بیتونه
د علم دروازې لا هم تړلي دي حاجي!
بېګاه مې کتابچې راته ژړلي دي حاجي!
دا خلک به د قتل ګواهي را باندې وايي
پۀ ستوني کې مې ډېر الفاظ وژلي دي حاجي!
ايله مې ژوند ته وخندل ايله مې سکون وموند
غمونه مې وجود باندې وېشلي دي حاجي!
ټوېټر اکاونټ مې نوی جوړ کړی دی، یو رېټويټ راته وکړئ
غيرت به دا وي او پښتو به خلک هم وايي
پــــښتو به تـــش دلته د نورو په رقم وايي
ته کـــه خبرې دلتـه هر څومـــره بربادې وکــړې
څو چاپلوسان به درته وايي چې خان سم وايي
زما خو دغه نرخ کې خداى شته چې زړه نشته ورته
دا ســوداګر د اوښکــــو دغه قيمت کم وايــــي
رېټويټ مو هېر شي.
#امېل