Home
Language
English
Türkçe
Bahasa Indonesia
About
Privacy Policy
Terms of Service
Pricing
Sign In
Download All
Share
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
د پکتيا ولايت د مهمو پېښو، کره، پر وخت، موثق خبرونه او د ولايت مقام ورځني فعاليتونه
Afghanistan
Joined October 2022
95
Following
8.5K
Followers
2.1K
Posts
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
27 days ago
د پکتيا مرکز ګرديز اړوند ابده کي سيمې ته د سړک جوړولو چارې پيل شوې. نېټه ۱۴۴۷/۱۲/۲۳ھ.ق د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد د هدايت پر اساس، د مرکز ګردېز اړوند ابدهکي سياحتي سيمې ته د نوي سړک د جوړولو چارې پيل شوې. دغه سړک اووه کيلومتره اوږدوالی او اته متره سور لري، چې د نوي مسير تېرولو، کټينګ، پلچکونو جوړولو، هموارکارۍ او جغل اچونې چارې يې د ولايت مقام تر چتر لاندې د اضطراري کمېټې له لوري پيل شوې دي. د يادې پروژې پر پلي کېدو شاوخوا څلور ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د سړک له جوړېدو سره به د سيمې اوسېدونکو او ابدهکې ته د ورتلونکو سيلانيانو لپاره د تګ راتګ اسانتياوې رامنځته او سرک به د سيلابي اوبو د احتمالي زيانونو څخه وژغورل شي. د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
27 days ago
د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور "دين پرور" د احمدخېلو ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل. نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ.ق د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور په خپل کاري دفتر کې د احمدخېلو ولسوالۍ لۀ یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د سیمې اړوند پر مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې. په دې لیدنه کې مرستیال والي قومي مشرانو ته په وینا کې وویل، د الله تعالی پر نصرت او مرسته باور او توکل د بریالیتوب او اسانتیاوو لامل ګرځي. نوموړي زیاته کړه، که هر څوک خپل مسئولیتونه په اخلاص، صداقت او امانتدارۍ سره ترسره کړي، نو ټولنه او ولایت به له ګڼو ستونزو او مشکلاتو څخه خوندي پاتې شي. هغه همدارنګه د امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷مې ګڼې فرمان د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، د یاد فرمان پلي کېدل به ټولنه له ناوړه دودونو او ناسمو رواجونو څخه وژغوري او د خلکو ژوند به د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سم تنظیم شي. نوموړي زیاته کړه چې ټولې شخړې، معاملې او ستونزې باید د قرآن کریم او اسلامي اصولو له مخې حل او فصل شي. مرستیال والي وویل: «که څه هم زه د ولایت مقام د مرستیال په توګه دنده ترسره کوم، خو په حقیقت کې ځان د دې ولس خادم او عسکر ګڼم.» په همدې حال کې راغلو قومي مشرانو د اسلامي نظام له کړنو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې اسلامي نظام د مظلومانو غږ اورېدلی، عدالت یې تأمین کړی او د خلکو د ستونزو حل ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده. د غونډې په پای کې د ولسوالیو چارو کارپوه مولوي محمد حسین "خالد" د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د نويو ټاکل شویو ملکانو لپاره د کلي د ملک د ټاکنې، دندو او فعالیتونو اړوند لارښود تشریح او لازم معلومات وړاندې کړل. د پکتیا ولایت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
29 days ago
د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور د مرکز ګردېز اړوند له یو شمېر قومي سپینږیرو سره وکتل. یکشنبه ۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ.ق د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور د مرکز ګردېز اړوند د لکړۍ سیمې له یو شمېر قومي سپینږیرو او اوسېدونکو سره وکتل. په دغه لیدنه کې د لکړۍ سیمې اوسېدونکو خپلې سیمهییزې ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې د پکتیا له مرستیال والي سره شریکې کړې. دوی وویل، چې په تېرو کلونو کې یې سیمې ته لازم پرمختیایي خدمات نه دي رسېدلي، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغوی د ولایت مقام څخه وغوښتل، څو د پرمختیایي چارو په برخه کې دې سیمې ته لا زیاته پاملرنه وشي. دغه راز قومي مشرانو ډاډ څرګند کړ، چې د تل په څېر به د مشرتابه حفظهالله د فرامینو د تطبیق، د نظام د پیاوړتیا او نورو برخو کې له خپلو مسؤلینو سره همکار پاتې شي. وروسته د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور د ولسونو د پخوانیو همکاریو، قربانیو او خدمتونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې مسؤلین به هېڅکله خپل ولسونه هېر نه کړي. مرستیال والي وویل، چې د پکتیا والي صاحب د ولسونو د ستونزو د اورېدو او له نږدې ارزونې په موخه ټولو ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل، ترڅو د خلکو ستونزې واوري او د مشرتابه حفظهالله فرامین ورته ورسوي. نوموړي دغه اقدام د نظام او ولس ترمنځ د پیاوړي پیوستون، همغږۍ او یووالي څرګندونه وبلله او ډاډ یې وکړ، چې د متوازنې پراختیا اصل ته په کتو به د ولسونو غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه کېږي. مرستیال والي صاحب یو ځل بیا د قومونو ترمنځ پر خپلمنځي یووالي، همغږۍ او د مشرتابه حفظهالله د ۱۷مې ګڼې فرمان پر غوره تطبیق ټینګار وکړ. پکتیا ولایت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور "دين پرور" د ۱۴ ولسوالیو له مرستیالانو سره وکتل. نیټه۱۴۴۷/۱۲/۲۰ھ.ق د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور د یاد ولایت د ۱۴ ولسوالیو له مرستیالانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ولسوالیو د عمومي وضعیت، شته ستونزو او ولسونو ته د خدمتونو د لا ښه والي په تړاو یې ورسره خبرې وکړې. په غونډه کې د ولسوالیو مرستیالانو په خپلو اړوندو سیمو کې د روانو خدماتو، ولسونو ته د اسانتیاوو برابرولو، د امنیتي وضعیت او د خلکو د غوښتنو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغوی وویل، هڅه کوي چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، د مشرتابه حفظه الله د فرامینو، اصولو او نافذه قوانینو د تطبیق ترڅنګ، خلکو ته غوره او اغېزمن خدمات وړاندې کړي. ورته مهال د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور د مسؤلینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې ولسونه لا ډېرو خدمتونو، پاملرنې او شفقت ته اړتیا لري، نو بايد مسولين ولسونو ته د سهولتونو د برابرولو په برخه کې غښتلې هڅې وکړي. مرستيال والي صاحب د شته ستونزو او مشکلاتو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او د خدماتو د لا ښه والي لپاره یې د ولسواليو مرستيالانو ته لازمې سپارښتنې وکړې. د پکتیا ولایت رسنیز دفتر
See More
Who to follow
Muhammadullah Qani محمد الله قانع
@Hafizqani
اللهم انصر الإسلام والمسلمين، اللهم انصر المجاهدين في كل مكان!
