په پاکستان کې سیاسي کړکېچ پراخېدونکی بریښي.
د مولانا فضل الرحمن پلویان د پاکستاني رژیم له ځواکونو سره په اخ او ډب اوښتي.
د رڼا لید په دې خپرونه کې له پښتونخواه څخه خبریال شمیم شاهد د جمعیت علما دا اعتراضونه جدي او د پوځ پر وړاندې ستره ننګونه بولي، خو په پاکستان کې پخوانی افغان ډيپلومات امیر ګران لا هم ددې حالت پر څرنګوالي شک ښيي خو دا هم نه ردوي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د سترو ننګونو سره مخ کېدونکی دی.
بشپړه خپرونه
https://t.co/XHBQx5aqC4
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند په غوښتنه، د غیرقانوني نظربندۍ او جبري نیونو پر ضد د لاریونونو پرمهال د دغه ګونډ یو شمېر مشران او غړي نیول شوي دي.