✍🏻ملي مشر منظور احمد پاشتین✍🏻
انګلش : پشتو : اردو
The World Bank is an important member of the accountability and public channel between Pakistan and the global mineral companies.
On 18 December 2026, PTM America will hold a protest sit-in in front of the World Bank’s main office in Washington D.C, USA, against the unjust plunder of the minerals of the Pashtun homeland.
We hope that all of our PTM America friends and anti-colonial people will take part in this protest Sit-in ,and we expect all Pashtuns to run a media campaign for it.
پشتو۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د پاکستان او د معدنياتو د نړیوالو کمپنیو ترمنځ د ساتنې او حساب ورکونې په برخه کې نړیوال بانک مهم غړی دی.
د 2026 کال د ډسمبر په 18مه نېټه به د امریکا په واشنګټن ښار کې د نړیوال بانک د مرکزي دفتر مخې ته د پښتون وطن د معدني زېرمو د ناعادلانه لوټ تالان پر ضد د پي ټي اېم امریکا له خوا احتجاجي پرلت ترسره کېږي.
د پي ټي اېم امریکا له ټولو ملګرو او د استعمار ضد مبارزې له ملاتړو څخه په دې احتجاج کې د ګډون غوښتنه کوو. همدارنګه له ټولو پښتنو هیله لرو چې د دې احتجاج لپاره په سوشل میډیا کې پراخ کمپاین وکړي.
د تحریک ملګرو!
د پنجابي استعمار له اړخه د ملي تحریک پر ضد د پروپاګنډو، ظلم او جبر او سازشونو لړۍ که نوره هم تېزه کي، نو سل په سلو کې باور لرو چې د تحریک ملګري به هېڅ ډول داسې خبرو ته پام ونه کړي.
ملي تحریک، ملي تنظیم، ملي هدف او د خپل ملت ملي واک ته خپل ولس رسول، او له بلواکۍ، زورواکۍ، ظلم، جبر او استعماریت څخه د خپل ملت وباسل.
اردو ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
پاکستان اور معدنیات کی عالمی کمپنیوں کے درمیان احتساب اور عوامی شفافیت کے عمل میں ورلڈ بینک ایک اہم رکن ہے۔
18 دسمبر 2026 کو واشنگٹن، امریکہ میں واقع ورلڈ بینک کے مرکزی دفتر کے سامنے پختون وطن کے معدنی وسائل کی غیر منصفانہ لوٹ مار کے خلاف پی ٹی ایم امریکہ کی جانب سے احتجاجی دھرنا دیا جائے گا۔
پی ٹی ایم امریکہ کے تمام دوستوں اور استعمار مخالف شہریوں سے احتجاج میں شرکت کی اپیل کرتے ہیں، جبکہ تمام پشتونوں سے اس احتجاج کے لیے بھرپور میڈیا مہم چلانے کی امید رکھتے ہیں۔
د قلعه عبدالله ځوان فوټبالر مفصل خان پرعلزئی پاکستاني ځواکونو تښتولی دی او د جبري لادرکۍ ښکار ګرځول سوی دی. کورنۍ یې د هغه له برخلیک ناخبره ده. له اړوندو ادارو غوښتنه کوو، چي مفصل خان ژر تر ژره راڅرګند کړي
#ReleaseMufassalKhan#JusticeForMufassalKhan
د پښتون ژغورني غورځنګ د کورمي اولسوالۍ ډسپلین کوارډینیټر سید طاهر حسین د رواني میاشتي پر ۱۸مه له پاړه چنار بازاره نیول سوی او د ۳ ایم پي او قانون له مخي د بنو زندان ته لېږدول سوی دی. موږ د هغه د سمدستي خوشي کېدو او انصاف غوښتنه کوو
#JusticeForTahirHussain#ReleaseTahirHussain
واڼه، سویلي وزیرستان: د کژه پڼګه اعظم ورسک په سیمه کي د اولسي وګړو پر کورونو د ډرون بریدونه روان دي. ماشومان او ښځي له دوامداره وېري او رواني فشار سره مخ دي. د محمد حسن ولد مودیر سرکي خېل کور هم پرون ویجاړ سوی. پر ولسي کورونو بریدونه دي ودرول سي