پاکستان د لاریونونو له سترو ننګونو سره مخ دی
د پاکستان په اسلاماباد کې د ریډ زون کې کانټینرونه د اوسپنیزو پټو او سیخونو په وسیله یو له بل سره ویلډ کېږي، څو د اعتراضونو پر مهال یې له خپل ځایه لیرې کول ستونزمن شي.
دا اقدامات په اسلاماباد کې د پلان شویو سیاسي لاریونونو...۲/۱
#کشمیر کې لاريونوالو د پاکستان ضد شعارونه ورکړي!
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې لسګونه کسان د شپې له مشالونو سره سړکونو ته راوتلي او د پاکستان حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لاریونکوونکي د مشالونو په رڼا کې د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
په پاکستان کې اسلامي نظام نشته!
د خیبر پښتونخوا یوه دیني عالم ویلي، په افغانستان کې د سندرو او شرابو په اړه سخت محدودیتونه شته، خو په پاکستان کې دا کارونه په ښکاره ترسره کېږي.
نوموړي ادعا کړې چې پاکستان نه اسلامي نظام لري او نه اسلامي قوانینو ته ژمن دی.