غزل
یادونو د اخیستې ده په سر راسره شپه ده
بې خوبه تر سبا پورې اکثر راسره شپه ده
یا زه یم یا غزلې یا سګرټ د سوپې ژۍ ده
په ویښه مې تر څنګه تر سحر راسره شپه ده
کیسې د دېوالونو ته بلا کلک زړه په کار دی
یو زه په دې پوهیږم بل خبر راسره شپه ده
ارمان-
غزل
څه مې راتلل په حافظه کې خو په خوله نه راتلل
ما پسې خپل سيوري په ما پسې په پله نه راتلل
تاته به لاره د درتللو نه وه زه د صبرېدلو نه وم
ماښام نه وروسته به هيڅوک ستا له کاله نه راتلل
۱۴۰۴/۷/۱۵