د چاپېریال پاکوالی؛ د اسلام له نظره د ولس او حکومت ګډ مکلفیت
اسلام یو بشپړ او هراړخیز دین دی، چې د انسان د ژوند هېڅ اړخ یې له پاملرنې نه دی غورځول��. د عباداتو تر څنګ، اسلام د اخلاقو، ټولنیز نظم، د کور او چاپېریال د ساتنې په اړه هم روښانه لارښوونې لري. پاک چاپېریال د روغ صحت، سالم ژوند او ټولنیزې سوکالۍ بنسټ دی، ځکه نو اسلام د چاپېریال پاکوالی یو ديني او اخلاقي مسئولیت ګڼي.
نظافت؛ د ایمان برخه:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«الطُّهُورُ شَطْرُ الإِيمَانِ»
(رواه مسلم، حدیث: ٢٢٣)
ژباړه: پاکوالی د ایمان نیمه برخه ده.
دا حدیث څرګندوي چې نظافت یوازې یو عادي عادت نه، بلکې یو ایماني ارزښت دی. مسلمان مکلف دی چې خپل بدن، جامې، کور او چاپېریال پاک وساتي، ځکه دا د ایمان له نښو څخه ده.
د چاپېریال ککړول؛ شرعاً ناروا عمل:
اسلام د هر هغه عمل مخه نیسي چې نورو ته زیان ورسوي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«لا ضَرَرَ وَلا ضِرَارَ»
(رواه ابن ماجه، حدیث: ٢٣٤٠ – صحیح)
ژباړه: نه ځان ته زیان رسول روا دي او نه بل چاته.
د لارو، کوڅو، جوماتونو او عام�� ځایونو ناپاکول، د ناروغیو د خپرېدو او د خلکو د اذیت سبب ګرځي، چې دا ټول د شریعت له نظره حرام او ګناه کارونه دي.
د لارې پاک ساتل؛ صدقه ده
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ»
(متفق علیه: بخاري ٢٩٨٩، مسلم ١٠٠٩)
ژباړه: له لارې څخه د ضرري شي لرې کول صدقه ده.
دا حدیث ښيي چې د چاپېریال پاکوالی یوازې ټولنیز خدمت نه، بلکې د ثواب ستر عمل دی.
طبیعت؛ الهي امانت:
الله تعالی انسان ته ځمکه د امانت په توګه سپارلې ده او فرمایي:
﴿وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا﴾
(سورة الأعراف: ٥٦)
ژباړه: او په ځمکه کې له سمون وروسته فساد مه کوئ.
د اوبو ککړول، د هوا چټلول، ځنګلونه وهل او د طبیعي سرچینو ضایع کول هم هغه فساد دی چې اسلام ترې منع کړې ده.
د کور او چاپېریال پاکوالی؛ اسلامي ځانګړنه:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«طَهِّرُوا أَفْنِيَتَكُمْ، فَإِنَّ الْيَهُو��َ لَا تُطَهِّرُ أَفْنِيَتَهَا»
(رواه الطبراني في المعجم الأوسط: ٤٠٥٧)
ژباړه: خپل انګړونه پاک وساتئ، (د سهودو په څېر مه اوسئ) ځکه یهود خپل انګړونه نه پاکوي.
دا حدیث ښيي چې د مسلمان ځانګړنه پاکوالی او صفايي ده.
پاکوالی؛ د ټولنې ګډ مسئولیت:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»
(متفق علیه: بخاري ٨٩٣، مسلم ١٨٢٩)
ژباړه: تاسو ټول مسئول یاست، او هر یو به د خپل مسئولیت په اړه پوښتل کېږي.
نو د چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت کار نه، بلکې د ټولنې د هر فرد ګډ مسئولیت دی.
د حکومت مسئولیت؛ د نظافت ترویج:
کله چې حضرت عمر رضی الله عنه، ��بو موسی اشعري رضی الله عنه بصرې ته د والي په توګه ولېږه، هغه خلکو ته وویل:
«إِنَّ أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ بَعَثَنِي إِلَيْكُمْ لِأُعَلِّمَكُمْ سُنَّتَكُمْ، وَأَنْظِفَ طُرُقَكُمْ»
(مصنف ابن أبي شيبة: ٢٥٩٢٤ – إسناده صحيح)
ژباړه: امیر المؤمنین زه تاسو ته استولی یم چې ستاسو سنت در وښیم او لارې مو پاکې کړم.
یاد حدیث دا څرګندوي چې اسلامي حکومت د خلکو د دیني تربیې تر څنګ د عامه نظم او پاکوالي مسئولیت هم لري.
د اسلامي امارت مسئولینو ته په کار ده چې د خپلو مسئولیتي ساحو نظافت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، عملي برنامې ولري او خلک د لارو، کوڅو، پارکونو، دفترونو او عامه ځایونو پاکوالي ته وهڅوي. دا کار به د اسلامي حکومت یو مثبت، عملي او روښانه انځور وړاندې کړي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیفاتو په رابطه له بهرني شرکت سره قرارداد او د محیط زیست ادارې له اړونده ادارو سره ګډ تصمیم نیولو سره به ان شاء الله د کابل ښار نظافت نور هم ښه او د هوا ککړتیا نوره هم کمه شي.
دا کار عامه پوهاوي ګډو هڅو او د اړونده ��دارو له لارې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
الله تعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې د خپل ایمان، ټولنې او چاپېریال حق په سمه توګه ادا کړو، او ډېر ژر له هر ډول ککړتیا پاک او سالم چاپېریال ولرو. آمین یا رب العالمین.