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت
@MRRDOFFICIAL
Ministry of Rural Rehabilitation & Development/ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت / وزارت احیاء و انکشاف دهات ایمل آدرس:
[email protected]
عبدالنافع ټکور
@Takor786
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
د پکتیا ولایت فرضي کرښې ته څېرمه په ځاځي اریوب او ډنډې پټان ولسوالیو کې د پیل شوو پروژو د چارو پر ګړندي کېدو ټينګار وشو. نېټه ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ھ.ق د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد د فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو لپاره د پیل شوو پروژو د تطبیق او پرمخ وړلو کمېټې له غړو سره په لیدنه کې د یادو پروژو د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ. سږ کال په پکتیا ولایت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شفقت پر بنسټ، فرضي کرښې ته څېرمه د پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په ځاځي اریوب او ډنډې پټان ولسوالیو کې په بېلابېلو برخو کې ۲۴ پروژې پیل شوې دي. د يادو پروژو د تطبیق او پرمختګ په تړاو انجینر عبید د پکتیا والي صاحب ته معلومات وړاندې کړل او د چارو د روان وضعیت په اړه یې وضاحت ورکړ. پکتیا والي د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، څو یادې پروژې په بشپړ معیاري ډول او ټاکلي وخت کې بشپړې کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د اساسي خدمتونو برابرول د ا.ا.ا له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. په غونډه کې د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور هم ټینګار وکړ، چې د قراردادي شرکتونو له مسؤلینو سره به د چارو د ګړنديتوب پۀ موخه ځانګړې غونډه ترسره شي، څو پروژې په معیاري ډول تطبیق شي. هغه زیاته کړه، چې د پروژو د چارو څارنه او نظارت به په دوامداره توګه ترسره کېږي. د پکتیا ولایت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
#ټاکنه
مولوي محمد عالم "رهبر" د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د نوي رئیس پۀ توګه معرفي شو. نېټه۱۴۴۷/۱۱/۱۴ھ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس، مولوي محمد عالم "رهبر" د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئیس په توګه ټاکل شوی، چې نن ورځ په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دینپرور لۀ لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په غونډه کې د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دینپرور د اطاعت، دندو ته د ژمنتیا، مسؤلیتپالنې او د اسلامي نظام د ارزښتونو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه، د مخکیني رئیس کړنې یې وستایلې او نوي رئیس ته یې د ولایت مقام له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. همداراز، په غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د تفتیش او بررسۍ رئیس مفتي فیض محمد د تغیر او تبدیل په اړه خبرې وکړې او نوو ټاکل شویو مسؤلینو ته یې د ښو خدمتونو او بریالیتوب دعا وکړه. مولوي محمد عالم "رهبر" له دې وړاندې د پروان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمریت د آمر په توګه دنده ترسره کوله. د یادونې وړ ده چې د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم له مخې، د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست مخکینی رئیس مفتي نصیر احمد تائب د پروان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د آمر په توګه ټاکل شوی دی. د پکتیا ولایت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز او ۱۴ ولسوالیو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ په بشپړ امن، ډاډ او خوښۍ سره پای ته ورسېده. ۱۴۴۷/۱۲/۱۰ د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد ور سره د امارتي ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر هېوادوالو د امن پۀ فضا کې د لوی اختر لمونځ ادا کړ. پۀ همدې حال کې، د امنیتي ارګانونو لۀ لوري د اختر ورځو د ښې لمانځنې او ولسونو د ډاډا لپاره کلک او اغېزمن امنیتي تدابیر نیول شوي وو، چې له امله یې ولسونه وکولای شول خپلې د اختر شيبې او مراسم په ډاډمنه فضا کې ترسره کړي. د پکتیا ولایت مقام رهبري ډاډ ورکوي، چې د اختر پاتې ورځې به هم په امن، هوساینې او خوښۍ سره تېرې شي. له درنو پکتيا والو غوښتنه کېږي، چې د عامه نظم او امنیت په ساتنه کې له امنیتي ځواکونو سره د تل پڅېر خپلې همکاري ته دوام ورکړي. د پکتیا ولایت مقام د رسنیو او عامه اړیکو دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
