د مسلم آباد سيمې اوسېدونکو ته پخوا د عبدالحق مېنې د اوسېدونکو په نوم میټرونه وېشل شوي او مزي تېر شوي وو چې دا يو غير قانوني او د برښنا شرکت د پالیسۍ خلاف عمل دی.
د ننګرهار برښنا شرکت رئيس له دوی سره ژمنه وکړه چې ستونزې ته به ژر رسیده ګي وکړي او د برښنا نوې شبکه به ورته جوړه کړي.
د نغلو د برښنا کوټ تخنیکي ستونزه چې وارداتي برښنا هم ورسره پرچاو شوې وه، د حل کېدو په حال ده او ټولو سيمو ته به ډېر ژر د برښنا جریان بېرته پيل شي، ان شاء الله.