له تاریخي عبرتونو څخه:
��ر هغه حکومت چې پر افغانانو تپل شوی او یا له بهره راوارد شوی دی، هغه حکومت ناکام شوی او هېواد ته هم په زیان تمام شوی. خو کوم حکومتونه چې خپله د افغانانو په خوښه، بې د پردیو له لاسوهنې جوړ شوي دي، هغو بیا د خلکو ریښتینی استازیتوب کړی، هېواد یې سم چلولی چې د ښو خدمتونو او پرمختګونو ویاړونه یې تاریخونو محفوظ ساتلي دي.
له تاریخ څخه جوته شوې چې د پردیو په لاسوهنه جوړ شوي حکومتونه په افغانستان کې کله هم نه دي بریالي شوي. که څه هم ډېرې خبرې یې کړي او د بدلون او پرمختګ شعارونه یې زمزمه کړي، خو په عمل کې یې څه نه دي کړي. ځینې خو دومره پر پردیو ولاړ وو چې د خپل ولس ګټې یې هېرې کړ�� وې او د نورو ګټې یې پاللې. هېواد ته یې پرېمانه ناخوالې را وارد کړي، ځکه نو خلکو هم نه دي منلي، مخالفت یې ورسره کړی، او بالاخره له بد انجام سره مخ شوي دي.
خو برعکس، هغه حکومتونه چې د افغانانو د خپلې ارادې له مخې جوړ شوي دي، د وړ قیادت او مثبت فکر له امله خلکو پرې باور کړی او د خلکو د کلک ملاتړ څخه برخمن شوي. د خلکو د غولولو، تشو خبرو او د��ه مخي چلند اړتیا یی نه ده محسوس کړې.
دغه ډول حکومتونو د پردیو مرستو ته لاس نه دی نیولی او نه ورته انتظار پاتې شوي، بلکې له خپلو امکاناتو یې سمه ګټه اخیستې ده. په لږ وخت کې یې هېواد ته هر اړخیزه خپلواکي، یووالي، عزت، نظم، عدالت او ثبات ډالی کړی او د پرمختګونو لاره یې پرانیستې ده. چې غوره مدیریت، خدمتونه او لاسته راوړنه یې د افغانستان او آن د اسلامي نړۍ د تاریخي ویاړ سبب ګرځېدلې دي.
الحمدلله، د افغانستان اسلامي امارت هم د خپل ولس د قربانیو پایله کې رامنځته شوی. د خلکو په ملاتړ یې امنیت ټینګ شوی، نظام یې ورځ تر بلې قوي کېږي او د خپلو امکاناتو په مټ د پرمختګ په لاره روان دی. چې دا د خلکو باور لا زیاتوي او د افغانانو هیلې ژوندۍ ساتي.
از عبرتهای تاریخ:
هر حکومتی که بر مردم افغانستان تحمیل شده یا از بیرون به این کشور آورده شده است، ناکام بوده و به کشور نیز آسیب رسانده است. اما حکومتهایی که با خواست خودِ افغانها و بدون دخالت بیگانگان شکل گرفتهاند، توانستهاند نمایندگی واقعی مردم را انجام دهند و کشور را بهدرستی اداره کنند؛ بهگونهای که افتخاراتِ خدمت و پیشرفتهای آنها در تاریخ ثبت و محفوظ مانده است.
تاریخ بهروشنی نشان میدهد که حکومتهایی که با دخالت بیگانگان ساخته شدهاند، در افغانستان هرگز موفق نبودهاند. هرچند حرفهای زیادی زده و شعارهای تغییر و پیشرفت سر دادهاند، اما در عمل کاری انجام ندادهاند. برخی از آنها آنقدر به بیگانگان وابسته بودند که منافع ملت خود را فراموش کرده و منافع دیگران را دنبال میکردند. این حکومتها مشکلات و بدبختیهای زیادی برای کشور بهوجود آوردند؛ به همین دلیل مردم آنها را نپذیرفتند، با آنها مخالفت کردند و در نهایت خودشان نیز به سرنوشت بدی دچار شدند.
در مقابل، حکومتهایی که بر اساس ارادهٔ خودِ افغانها بهوجود آمدهاند، بهدلیل رهبری شایسته و فکر درست، اعتماد مردم را بهدست آورده و از حمایت قوی مردمی برخوردار بودهاند. آنها نیازی به فریب مردم نداشتند، نه حرفهای پوچ میزدند و نه رفتار دوگانه داشتند.
چنین حکومتهایی دست نیاز بهسوی کمک بیگانگان دراز نکردند وبه انتظار ماندند، بلکه از امکانات خود بهدرستی استفاده کردند. در مدت کوتاه، کشور را به سوی استقلال، وحدت، عزت، نظم، عدالت و ثبات بردند و راه پیشرفت را باز کردند؛ بهگونهای که مدیریت درست، خدمات و دستاوردهایشان باعث افتخار تاریخ افغانستان و حتی جهان اسلام شده است.
الحمدلله، امارت اسلامی افغانستان نیز در نتیجهٔ قربانیهای مردم خود بهوجود آمده است. با حمایت مردم، امنیت آن تأمین شده، نظام روزبهروز نیرومندتر میشود و با تکیه بر امکانات خود در مسیر پیشرفت حرکت میکند؛ امری که اعتماد مردم را بیشتر کرده و امیدهای افغانها را زنده نگه میدارد.
١/٢: هر څوک چې د سلطان او شرعي امیر د اطاعت له رسۍ غاړه باسي:
له غم سره به مخ کيږي.
ناهيلۍ ته به غېږ ورکوي.
او د خپل ځان په اړه دې د سختو حالاتو انتظار باسي.
(سحر البلاغة وسر البراعة عبد الملك بن محمد بن إسماعيل أبو منصور الثعالبي (ت ٤٢٩هـ)).