د نيکمرغه لوی اختر پۀ مناسبت د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله "حماد" د مبارکۍ پيغام! بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ تَقَبَّلَ اللّٰهُ مِنَّا وَمِنْکُمْ صَالِحَ الأَعْمَالِ بعد: د پکتیا غيور او مجاهد ولسونو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. د نيکمرغه لوی اختر د رارسېدو پۀ دې خوښمنو شېبو کې، تاسو ټولو قدرمنو هيواد والو، مسؤلينو، مجاهدينو، د شهیدانو درنو کورنیو او ټول اسلامي امت ته د زړه لۀ تله د لوی اختر مبارکي وایم، الله تعالی دې دا اختر هم د اسلامي نظام تر چتر لاندې زموږ هېواد د سوکالۍ، پرمختګ او نېکمرغۍ زېری وګرځوي. الحمدلله، سږ کال بيا هم اختر د بشپړ اسلامي نظام تر سیوري لاندې، د امن، عزت او خوشالي پۀ فضا کې لمانځو، زموږ نظامي مجاهدين، چې د ولس د هوساینې لپاره شپه او ورځ په خدمت بوخت دي، د دې اختر د خوښیو د لا ښه ترسره کېدو لپاره يې لازم تدابیر نیولي دي. زه د دوی د زړورتیا، سرښندنې او نه ستړې کېدونکو هڅو څخه مننه کوم او هغوی ته په ځانګړي ډول د لوی اختر مبارکي وايم. همداراز خپلو حاجیانو ته وایو: حج مو مبرور، سعی مو مشکور، دعاوې مو مقبولې شه! الله تعالی دې ستاسو دا عبادتونه قبول کړي، او بیرته په خیر خپلو کورنو ته راشئ. دغه راز په دې مبارکو شپو او ورځو کې د الله ج ستر دربار ته لاسونه لپه کوو چې یا الله! د ټولو شهيدانو قربانۍ/سرښندنې قبولې کړې، زخميانو ته عاجله او کامله شفاء ور نصيب کړې، ټول مسلمه امت په اتحاد او اتفاق وګرځوې، د مجاهدينو فتحه او نصرت په نصيب کړې، د حاجيانو حجونه قبول او منظور وګرځوي او د ټولو مسلمانانو قربانۍ قبولې کړې. متدينو مسلمانانو! اختـر د ورورولۍ، یووالي، مهربانۍ او یو بل ته د لاس ورکولو نوم دی، دا یوازې د جامو بدلولو او خوراکونو ورځ نه ده، بلکې د زړونو د نږدېوالي، د خپګانونو ختمولو، د یتیمانو، بېوزلو او د شهیدانو د کورنیو د لاسنیوي موقع هم ده. راځئ چې د دې مبارکو شپو او ورځو قدر وکړو، خپل یووالی لا پیاوړی کړو او له هغو کسانو سره مرسته وکړو، چې زموږ لاس ته سترګې په لاره دي. قدرمنو پکتیا والو! د اختر په شپو ورځو کې عامه نظم، احتیاط او ترافيکي وصولو مراعتولو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ او د هوايي ډزو له ترسره کولو ډډه وکړئ، ځکه دا د بیتالمال ضایع او د ولسونو د اندېښنې او احتمالي زیان لامل ګرځي. پۀ ورستيو کې هغو هيواد والو ته چې د اختر په ورځو کې د پکتيا ولایت ښکلو، سړو او سياحتي سيمو ته سفر کوي، د زړه لۀ کومې ښه راغلاست او هرکلی وايو، دلته پکتيا کې امنيتي مسولينو او اړوند ادارو د امنيت، عامه نظم او سهولتونو رامنځته کولو په برخه کې هر اړخيز تدابير نيولي، په ځانګړې توګه د پکتيا په مشهورو سياحتي سيمو کې د سيلانيانو لپاره هرې اړخيزې اسانتياوې برابرې شوې دي، تاسو ټولو ته ښه راغلاست او هر کلې وايو. بيا مو هم لوی اختر مبارک شه د اسلامي نظام د استحکام، ودان او سوکاله افغانستان پۀ هيله الحاج ملا مهرالله حماد د پکتيا والي ۱۴۴۷/ذولحجه/۱۰
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
د پکتيا مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور پۀ مشرۍ د رسنيو لۀ استازو سره د همغږي ناسته تر سره شوه. نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۸ھ.ق د پکتيا مرستيال والي الحاج مولوي محمدانور دين پرور پۀ مشرۍ په ياد ولايت کې د امارتي ادارو له وياندويانو او رسنيو له استازو سره د شته همغږي د لا پياوړتيا، غوره رسنيزو پروګرامونو برابرولو لوی اختر په مناسبت او رسنيو استازو د نظرونو او وړاندیزونو اوریدلو په موخه غونډه جوړه شوې وه ناسته چې د قرآن کريم د مبارکو آیتونو په تلاوت پيل شوه د پرانيستي وينا پۀ ترڅ کې مرستيال والي صاحب د يادې غونډې د جوړښت په تړاو خبرې وکړې او د رسنيو په استازو يې غږ وکړ، چې د ا.ا.ا روڼ انځور د اولس او نړيوالو تر سترګو ورسوئ او په هيواد کې روانو پرمختګونو او مثبتو اړخونو ته رسنيز پوښښ ورکړئ؛ يو اړخ مه نيسئ او د راپور پۀ خپرولو کې لۀ کره او موثقو سرچینو څخه معلومات تر لاسه کړئ، دغه راز هغه ډول نشرياتو چې د اسلام، هيواد او افغاني کلتور خلاف او اولس پۀ بيځايه تشويش کې اچوي ډډه ترې وکړئ. مرستيال والي زیاته کړه دا چې افغانستان زموږ ټولو کور دی بايد پۀ ابادۍ او پرمختګ کې يې پۀ شريکه کار وکړو او د رسنيو استازو ته يې ډاډ ورکړ، چې د ولايت مقام دروازه هميش د دوی پر مخ خلاصه ده او پۀ اړونده برخه کې به د دوی غوښتنو ته د رسيده ګي وشي. په جوړه شوې غونډه کې د پکتيا ولايت د راډيو او تلويزون امر ملا آدم خان اورياخيل په دې ولايت کې د رسنيو د وضعيت پۀ تړاو خبرې وکړې. وروسته د رسنيو پۀ استازيتوب خالد زهين خبرې وکړې، نوموړي خوښي وښوده، چې د ا.ا.ا پۀ راتګ سره پۀ پکتيا کې رسنيو او ژورناليستانو ته د رسنیزو چارو د پرمخ بيولو لپاره لازمې اسانتياوي رامنځته شوې دي. نوموړي د رسنيو او خبريالانو ځينې غوښتنې له مرستيال والي سره شريکې کړې او اطلاعاتو ته د ژورناليستانو پۀ لاس رسي يې ټينګار وکړ. دغه غونډه د رسنيو استازو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د اختریز پیغام او د ولايت مقام لخوا د اختريزو تحايفو په ويشلو سره پای ته ورسيده. پکتيا ولايت رسنيز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد پۀ مشرۍ د امنيتي او تصفيوي کميسيون پۀ نوبتي غونډه کې د لوی اختر پۀ تدابيرو بحث او خبرې وشوې. شنبه۱۴۴۷/۱۲/۶ هـ.