰۱۲ کال کې ورته ۱۹ کاله بند سزا ورکړل شوې وه. د بریتانیا حکومت ویلي چې د هغه د ایستلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دی، خو دا قضیه لا هم د قانوني محدودیتونو له امله نه ده حل شوې. د بریتانیا لومړي وزیر حکومت هم ټینګار کړی چې د بهرنیو مجرمانو د ایستلو لپاره پر بېلابېلو لارو کار روان دی، خو د زیانمنو ماشومانو ځینې کورنۍ وایي د نوموړي له خوشې کېدو وروسته د خپل امنیت په اړه اندېښمنې دي. #نهضت
See More
نهضت
@NAHZAT_
about 16 hours ago
د هېواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د شهید مولوي محمد امین دارالعلوم څخه لیدنه کړې. دفاع وزارت وایي، دې سفر کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم د ښاغلي مجاهد ملتیا کوله. د هېواد دفاع وزیر، د یاد دارالعلوم له مسؤلینو، استادانو او زده کوونکو سره کتنه کې د دیني زده کړو د پیاوړتیا، د علمي کچې د لوړولو او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی دی. ښاغلي وزیر دغه راز د یاد دارالعلوم د ښوونکو او زدهکوونکو ستونزې اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی. نوموړي دغه راز د دیني علماوو او مدرسو رول د ټولنې په فکري او اخلاقي روزنه کې مهم بللی او ویلي یې دي چې افغان حکومت به د دیني مدرسو د پرمختګ او ملاتړ لپاره خپلې همکارۍ دوامداره وساتي. #نهضت
See More
Last Seen Users on Sotwe
Young
Seen from
Pakistan
أّلَفُـرعٌوٌنِ أّلَسِـأّفُـلَ♠😈pharaoh
Seen from
Switzerland
penikmat jav++
Seen from
Indonesia
Tubewell Videos
Seen from
Pakistan
Kate Karsyn
Seen from
Germany
ヤイ
Seen from
United States
Nepali Kanda Group
Cem
Seen from
Turkey
AlSAFFEL🔥
Seen from
Egypt
imanmelayang🔥
Seen from
Malaysia
Trends for you
1
England
Under 10K tweets
2
Andreina
Under 10K tweets
3
Bellingham
Under 10K tweets
4
#HOTD
Under 10K tweets
5
#MEXENG
Under 10K tweets
6
Pickford
Under 10K tweets
7
$ZBCN
Under 10K tweets
8
Aaliyah
Under 10K tweets
9
Quiñones
Under 10K tweets
10
Rhaenyra
Under 10K tweets
Most Popular Users
1
Elon Musk
@elonmusk
240.7M followers
2
Barack Obama
@barackobama
119.2M followers
3
Donald J. Trump
@realdonaldtrump
111.7M followers
4
Cristiano Ronaldo
@cristiano
110.9M followers
5
Narendra Modi
@narendramodi
107M followers
6
Rihanna
@rihanna
97.7M followers
7
NASA
@nasa
92.2M followers
8
Justin Bieber
@justinbieber
91M followers
9
KATY PERRY
@katyperry
87.8M followers
10
Taylor Swift
@taylorswift13
81.7M followers
11
Lady Gaga
@ladygaga
73.2M followers
12
Virat Kohli
@imvkohli
70.1M followers
13
Kim Kardashian
@kimkardashian
69.9M followers
14
YouTube
@youtube
68.7M followers
15
Bill Gates
@billgates
64M followers
16
Neymar Jr
@neymarjr
62.9M followers
17
The Ellen Show
@theellenshow
62.4M followers
18
CNN
@cnn
61.9M followers
19
Selena Gomez
@selenagomez
60.9M followers
20
X
@x
60.8M followers
Olivia
Online
✨
⭐
💫