یو ځل بیا په ټینګه وایم چې د ایران د اسلامي جمهوریت نه بدلیدونکی سیاست، د امام خمیني (ره) او شهید قائد خامنه اي د لارې په دوام کې، د صهیونسټي- امریکایي دښمن پر وړاندې له مقاومته د ملاتړ پر دوام ولاړ دی.
✍️ د غدیر اختر، د اسلامی انقلاب د بنسټګر امام خمیني (ره) د رحلت د اوه دېرشم تلین او د ایت الله شهید سید علي خامنه اي د رهبرۍ د پېل د کلیزې په مناسبت د اسلامی انقلاب د رهبر ایت الله سید مجتبی خامنه اي پېغام
#مجتبی_خامنهای#ایران#Iran#Khamenei
کوم یو لوی طاقت کولی شول یو خوبیولی او د استعمار له خوا مسحور شوی ولس په داسې شرایطو کې چې په هر ځای کې په لویدیځ پورې پییلتیا موجوده وه، رابېداره کړي؟ هو دا لوی خمیني او شهید خامنه اي و چې دغه وړتیا او چمتووالی یې د ایران په شریف ولس کې کشف او ژوندی کړ.
د خدای لپاره قیام، د امام خمینی (ره) د مکتب بنیاد دی او د هغوي د وجود یو له مهمو برکاتو، اثارو، هدایت او تربیت او پر ټولنې حېرانوونکی اثر د همدې بنیاد په اساس دی.
مجموعهی بیانات و مکتوبات ده سالهی امام خمینی (ره) بنیانگذار جمهوری اسلامی و سیوشش سالهی رهبر شهید، گنجینهی ارزشمند و بیبدیلی برای همه و چراغ راه مسیر آینده است.
سږ کال د غبرګولي لومړۍ څوارلسمه نېټه ده چې د امام خمیني (ره) د مکتب وفادار او تکړه ملګری، د اسلامي انقلاب شهید رهبر آیت الله سید علي خامنه اي، د الهي مېلمستیا مېلمه ګرځېدلی او د هغوي د باصلابته غږ او حکیمانه او پوخ کلام اواز د امام په سپېڅلي حرم کې نه اورېدل کیږی.
خبیث دښمن له وسله والو ځواکونو سره په مقابله کې ماته خوړلې او هم په پوځي ډګر او هم د واټونو او چوکونو په جنګ کې له یو سخت ګوزار سره د مخامخېدو په وجه یو ژور او معناداره سپکاوی تجربه کوي.