که ادرار مو غیر عادي رنګ، بوی سوی یا درد ولري او ژر ژر ادرار ته اړتیا پيدا کوي.که د پوښتورګي په برخه کې درد لرئ.
که د نا مالوم علت له کبله تبه لرئ، پوښتورګی هم باید معاینه شي ځکه ډير وختونه د پوښتورګي چرک او د تیږو شتون د تبې سبب کېږي.
که د پوښتورګي تیږه کلسیمي یا فاسفوري جرړه ولري او یا په دې سیمه کې د پوښتورګو د دا ډول تیږو شتون معمول وي نو د شیدو او لبنیاتو په خوړلو کې باید احتیاط وکړو.