ق د پکتیا ولایت د امنیتي او تصفیوي کمیسیون نوبتي غونډه د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د بيلابيلو امنيتي ارګانونو مسؤلينو پکې ګډون کړي وو. غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او د پيليزي وينا پر مهال د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله"حماد" د تېر مجلس د پريکړو پۀ تعقيب خبرې وکړې، چې د پريکړو د تعقيب او عامه نظم د برقرار ساتلو په برخه کې يې د مسؤلينو هڅې وستايلې او د عامه نظم برابرولو، امنيت خونديتوب او د اختر پۀ مناسبت يې د لا زياتو امنیتي تدابیرو پر نيولو ټينګار وکړ. د غونډې ګډونوالو د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت، د امنیتي ارګانونو تر منځ د ښې همغږۍ، د اختر لپاره پۀ امنيتي تدابیرو، مهمو امنيتي پلانونو، تصميمونو او د ولسي همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې. پۀ غونډه کې د ولايت مشرتابه لخوا د دری ګوونو امنيتي ارګانونو (هماهنګي) مرکز ته هدايت وشو، چې د لوی اختر د ورځو پۀ مناسبت خپل امنيتي تدابير نور هم قوي کړي. يادې غونډې ته د پکتيا ولايت حج اوقافو رياست مرستيال هم په دې موخه راغوښتل شوې و، چې د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره عيدګاوې او امامان مشخص شي. په دې غونډه کې د ښاري نظم، سيلانيانو ته د غوره سهولتونه برابرولو، ښار صفايي او دغه راز په بيلابيلو اړينو موضوعات بحث او خبرې وشوې چې ځانګړي امنيتي پلانونه او تصميمونه پکې ونيول شول. د پکتیا ولایت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ شهرنو بازار کې د سلام مخابراتي شرکت نوی سایټ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۶ هـ.ق د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اړوند شهرنو بازار کې د له لوري یو نوی مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې ورسره به د سیمې اوسېدونکي د 2G، 3G او 4G عصري مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه برخمن شي. د یاد سایټ په فعالېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې مخابراتي ستونزې هوارې شي او خلکو ته به د چټکو، باکیفیته او معیاري مخابراتي خدمتونو زمینه لا نوره هم برابره شي. دغه راز، اوسېدونکي به وکولای شي له انلاین خدمتونو، معلوماتي اسانتیاوو او عصري ټکنالوژۍ څخه په اسانه او اغېزمن ډول ګټه پورته کړي. د سیمې خلکو د یاد مخابراتي سایټ فعالېدل یو مهم او ارزښتناک ګام بللی او ویلي یې دي، چې دا به د اړیکو پیاوړتیا، معلوماتو ته د لاسرسي او د انټرنېټي خدمتونو د پراختیا په برخه کې مثبت بدلون رامنځته کړي. د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي، هڅه کوي د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معیاري، باکیفیته او عصري مخابراتي خدمتونو د پراختیا لړۍ لا نوره هم پیاوړې کړي. د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور په مشرۍ د عوایداتي کميټې نوبتي غونډه تر سره شوه. شنبه ۱۴۴۷/۱۲/۶ھ.ق. دغه ناسته چې د مرستيال والي پۀ کاري دفتر کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو. د ناستې پيليزي وينا پۀ ترڅ کې مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور د دغې غونډې پۀ اجنډا او اهدافو خبرې وکړې او د ټولو عوایداتي ادارو د مسؤلینو څخه د منني تر څنګ يې وویل د ا.ا.ا د واکمنېدو سره سم د هېواد په ډیری ادارو کې د عوایدو کچه ورځ تر بلې په لوړېدو ده، چې دغه چاره د عوایدو د راټولولو په پروسه کې د روڼتیا او همدا رنګه د فساد د له منځه تللو ښکارندويي کوي. مرستيال والي ټينګار وکړ چې د عوايدو پۀ راټولولو کې دې لا پياوړتيا او دقت رامنځته شي او دغه راز يې مسؤلين دې ته وهڅول څو د بيځايه مصارفاتو کچه نوره هم راښکته کړي او د خريداري، قراردادي، او مالي چارو پۀ برخه کې بشپړ دقت وکړي. ورپسې د یاد ولایت مستوفي د تېرې غونډې د پريکړو د تعقيب او تطبيق ډاډ ورکړ او ويې ویل، چې د پکتيا ولایت د مستوفیت په عوایدو کې د پخوا په پرتله د پام وړ زياتوالی راغلی دی. نوموړي د عوایدو د زیاتیدو لامل د فساد له منځه تلل او په شفافه توګه د عوایدو راټولیدل په ګوته کړل او زياته يې کړه چې اوس مهال د عوایدو راټولونې لړۍ په پوره غور او دقت سره دوام لري او چاته به د فساد کولو اجازه ورنکړي. مستوفي د ادارو له مسؤلينو غوښتنه وکړ، چې ځينې ادارې يو پر بل باقيات لري پخپل وخت دې تحويل شي او د کال په جریان کې ادارو ته د ورکړل شوي هدف، د عوایدو زیاتوالي (تزيد) او کموالي (تنقیص) په اړه یې معلومات شریک کړل. د ناستې پۀ ترڅ کې د اړوند عايداتي ادارو مسؤلينو پۀ نوبت سره په ياده برخه د خپلو تر سره کړيو اجراتو لنډ ګزارش د ولايت مقام له رهبري سره شريک کړ. پکتيا ولايت رسنيز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 1 month ago
پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد د سيد کرم ولسوالۍ لۀ مسؤلينو او علماء کرامو سره وکتل. نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۶ھ.ق د پکتيا ولايت والي الحاج ملا مهرالله حماد پخپل کاري دفتر کې د سيدکرم ولسوالۍ لۀ مسؤلينو او علماء کرامو سره وکتل او پۀ سيدکرم ولسوالۍ کې يې د ولسونو د ستونزو او غوښتنو پۀ تړاو ورسره خبرې وکړې. د سيد کرم ولسوالۍ مسؤلينو او علماء کرامو وويل د سيدکرم ولسونو ته په تېر وخت کې هيڅ خدمت نه دی شوی، ولسونه يې ډېر غريب او اړمن دي، که د مسؤلينو لخوا د انکشافي پروژو په تطبيق کې لا زياته پاملرنه ورته وشي. ورته مهال د پکتيا ولايت والي الحاج ملا مهرالله حماد صاحب دوی ته ښه راغلاست ووايه او د سيدکرم د ولسونو د قربانيو ستاينه يې وکړه، والي صاحب وويل د سيدکرم ولسوالۍ مسؤلينو او علماء کرامو د خپلو خلکو په فکري جوړښت او ټولنيزه اصلاح کې ډېرې هڅې کړي او لۀ دوی څخه يې د مننې تر څنګ د لا زياتو هلو ځلو سپارښتنې ورته وکړې. والي صاحب دوی ته ډاډ ورکړ، چې دا يې له کاري لومړیتوبونو څخه دی، چې له خدماتو بې برخې او وروسته پاتې سيمو ته خدمات وړاندې شي او ولسونو ته په بيلابيلو برخو کې سهولتونه رامنځته شي. د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 2 months ago
د پکتيا مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور "دين پرور" پۀ مشرۍ د ولايتي پراختيايي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه. نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۴ هـ.ق ياده غونډه چې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. د غونډې د پرانيستې وينا پر مهال د پکتيا مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور د امارتي سکتوري رياستونو او مرستندويه مؤسساتو له مسؤلينو مننه وکړه، چې د اخلاص او صداقت له مخې د ولس خدمت کوي. مرستيال والي وويل، متوازنه پراختيا او بنسټيزې پروژې د ولسونو له مهمو اړتياوو څخه دي او زياته يې کړه، چې د پروژو معياري تطبيق او غوره کيفيت بايد د ټولو ادارو لومړيتوب وي. نوموړي په لرې پرتو سيمو کې د پرمختيايي پروژو پر تطبيق ټينګار وکړ او اړوندو ادارو او مرستندويه مؤسساتو ته يې د همغږۍ او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. همداراز په غونډه کې د پکتيا د اقتصاد رئيس مولوي فضل الرحمن عکرمه د تېرې ناستې د پرېکړو د تعقيب په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د اړوندو ادارو همکاري مهمه وبلله. په غونډه کې پر هغو اقتصادي او پرمختيايي موضوعاتو هم بحث او پرېکړې وشوې، چې د پکتيا والي سره د ولسونو له لوري د څوارلس ګونو ولسواليو ته د سفرونو پر مهال شريکې شوې وې، دغه راز د سېنديزې فرعي حوزې رياست تخنيکي ټيم خپل پرزنټېشن هم وړاندې کړ. د غونډې پر مهال د سکتوري رياستونو مسؤلينو او د مرستندويه مؤسساتو استازو د تېر کال د ترسره شوو فعاليتونو راپورونه وړاندې کړل او د راتلونکو پرمختيايي پروژو د پراختيا او بشپړ چمتووالي ډاډ يې څرګند کړ. غونډه د يو شمېر مهمو پرمختيايي پرېکړو او تصميمونو تر نيولو وروسته، د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده. د پکتيا ولايت رسنيز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 2 months ago
د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد په مشرۍ د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او وېش کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه. نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۴ھ.ق دغه غونډه د پکتيا والي په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، چې د بېلابېلو ادارو مسؤلينو پکې ګډون کړی وو. د غونډې د پيل وينا پر مهال پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد وويل، له نورو هېوادونو څخه په جبري ډول راايستل شويو افغان کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو لپاره اړوندې ادارې بايد خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، ځکه دا هغه افغانان دي چې د سختو شرايطو او مجبوريو له امله کډوال شوي او اوس يو ځل بيا له ګڼو ستونزو سره مخ دي. والي صاحب د مرستو د جلب په برخه کې د ملي سوداګرو، خيريه بنسټونو او نورو اړوندو ادارو پر مسؤلانه رول ټينګار وکړ. په غونډه کې د پکتيا ولايت د کډوالو چارو رئيس، پکتيا ولايت ته د راستنو شويو کډوالو د شمېر، عمده ستونزو او شته امکاناتو په تړاو لنډ معلومات وړاندې کړل. دغه راز د اړوندو ادارو، خصوصي سکتور، ملي سوداګرو، علماوو کرامو او خيريه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر پياوړتيا ټينګار وشو. همدارنګه والي صاحب سپارښتنه وکړه، چې ټولې ادارې دې د خپل مسئوليت له مخې لازمې هڅې وکړي، څو راستنېدونکو کډوالو ته د طرزالعمل مطابق پر وخت او ښه ډول رسېدنه وشي. په غونډه کې د هغو رياستونو مسؤلينو، چې له خلکو سره د مرستو په برخه کې فعاليت کوي او همدارنګه د سوداګرو استازو د خپلو امکاناتو او چمتووالي په اړه والي صاحب ته معلومات وړاندې کړل او د عملي همکارۍ ډاډ يې ورکړ. د پکتيا ولايت رسنيز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 2 months ago
