د پروان والي الحاج الشیخ عزیزالرحمن منصور د قطر له سفیر، ډاکټر مردف بن علي القاشوطي، سره په لیدنه کې د پروان د عمومي، امنیتي او ټولنیز وضعیت، تاریخي او فرهنګي ظرفیتونو او د افغانستان او قطر ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. د قطر سفیر د سفر په ترڅ کې د پروان له یو شمېر تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه هم لیدنه وکړه.
خلیفه صاحب سره د پوهنتون محصلینو بې سارې مینه! ❤️
نن د خوست شیخ زاید پوهنتون د زرګونو محصلینو ځانګړې غونډې ته خلیفه صاحب هر اړخیزه او اغیزناکه وینا وکړه.
په دې ستره غونډه کې د محصلینو له لوري د خلیفه صاحب تود هرکلی او له هغه سره څرګنده مینه او لیوالتیا د پام وړ وه، د غونډې فضا له مینې، شور او احساساتو ډکه وه او زرګونو کسانو په ګډه د خلیفه صاحب د وینا او حضور هرکلی وکړ.
د خلیفه صاحب دا مهمه او هر اړخیزه وینا به لږ وروسته په بشپړ ډول خپره شي.