بلوچ ازاديغوښتونکو د بلوچستان په ګوادر ښار کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر کمپ د موټر بم برید کړی او وروسته له پاکستاني ځواکونو سره نښته شوې ده. همداراز، د ایران او پاکستان پر پوله د یوې ګمرکي دروازې د نیولو ادعا هم شوي ده.
د برشنا شرکت رئیس ملا عبدالحق همکار او د عزیزی انرژۍ شرکت رئیس میرویس عزیزی په دوبۍ کې د افغانستان د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژې د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
د دې پروژې موخه د دولتي او خصوصي سکټور ترمنځ همکاري پیاوړې کول او د افغانستان د برېښنا تولید ظرفیت لوړول دي.
رویټرز: د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د سېشنبې په ورځ تهران ته سفر وکړي.
نوموړي تر دې مخکې هم د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمولو او د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د خبرو لپاره تهران ته سفر کړی و.