د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد په مشرۍ اداري نوبتي غونډه ترسره شوه. نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲ھ.ق د پکتيا ولايت د والي الحاج ملا مهرالله حماد پۀ مشرۍ نوبتي اداري مجلس ترسره شو، چې پکې د ولايت مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور، د علماوو شورا رئيس الشيخ صالح محمد فقير، د پکتيا امنيه قوماندان، مرافعه محکمې رئيس، نظامي محکمې قاضي، استخباراتو رئيس، منصوري قول اردو رئيس ارکان، د بېلابېلو ادارو رئيسانو او مسئولينو ګډون کړی وو. غونډه د قرآنکريم په مبارکو آيتونو پيل شوه، ورپسې د علماوو شورا رئيس د مسئوليتونو د ښه ترسراوي، امانتدارۍ او د بيت المال د خوندي ساتنې په اړه عالمانه وينا وکړه. په غونډه کې د تېر اداري مجلس د پريکړو د تطبيق ارزونه وشوه او د نوي اجنډا په موضوعاتو خبرې وشو، چې د عوايدو د تحصيل، د بيت المال د ساتنې، غيري ضروري لګښتونو د مخنيوي او د ولسي ستونزو د حل په موخه د بوديجې د سم مصرف پر ارزښت ټينګار وشو. دغه راز د نرخونو کنترول، د ښاروالي د باقيداري تحول، پرمختيايي پروژو څخه د څارنيز بورډ له غړو د همکاري، په داوطلبيو کې د ولايت داخلي شرکتونو ته لومړيتوب ورکول، په تخنيکي برخو کې له حرفوي زده کړو فارغ زده کوونکي ګمارل او ورته نور اړين موضوعات وڅېړل شوي، چې د مسؤلينو تر منځ د نظرونو تبادله وشوه او په تړاو يې ځينې پريکړې او مهم تصميمونه ونيول شول. د غونډې پر مهال د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد وويل: د اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمانونو مطابق بايد په ټولو ادارو کې د مالي او غيرمالي تحصيلاتو په برخه کې شفافيت ته ځانګړې پاملرنه وشي او د ادارو ترمنځ د همغږۍ او هماهنګۍ فضا لا پياوړې کړل شي، څو چارې له خنډ او ځنډ پرته پر مخ ولاړې شي. والي صاحب د مسؤلينو له خپل منځي همغږي او ولس ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په تړاو خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ، چې ټول مسئولين بايد د اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمانونو او احکامو په تطبيق کې لا زياتې هڅې وکړئ او د ماتحت کسانو اصلاح ته بشپړه پاملرنه وکړئ. د غونډې په وروستۍ برخه کې د پکتيا مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور هم د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د ولسونو د حقونو د خونديتوب مسئوليت د ادارو پر غاړه دی او مسئولين بايد خپلو دندو ته د تل پڅېر جدي پاملرنه وکړي. نوموړي زياته کړه، چې د پکتيا ولايت اداره د همغږۍ او ګډ کار ښه فضا لري او مسئولين بايد د ولسونو د ستونزو د حل لپاره لا زياتې هڅې وکړي. د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 2 months ago
د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د پنځو حوزو له مسؤلينو، علماوو او قومي مخورو سره پراخه ولسي غونډه ترسره شوه. نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ.ق د پکتيا ولايت د رهبرۍ له لوري د مرکز ګردېز ښار د پنځو حوزو له مسؤلينو، علماء کرامو، وکيل ګذرانو او قومي مخورو سره پراخه ولسي غونډه ترسره شوه، چې پکې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه، لارښوونې او هدايتونه له ولسونو سره شريک شول او د خلکو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدل شوې. دغه غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدايت پر بنسټ جوړه شوې وه، چې د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد، مرستيال والي مولوي محمد انور دينپرور او د بېلابېلو نظامي او ملکي ادارو مسؤلينو پکې ګډون کړی وو، چې پکې د ادارو مسؤلينو خپلې لاسته راوړنې، روان فعاليتونه او راتلونکي کاري پلانونه هم ګډونوالو ته وړاندې کړل. په غونډه کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د احاديثو استاد الشيخ محب الله اديب، د علماوو شورا مرستيال مفتي امان الله حقاني او يو شمېر نورو علماوو د اسلامي نظام د اهميت، د مشرانو د اطاعت، د فرمانونو د غوره تطبيق او د ناسمو دودونو د مخنيوي په تړاو اصلاحي او عالمانه ويناوې وکړې. د پکتيا مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دينپرور وويل، ولسونو د ا.ا.ا د مجاهدينو ترڅنګ نه ستړې کېدونکې قربانۍ او همکارۍ کړې دي، چې ا.ا.ا. به يې هېڅکله هېر نه کړي. هغه وويل، والي صاحب له ډېرو مصروفيتونو سره، د بېلابېلو ادارو د مسؤلينو په ملتيا د ولسونو د اسانتياوو لپاره د هغوی د غوښتنو د اورېدو او ستونزو د حل په موخه ۱۴ ولسواليو ته سفرونه کړي، چې دا په ولس د مسؤلينو د شفقت او ستونزو ته د رسېدګۍ څرګندې نمونې دي. مرستيال والي صاحب زياته کړه، چې د ا.ا.ا مشرتابه د ولسونو ستونزو او حقونو ته ځانګړې پاملرنه لري، چې د عفوې فرمان، د شهيدانو د کورنيو او يتيمانو پالنه، د ناسمو دودونو د مخنيوي فرمان او نور مهم فرمانونه يې څرګند مثالونه دي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۶۶۲) ګڼې فرمان له ولسونو سره شريک کړ او د ياد فرمان د تطبيق پر اهميت يې ټينګار وکړ. په غونډه کې د سيمې علماوو، وکيل ګذرانو او قومي مخورو د ولايتي ادارې له لوري د وخت پر وخت لارښوونو او غونډو ترسره کېدل مهم وبلل او ډاډ يې ورکړ، چې د ا.ا.