موږ په واضح ډول وایو:
د طالبانو ملاتړي، د تروریزم ملاتړي دي.
هغه څوک چې د پردیو په مرسته افغانستان ته د “ازادۍ” تر نوم لاندې راځي،
نه د منلو وړ دي او نه د باور وړ.
ازادي د پردیو په لاس نه راځي٬
ازادي د خپلو مټو، خپلو قربانیو او د خپل ولس د کلکې ارادې له لارې ترلاسه کېږي.
موږ، د متحدې جبهې مبارزین او د تېر نظام سرتېري، پر خپل هوډ ولاړ یو:
دا وطن به د همدې ظالمې او قاتلې ډلې له منګولو څخه پخپله آزادوو.
پردي لاسونه تل د ورانۍ سبب ګرځي،
او دا وطن به یوازې د خپلو اصلي بچیانو له خوا وژغورل شي او تر ازادۍ به ورسېږي.
لکه څنګه چې د متحدې جبهې مشر، جنرال سمیع سادات وایي:
د ازادۍ لار له افغانانو تېرېږي، نه له پردیو.
خدای ، وطن، آزادی
@SayedSamiSadat@afgunitedfront
An Afghan man who served alongside US special forces and fled his native country after its takeover by the Taliban died over the weekend shortly after being detained by immigration authorities, according to his family and an advocacy group. https://t.co/doW0dhmfZG
د تاریخ په دې حساس پړاو کې موږ نور د چوپتیا توان نه لرو. زموږ د زغم حد پای ته رسېدلی، او اوس د حساب وخت رارسېدلی دی.
طالبانو ته په ښکاره او بې له کوم شک وایو:
تاسو که هر څومره په غارونو او تیارو کې ځانونه پټوئ، پوه شئ—همدا پټنځایونه به مو په قبرونو بدل شي. تېښته مو نجات نه دی، بلکې د پای پیل دی!
موږ دا جګړه نیمګړې نه پرېږدو—
موږ به تاسو هم ختموو، ستاسو ظلم به هم پای ته رسوو، او دا وطن به بېرته د خپلو اصلي بچیانو لاس ته ورځی.
او هغو ته چې له شا نه اور بلوي:
موږ هر څه وینو، هر څه درک کوو—او ځواب به یی په وخت سره ورکوو، داسې ځواب چې تاریخ به یې یاد ساتي.
دا ملت نور نه ماتیږي، نه وېرېږي، او نه تسلیمېږي!
موږ ولاړ یو—په ایمان، په غیرت، او په نه ماتېدونکې اراده!
یا به عزتمن ژوند کوو، یا به په ویاړ سره تاریخ لیکو!
خدای ، وطن، آزادی
@afgunitedfront@SayedSamiSadat
The ruler over Kabul is also from Punjab, and the bombings are carried out by Punjab as well. But these days will not last forever; history changes, and both the rulers and the perpetrators of these brutal acts will surely face justice.
کابل باندې حاکم هم پنجاب دی او بمبار هم پنجاب کوي. خو دغه ورځې به تل نه وي، تاریخ بدلیږي، او د دغه وحشي کړنو سزا به واکمن او بمبار کوونکي دواړو حتمن ويني.
A list should be compiled of those Afghans who live in Canada, the United States, and Europe but openly support the Taliban and even endorse their suicide attacks. This list should be submitted to international intelligence and government agencies.
️ مهم خبرداری!
شاوخوا پنځه زره جعلي حسابونه پېژندل شوي چې د طالبان د استخباراتي شبکو له لوري تمویل او اداره کېږي. دغه شبکه د ملي شتمنیو له چور څخه ترلاسه شوو عوایدو او مشکوکو استخباراتي پیسو په وسیله مالي ملاتړ ترلاسه کوي او منظم ډول فعالیت کوي.
له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې د دغو حسابونو پر ضد ملي، تفرقهاچوونکو او تخریبي محتوا ته جدي پام وکړي او د هر ډول اوازو او منفي تبلیغاتو په خپرولو کې له احتیاطه کار واخلي.
له ترهګریزو «ټرول» حسابونو څخه ځانونه وساتئ او د هر مطلب له شریکولو مخکې یې سرچینه وڅېړئ.