Home
Language
English
Türkçe
Bahasa Indonesia
About
Privacy Policy
Terms of Service
Pricing
Sign In
Download All
Share
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
زما هيله او ارمان په ټوله نړي کي اسلامي شرعي نظام ده .
Joined August 2022
382
Following
2.3K
Followers
5K
Posts
Pinned Tweet
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
5 months ago
·
Afghanistan
مشره په لسګونه زره سرسپارلي اتلان ستا امر ته منتظر ناست دي .❣️ ♥️ حفظه الله ♥️
Rahmani2233's tweet video.
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
6 days ago
@DiasporaAfghan
@mobarizkan313
@Mhalimfidai
ستاسو مشر ؟
Rahmani2233
retweeted
Saeed Baryal | سعید بریال
@Baryal70
8 days ago
غزه کې د حماس له لورې د واک پرېښودل؛ماته که يو بل ستراتېژيک ګام؟ کله چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې ورځې لمر راوخوت، نړۍ داسې راویښه شوه چې د منځني ختیځ د تاریخ یو نوی باب یې پرانیستی وموند. د «توپان الاقصـ.ـی» نوم په څو ساعتونو کې د نړیوالو رسنیو سرټکی شو، د سیاستوالو د بحث محور وګرځېد او د نړۍ د قدرتونو محاسبې یې بدلې کړې. خو دا توپان د یوې ورځې نا��اپي پېښه نه وه؛ دا د هغو زخمونو، هیلو، ماتو او مقاومتونو اوږده کیسه وه چې له څو نسلونو راهیسې یې ریښې د فلسطین په خاوره کې غځېدلې دي.دا د تېرو اتيا کلونو د قهر او کسات لومړۍ څپې وې چې فلسطيني ولس په تېرو اته لسيزو کې زغملي دي. د هرې سترې جګړې تر شا یو اوږد تاریخ پروت وي. که څوک یوازې د اکتوبر اوومه وویني،نو ناسمه ده،ځکه چې د اکتوبر له اوومې وړاندې فلسطيني ولس دومره ترخې تجربې،وژنې،ربړونې،مهاجرتونه،محروميتونه او ګڼې بدې ورځې ليدلي دي. نو د «اقصـ.ـی توپان» د هغه اتيا کلونو لومړنی محترم زيږون و چې د ظلم په چاپيريال کې د حق په غېږه کې وزيږيده. د دې ورځې تر شا د لسګونو کلونو سیاسي شخړې، پوځي محاسبې، اشغال، مقاومت، ناکامې سولې، مات شوي تړونونه او د ولسونو خاورې شوې هیلې پرتې دي. د شلمې پېړۍ له لومړیو څخه د فلسطین برخلیک په نړیوالو پرېکړو پورې وتړل شو. د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته، برېتانوي قیمومت د دې خاورې د راتلونکي په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه. وروسته د بالفور اعلامیه، د یهودي کډوالو پرلهپسې راتګ، د ۱۹۴۷ کال د وېش پرېکړه، د ۱۹۴۸ کال جګړه او د اسراییلو د دولت اعلان، د سیمې سیاسي نقشه بدله کړه. له همدې ځایه د فلسطینیانو د بېځایه کېدو، کډوالۍ او مقاومت اوږد فصل پیل شو. کلونه تېرېدل، خو جګړه پای ته ونه رسېده. کله د ډیپلوماسۍ ژبه غالبه شوه او کله د وسلو. د سولې خبرې وشوې، تړونونه لاسلیک شول، خو ډېر ژر بېرته بېباورۍ او تاوتریخوالي ځای ونیو. همدې بې باورۍ ورو ورو داسې فضا رامنځته کړه چې په هغې کې نوې ډلې وزېږېدې او د مقاومت نوې بڼې راڅرګندې شوې. په همدې چاپېریال کې حماس راپیدا شوه؛ یو خوځښت چې په پیل کې یې د ټولنیزو او دیني فعالیتونو له لارې خپل نفوذ پراخ کړ، خو وروسته د فلسطین د مقاومت له مهمو پوځي او سیاسي لوبغاړو څخه شو. د حماس د ځواک له زیاتېدو سره د فلسطین داخلي سیاست هم بدل شو او د غزې تړانګه د سیمې د قدرتونو د سیالۍ په یوه مهم ډګر واوښته او نن د سيمې او نړۍ د ډيرو هيوادونو سياسي برخليک هغه مرمۍ ليکي چې د اکتوبر په سهار له غزې څخه حماس په اسرئيلو ورخوشې کړه.