ا فرمانونه او هدايات به په خپلو سيمو کې په ښه ډول عملي او تر خلکو ورسوي. دوی خپلې غوښتنې، وړانديزونه او ستونزې هم د ولايت له رهبرۍ او اړوندو ادارو سره شريکې کړې. د غونډې په وروستۍ برخه کې د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد وويل، د دغو ولسي ناستو موخه تر ولسونو د مشرتابه حفظه الله د فرمانونو رسول، د ولسونو د ستونزو اورېدل او د حل لارو موندل دي. هغه وويل، د اسلامي نظام د پياوړتيا، ټولنيزې اصلاح او د شريعت د تطبيق لپاره د ولس او نظام ترمنځ د شته همغږۍ پياوړتيا او يووالی اړين دی او قومي مشران په دې برخه کې مهم مسؤوليت لري. پکتيا والي له قومي مشرانو وغوښتل، چې په خپلو سيمو کې د ستونزو د مخنيوي، د شريعت د غوره تطبيق، د ناسمو دودونو د مخنيوي او د هېواد د آبادۍ په برخه کې د پخوا په څېر له خپلو مسؤلينو سره همکاري او مثبتې مشورې وکړي. والي صاحب ډاډ ورکړ، چې له شته امکاناتو په استفادې سره به ولسونو ته د اسانتياوو د برابرولو او اساسي خدماتو په ترسره کولو کې لا زياته پراختيا رامنځته شي. د پکتيا ولايت رسنيز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 2 months ago
د پکتيا ولايت مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پررور د ملګرو ملتونو(يوناما) دفتر له مسؤلينو سره وکتل. نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۱ھ.ق ياده ليدنه د مرستيال والي په کاري دفتر کې تر سره شوه، چې پکې د يوناما دفتر له استازو سره پر بيلابيلو موضوعاتو خبرې وشوې. د يوناما دفتر مسؤل د ناستې پر ترسره کېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې په پکتيا ولايت کې د ادارو ترمنځ همغږي، روانې پرمختيايي چارې او غوره حکومتولۍ د ولايت مقام د ښې رهبرۍ او مثبت مديريت څرګندونه کوي. نوموړي د ولايت مقام او اړوندو ادارو سره د يوناما د همغږۍ پۀ برخه کې د پکتيا ولايت رهبري له همکارۍ هم مننه وکړه. هغه زياته کړه، چې يوناما هڅه کوي د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت (ا.ا.ا) ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره رغنده رول ولوبوي او د افغانستان ريښتنی انځور نړيوالو ته وړاندې کړي. ورته مهال، د پکتيا مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور د يوناما پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ټينګار يې وکړ، چې دا.ا.ا تر چتر لاندې اوس د خدمت او همکارۍ لپاره له بل هر وخت غوره زمينه برابره ده. مرستيال والي صاحب وويل، نړيواله ټولنه بايد د متقابل احترام او دوهاړخيز تفاهم پر بنسټ له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي. هغه زياته کړه، چې ا.ا.ا د اسلامي سياست او متوازنې ديپلوماسۍ له مخې له ګڼو هيوادونو سره مثبتې اړيکې لري او غواړي دا اړيکې له نورو هيوادونو سره هم پراخې شي او په دې يې ټينګار وکړ، چې د يوناما دفتر بايد د خپل مأموريت په چوکاټ کې د واقعيتونو پر بنسټ د ا.ا.ا او افغان ولس ريښتنی انځور نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې د يوناما دفتر استازو ته ډاډ ورکړل شو، چې د ا.ا.ا د اصولو په رڼا کې به د يوناما له دفتر سره همکاري دوامداره وساتل شي. د پکتيا ولايت رسنيز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 2 months ago
پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد او ور سره مل پلاوي د يو سفر پۀ ترڅ کې د روحاني بابا ولسوالۍ د ولسونو ستونزې واوريدې او د حل ډاډ يې ورکړ. نېټه۱۴۴۷/۱۲/۱ھ.ق پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت پۀ اساس ولسواليو ته د سفرونو په دوام دا ځل د يو پلاوي په ملتيا روحاني بابا ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې د خلکو د ستونزو د اورېدو، ارزونې، د حل لارو موندلو او د مشرتابه حفظه الله د فرمانونو د رسولو په موخه له ځايي مسؤلينو، علماوو او قومي مخورو سره پراخه غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د پکتيا ولايت د علماوو شورا رئيس د اسلامي نظام د حاکميت او د مشرتابه حفظه الله د فرامينو په اطاعت خبرې وکړې. هغه وويل، چې اسلامي نظام د ولس د ستونزو د حل او د شرعي مسئوليت د ادا کولو لپاره لازم اقدامات کړي دي او په دې يې ټينګار وکړ، چې د ټولنې هر فرد په ځانګړي ډول علماء، قومي مشران او مسؤلين د خپلو مسئوليتونو پر وړاندې ځواب ويونکي دي او بايد د خلکو د اصلاح، د بدو رواجونو د مخنيوي، د بېځايه لګښتونو د کمولو او د اسلامي ارزښتونو د پياوړتيا لپاره ګډ کار وکړي. هغه همداراز د ښځو د اسلامي حقوقو پر خونديتوب، د ټولنيز پوهاوي پر پراختيا او د ځان وژنې او نورو ناسم دودونو د مخنيوي پر تړاو اصلاحي وینا وکړه او له ولسونو يې وغوښتل، چې د اميرالمؤمنين حفظه الله فرمانونه او سپارښتنې په خپلو سيمو کې لا هم په ښه توګه عملي کړي. ورپسې د تعقيب او نظارت رئيس د اطاعت، تقوا او د اسلامي نظام د ساتنې په تړاو وينا وکړه. نوموړي وويل، چې د تېرو کلونو قربانۍ د دې لپاره ورکړل شوې، څو اسلامي شريعت نافذ شي. هغه زياته کړه، چې د اسلامي امارت د احکامو او د اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمانونو اطاعت د نظام د پياوړتيا او د ټولنې د اصلاح مهم اصل دی. د تعقيب او نظارت رئيس همداراز د اميرالمؤمنين حفظه الله ۶۶۲ ګڼه فرمان قومي مشرانو او علماوو ته تشريح کړ او د هغه د عملي کولو پر ارزښت يې ټينګار وکړ. په دې غونډه کې د روحاني بابا ولسوالۍ علماء کرامو او قومي مشرانو خوښي وښوده، چې مشرانو يې د ستونزو د حل لپاره سيمو ته سفرونه کوي، دوی خپلې غوښتنې شريکې کړې او له نظام