څه چې د دولت دي؛ هغه بیت المال دی، د اسلامي نظام په شتون کې محفوظ دی، او څوک چې یې د قوم، سمت، جهاد، سیاست، مذهب، اکثریت، اقلیت یا بست په نوم تلف کوي د ملت له کور سره خیانت کوي، د ملت پر حکومت حق جوړیږي تر څو یې ترې ورته را واخلي.
ایا دا مصلحت نه دی؟ امن په رشوت نه راځي.
که د افغانستان تاریخ ولولو، یوه خبره پکې بیا بیا تکرارېږي: دا ملت د بل جبر او اشغال منلو ته نه دی پیدا شوی. هر زبرځواک چې د افغان ملت د ماتولو هڅه کړې، له داسي غبرګون سره مخ شوی چې تر نن پوري پښماني حس کوي او خپله ماتې مني. نن هم د افغان ملت د تاريخ يوه زرينه ورځ ده.
#August31