دا مرمۍ د نه ماتېدونکي پوځ له هيولا ووته،د اوسپنې ګنبد يې يو نړېدونکی ديوال ثابت کړ او سېمه کې يې هغه اسرائيلي زغره سورۍ کېدونکې ثابته کړه چې څو لسيزې ورته اسرائيلو او عربي هيوادونو د پولادي ديوال تبليغات کړي و.خو تاریخ تل د ان��اني محاسبو تابع نه وي. ولې د «اقصـ.ـی توپان» ؟ په نړۍ کې ډېر کم داسې جنګونه پیدا کېږي چې یوازې د یوې ورځې یا یوې پېښې محصول وي. هره جګړه د کلونو راټولې شوې نارضايتۍ، محاسبې، فرصتونو او تېروتنو پایله وي. د «اقصـ.ـی توپان» عملیات هم د یوې شپې ناڅاپي پرېکړه نه وه، بلکې د هغو ��رایطو محصول وه چې په وروستیو کلونو کې په فلسـ.ـطین او ټوله سیمه کې ورو ورو رامنځته کېدل. د غزې تړانګه له ۲۰۰۷ کال راهیسې تر سختې محاصرې لاندې ژوند کوي. له هوا، ځمکې او سمندر څخه محدودیتونو د سیمې اقتصاد، روغتیا، تعلیم او د خلکو ورځنی ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړ. د حماس په ادبیاتو کې دا محاصره یوازې اقتصادي فشار نه، بلکې د فلسطیني مقاومت د ماتولو یوه دوامداره ستراتیژي بلل کېده. له همدې امله، د مقاومت مشرانو باور درلود چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د غزې د مقاومت د بقا لپاره به ستر خطرونه رامنځته شي. په همدې وخت کې په لوېدیځه غاړه کې هم وضعیت ورځ تر بلې خرابېد��. د یهودي مېشتځایونو پراختیا، د فلسطینیانو او اسراییلي پوځ ترمنځ نښتې او پرلهپسې پوځي عملیاتو فلسطیني ټولنه دې باور ته نږدې کړه چې د سیاسي حل لارې امکانات ورځ تر بلې کمېږي. په ځانګړي ډول د مسجد اقصـ.ـی په انګړ کې د دغه سپيڅلي مسجد د بې حرمتۍ تکراري پېښې او د اسراییـ.ـلي سیاستوالو ننوتل د فلسطینیانو لپاره یوازې امنیتي موضوع نه وه، بلکې د دیني او ملي هویت مسئله یې ګڼله. خو د عملیاتو تر شا یوازې د فلسطین کورني عوامل نه وو. سیمه هم په چټکۍ سره بدلېدله. د عربي هېوادونو او اسراییلو ترمنځ د اړیکو عادي کېدلو (Normalization) يا تطبيع پروسه چې د «ابراهیمي تړونونو» له لاسلیک وروسته چټکه شوې وه، د حماس او نورو مقاومت کونکو ډلو لپاره د اندېښنې موضوع وه. په ځانګړي ډول هغه مهال چې د سعودي عربستان او اسراییلو د اړیکو د عادي کېدو احتمال زیات شو، د حـ.ـماس په.... ١/٦
See More
Rahmani2233
retweeted
Saeed Baryal | سعید بریال
@Baryal70
8 days ago
محاسبو کې دا وېره پیدا شوه چې که دا بهیر بشپړ شي، د فلسطین قضیه به په سیمهییز سیاست کې خپل لومړیتوب له لاسه ورکړي.که اوس د فلسطين قضيه د نړۍ د سياسي اجنډا ميز ته را نه وړل شي بيا به دوئ هېڅکله دا فرصت ونلري چې د يو ملت په توګه په نړۍ کې پاتې شي او د لوی اسرائيل خوب په واقعيت بدل شوی و. له بلې خوا، اسراییل هم له خپل یوه بېساري کورني بحران سره مخ و. د قضایي اصلاحاتو پر سر پراخ لاریونونه، د پوځ د احتیاطي سرتېرو اعتراضونه، ژور سیاسي اختلافات او د حکومت دننه شخړو، داسې انځور جوړ کړی و چې ګواکې اسراییل د پخوا په څېر داخلي یووالی نه لري. وروسته ځینو اسراییلي چارواکو هم ومنله چې داخلي اختلافونو د هېواد د امنیتي تمرکز پر کچه اغېز کړی و. حـ.