خوارجو ورته وویل:
ای ابو حنیفه! خلکو ته ووایه چې له تا څخه لرې شي، ځکه موږ له تا څخه یوه پوښتنه لرو. امام ابو حنیفه رحمه الله خلکو ته اشاره وکړه، هغوی ټول ولاړل، او یوازې امام صاحب رحمه الله پاتې شو. خوارجو خبرې ونه کړې، تر دې چې خپلې...
🔗 پاته ولولئ
https://t.co/uLluwBmZHz
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۱۵)
لیکوال: مفتي محمدگل سعید
د نن عصر نامتو عالم مفتي محمدتقي عثماني (دامت برکاته العالية) د امام صاحب رحمه الله زيارت ته تللی دی او د خپل يون په هکله ليکي: د امام ابويوسف رحمه الله له مزار نه په داسې وخت کې اووتلو، چې د لمر سترګه په ډوبيدو وه او په زړه کې مې د امام صاحب رحمه الله قبر ته د رسيدلو سخت شوق او زياته تلوسه وه، هغه که څه هم له دې ځايه لږ څه زيات لرې و؛ خو زموږ موټروان د خپلې موټروانۍ ترڅنګ د ميلمه پالنې حقوق هم په ښه مينه او اخلاص سرته رسول، چې په دې توګه يې د ماښام لمانځه لپاره هلته ”مسجد الامام الاعظم“ ته ورسولو. د امام صاحب رحمه الله د قبر مبارک له وجې نه دا ټوله سيمه په ”اعظميه“ باندې مشهوره ده. اوس دغه ځای د ښار تر ټولو خورا ښايسته سېمه ده؛ خو د امام صاحب رحمه الله په دور مبارک کې دا ځای يوازې هديره وه؛ البته دا چې هلته د خليفه وينځه ”خيزران“ په کې دفن وه؛ نو له همدې کبله يې په ”مقبرة الخيزران“ باندې شهرت درلود.
خطيب رحمه الله په خپل کتاب ” تاريخ بغداد“ کې ليکلي دي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سيرت مشهور راوي ”محمد ابن اسحاق “ هم په دغه هديره کې دفن دی؛ خو اوس هلته نور قبرونه ړنګ شوي دي او کومې نښې نښانې يې هم نه ليدل کيږي او آبادي ورباندې راغلې ده؛ البته د امام صاحب رحمه الله قبر اوس هم شته او تر څنګ يې ستر جامع جومات د ”جامع الامام ابوحنيفه“ په نوم باندې رغول شوی دی. موږ د جومات دروازې ته په رسيدو وو، چې د ماښام آذان په زړه وړونکي غږ کې وشو، قبر ته له ورتللو وړاندې مو همدلته په جومات کې د ماښام لمونځونه وکړل او بيا په ډېره مينه او تلوسه د قبر څنګ ته ورغللو، هلته په ورتللو موږ داسې احساس کاوه، چې ګواکې خوښي او آرام مجسم شوي دي او د قبر څخه چاپېره را تاو دي او زما مخې ته هغه محبوب ويده دی، چې له ماشومتوبه مې ورسره دومره مينه وه، که به چېرې د هغه نوم مبارک مخې ته راغی ؛ نو د قدر او مينې ولولو به مې زړه په درزا کړ...
نور دلته:
https://t.co/tuTj23SLVR
#ابوحنیفه | #ﻗﺒﺮ | #کوفه
#کلمات | #Kalemaat