سره يې د تل پاتې همکاريو ژمنه څرګنده کړه. په غونډه کې د پلاوي ځينو برخوالو د بيلابيلو ادارو مسؤلينو خپلې لاسته راوړنې شريکې کړې او د خپلو راتلونکو کاري پلانونو په تړاو يې معلومات شريک کړل او ولسونو ته يې د دوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ. د غونډې جمعه بندي په برخه کې پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد وويل د روحاني بابا ولسونوو په تېر مقدس جهادي بهير کې ډېره قرباني ورکړي، اوس هم پخپلو ولسونو ډاډه يو چې د اسلامي نظام د استحکام او هيواد د ابادۍ په برخه کې به له مسؤلينو سره همکار وي. والي صاحب وويل د مشرتابه حفظه الله د هدايت په اساس مو ولسواليو ته سفرونه تر سره کړل، چې د ولسونو غوښتنې مو له نږدې واوريدې، د مشرتابه حفظه الله فرامين مو تر تاسو را ورسول، چې د ستونزو د رسيده ګي لپاره کوم امکانات چې دلته وي هغه به په کار اچوو او ولسونو ته به سهولتونه رامنځته کوو او هغه چې په لوړ کچه دي تر وزارتونو او مشرتابه پوري به يې رسوو. ياده دې وي چې د دې سفر په ترڅ کې د روحاني بابا ولسوالۍ او اړوند قوماندانۍ اداري چارې هم و ارزول شوې او د خدمتونو د لا ښه والي لپاره مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وشوې. د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
See More
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
@PaktiaPMC
about 2 months ago
د پکتیا پۀ روحاني بابا ولسوالۍ کې د څه باندې (۴)میلیونه افغانیو په لګښت د یو کوچني چکډيم د جوړیدو چارې پیل شوې. نېټه ۱۴۴۷/۱۲/۱ هـ ق د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست له لوري د دغه ولايت په روحاني بابا ولسوالي کې د شاهي کوټ سورکي کوچني بند پروژې ودانيزې چارې د ۴ ميليونه، ۲۴ زره او پنځه سوه نهه دېرش افغانيو په ارزښت سره پيل شوې. د يادې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د پکتيا ولايت مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور، د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس ملا محمد اسماعيل آخندزاده، د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست سلاکار انجنير فضل الرحيم رحيمي، د روحاني بابا ولسوال مولوي نور الله انس، سيمهييزو مسؤلينو، علماوو، قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو ګډون کړی وو. د مراسمو پر مهال مرستيال والي مولوي محمد انور دين پرور د سيمې اوسېدونکو ته د يادې پروژې د پيلېدو مبارکي وويله او د خلکو اړتياوو ته په وخت رسېدنه يې د دولت مسؤليت ياد کړ. هغه ډاډ ورکړ، چې اسلامي نظام د خلکو د ساتنې او خدمت مسؤليت لري او مسؤلين خپلو دندو ته ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې له خپل نظام سره د تل په څېر همکاريو ته دوام ورکړي. ياده پروژه د سيلابونو د کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتيا او د کرنيزو ځمکو خړوبونې په موخه پلي کېږي. دغه کوچنی بند ۵۸ متره اوږدوالی او ۶.۵ متره لوړوالی لري، شاوخوا ۷۰۰۰ متر مکعب اوبه زېرمه کوي او شاوخوا ۷۷ هکتاره ځمکه به خړوبه کړي. په نوموړې پروژه کې د سيمې لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې لګښت يې د اوبو او انرژي وزارت له پراختيايي بودجې څخه ورکول کېږي او چارې يې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي. د پکتيا ولايت رسنیز دفتر
See More
Last Seen Users on Sotwe
Let's hook up in Mpumalanga 😘😋🍎🍑🍆🍑🍆🍆
Seen from
Germany
STA
Seen from
Indonesia
Innocent321
Seen from
Germany
oloquibe
Seen from
Panama
tapu
Seen from
Oman
evli pasif
Seen from
Turkey
Sexyshabana
Seen from
Pakistan
spikspik
Seen from
Singapore
Lucky 🐶 đã ăn tinh trùng Cha Ruột
Seen from
Vietnam
derixixxies
Seen from
Poland
Trends for you
1
Platner
Under 10K tweets
2
Ronaldo
Under 10K tweets
3
Spain
Under 10K tweets
4
Roberto Martinez
Under 10K tweets
5
Belgium
Under 10K tweets
6
Troy Jackson
Under 10K tweets
7
Charlie
Under 10K tweets
8
The Nazi
Under 10K tweets
9
Rodri
Under 10K tweets
10
Sunny Hostin
Under 10K tweets
Most Popular Users
1
Elon Musk
@elonmusk
240.7M followers
2
Barack Obama
@barackobama
119.2M followers
3
Donald J. Trump
@realdonaldtrump
111.7M followers
4
Cristiano Ronaldo
@cristiano
110.9M followers
5
Narendra Modi
@narendramodi
107M followers
6
Rihanna
@rihanna
97.7M followers
7
NASA
@nasa
92.2M followers
8
Justin Bieber
@justinbieber
91M followers
9
KATY PERRY
@katyperry
87.8M followers
10
Taylor Swift
@taylorswift13
81.7M followers
11
Lady Gaga
@ladygaga
73.2M followers
12
Virat Kohli
@imvkohli
70.2M followers
13
Kim Kardashian
@kimkardashian
69.9M followers
14
YouTube
@youtube
68.7M followers
15
Bill Gates
@billgates
64M followers
16
Neymar Jr
@neymarjr
62.9M followers
17
The Ellen Show
@theellenshow
62.4M followers
18
CNN
@cnn
61.9M followers
19
Selena Gomez
@selenagomez
60.9M followers
20
X
@x
60.8M followers
Olivia
Online
✨
⭐
💫