ـماس دا ټول بدلونونه په یوه واحد تصویر کې لیدل. د دې غورځنګ په محاسبه کې، غزه تر محاصرې لاندې وه، لوېدیځه غاړه تر زیات فشار لاندې وه، مسجد اقصـ.ـی د شخړې په مرکز بدل شوی و،د عربي نړۍ په پلازمينو کې د عرب واکمنو او بنيامين نتنياهو ترمنځ د شهر العسل مياشت روانه وه او د اړيکو د نارمل کول چټک توپان رالوتی و،داسې توپان چې د مسجد اقصـ.ـی د قضيې په شمول يې ټول ديني او عربي ارزښتونه هم له ځان سره الوځول، اسراییل له کورني سیاسي بحران سره لاس او ګرېوان و. د حـ.ـماس مشرتابه دې پایلې ته رسېدلی و چې که په همدې پړاو کې لوی اقدام ونه شي، ښايي راتلونکی وضعیت د فلسـ.ـطیني مقاومت لپاره لا ستونزمن شي. د عملیاتو اهداف او د جګړې پوځي تحلیل.! کل�� چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې ورځې په سهار د غـ.ـزې له تړانګې سلګونه جنګیالي د اسرایـ.ـیلو خاورې ته ننوتل، د نړۍ ډېری پوځي کارپوهان له یوې پوښتنې سره مخ شول: د دې عملیاتو اصلي هدف څه و؟ آیا حـ.ـماس غوښتل اسراییـ.ـل له منځه یوسي؟ که یې هدف د بندیانو تبادله وه؟ که یې غوښتل سیمهییزه جګړه پیل کړي؟ او که دا ټول اهداف د یوې ستراتیژۍ برخې وې؟ حـ.ـماس د عملیاتو په لومړیو ساعتونو کې اعلان وکړ چې د «اقصـ.ـی توپان» عملياتو هدف د فلسـ.ـطیني بندیانو ازادول، د مسجد اقصـ.ـی دفاع، د غـ.ـزې د کلابندۍ ماتول او د فلسـ.ـطین قضیه بېرته د نړیوال سیاست مرکز ته راوستل دي. تر ټولو مهمه موخه د اسراییـ.ـلو د امنیتي نظریې ماتول وو. اسراییـ.ـلو له کلونو راهیسې باور درلود چې د غزې پر پوله جوړ شوی امنیتي دېوال، پرمختللي کمرې، برېښنایي حسګرونه، استخباراتي شبکه او د «اوسپنیز ګنبد» دفاعي سیستم به د هر ډول لوی برید مخه ونیسي. خو د اکتوبر اوومې عملیاتو دا تصور په څو ساعتونو کې وننګاوه او وبې ښوده چې تر ټولو پرمختللي امنیتي جوړښتونه هم مطلق نه دي. دویم هدف د اسرایـ.ـیلي بنديان�� نیول وو. حـ.ـماس ښه پوهېده چې په اسراییـ.لي ټولنه کې د خپلو وګړو او سرتېرو د راګرځولو موضوع خورا حساسه ده. د همدې لپاره یې هڅه وکړه تر ممکنه حده ډېر کسان ژوندي غـ.ـزې ته انتقال کړي، څو وروسته یې د فلـ.ـسطیني بندیانو د خوشې کولو لپاره د فشار د وسیلې په توګه وکاروي. درېیم هدف د جګړې سیمهییز کول وو. د حماس په محاسبه کې که حـ.ـزب الله، د یمن انصـ.ـارالله او نور د «مقاومت محور» غړي په بشپړ ډول جګړې ته داخل شوي ��ای، نو اسرائیل به اړ شوی وای چې په څو جبهو کې هممهاله جګړه وکړي. د جګړې له پیل وروسته که څه هم لبنان، یمن، عراق او ایران په بېلابېلو کچو ښکېل شول، خو هغه پراخه سیمهییزه جګړه رامنځته نه شوه چې حماس یې تمه لرله. له پوځي اړخه، د «اقصـ.ـی توپان» عملیات د حیرانتیا، سرعت او پټ پلان جوړونې پر بنسټ ولاړ وو. حماس د څو کلونو لپاره خپل چمتووالی په داسې ډول مخ ته یووړ چې د اسرائیلو استخبارات پرې نه پوهېدل. د عملیاتو په لومړیو دقیقو کې زرګونه توغندي وتوغول شول، څو د اسرائیلو دفاعي سیستمونه مصروف کړي. ورپسې بېپیلوټه الوتکو د څار برجونه او مخابراتي وسایل په نښه کړل، انجنیرۍ ډلې امنیتي دېوالونه مات کړل او ځانګړي ځواکونه له ځمکې، موټرسایکلونو، کښتیو او نورو وسائيلو څخه په استفادې د اسرائیلو څو پوځي اډو او مېشتځایونو ته ننوتل. د پوځي علومو متخصص او د عربي نړۍ مشهور پوځي شننونکی فائز الدويري په دې باور و چې، د عملیاتو لومړنی پړاو د حیرانتیا له اصل څخه د استفادې یوه بریالۍ بېلګه ګڼل کېږي. د اسراییلو پوځ او استخباراتو د داسې همغږي ��و پراخ برید اټکل نه درلود، او همدې موضوع په لومړیو ساعتونو کې د حماس په ګټه د جګړې توازن بدل کړ.د الجزيرې يو راپور مې کوت چې د اسرائيلي پوځي استخباراتو يو پخوانی افسر پکې غږېده چې حـ.ـماس له غزې څخه په شپېته نقطو کې بريدونه وکړل چې دا بريدونه په پوځي لحاظ د يو لوی هيواد له وسه هم بهر چاره ده. د جګړې سیاسي اغېزې ځینې جګړې د څو کیلومترو ځمکې د نیولو یا بایللو لپاره کېږي، خو ٢/٦
See More
Who to follow
ق عبدالغني عادل
@AdilNangarhary
د ��کتیا ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست
ᴋᴀɴᴅᴀʜᴀʀʏ ᴛᴀʟɪʙ/ کندهاری طالب
@KandaharyTalib
وَإِنَّهُ لَجِهَاد نَصْرٌ أَوِ اسْتِشْهَاد
Nawak/دادمحمد ناوک
@TariqBadr0
رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا
Rahmani2233
retweeted
Saeed Baryal | سعید بریال
@Baryal70
8 days ago
ځینې نورې بیا د سیاست ټوله نقشه بدلوي. د غزې جګړه او د «اقصـ.ـی توپان» عملیات هم له همدې دویم ډول جګړو څخه وو. د جګړې له لومړۍ ورځې وروسته، نه یوازې د غزې وضعیت بدل شو، بلکې د سیمې او نړۍ سیاسي محاسبې هم له سره ولیکل شوې. تر جګړې وړاندې داسې انګېرل کېده چې د ��لسـ.ـطین قضیه ورو ورو د نړیوال سیاست له لومړیتوب څخه وځي. د عربي هېوادونو او اسراییلو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو بهیر روان و، د سیمې ډېری حکومتونو خپلې اقتصادي او امنیتي ګټې تر هر څه مهمې بللې او نړیوالو قدرتونو هم خپل تمرکز نورو نړیوالو بحرانونو ته اړولی و. خو د اکتوبر اوومې سهار دا ټول انځور بدل کړ. هغه موضوع چې د نړیوالو رسنیو او نړیوال سیاست له لومړیتوب څخه نږدې وتلې وه، یو ځل بیا د نړۍ د بحث اصلي موضوع شوه. د ملګرو ملتونو غونډې، د نړۍ د مشرانو سفرونه، د نړیوالو محکمو قضیې او د نړیوالو سازمانونو پرېکړې، ټول د غزې جګړې تر اغېز لاندې راغلل. د اسرائیلو لپاره هم جګړه یوازې یوه پوځي ننګونه نه وه، بلکې سیاسي بحران هم و. د بنیامین نتنیاهو حکومت د اکتوبر اوومې د امنیتي ناکامۍ له امله له سختو داخلي نیوکو سره مخ شو. د استخباراتي ناکامۍ، د نيول شویو اسرائیلیانو د برخلیک او د جګړې د اوږدېدو په اړه پراخ بحثونه پیل شول، چې لا هم د اسرائیلو په کورني سیاست کې مهمه موضوع ده. حماس وتوانيده چې د غزې له جګړې خپل اهداف ترلاسه کړي خو بيه يې هم پرې کړه.ددې جګړې په نتېجه کې سېمهییز سیاست هم بدل شو. ایران، ترکیه، قطر، مصر، امریکا او اروپايي هېوادونه هر یو اړ شول خپل دریځونه له سره وارزوي. د سعودي عربستان او اسرائیلو د اړیکو د عادي کېدو بهیر وځنډېد، د منځګړیتوب رول د قطر او مصر په لاس کې نور هم پیاوړی شو او ترکیې د فلسطین په اړه خپل سیاسي حضور زیات کړ. که د جګړې تر ټولو لویه سیاسي پایله په یوه جمله کې راونغاړو، نو ویلای شو: «اقصـ.ـی توپان» ثابته کړه چې د فلسطین قضیه نه د وخت په تېرېدو له منځه ځي او نه هم یوازې د ډیپلوماتیکو تړونونو په وسیله له اجنډا ایستل کېدای شي. د رسنیو جګړه؛ هغه جبهه چې مرمۍ پکې خبرونه وو..! که د غزې جګړه په ځمکه، هوا او سمندر کې روانه وه، نو یوه بله جګړه هم ورسره اوږه په اوږه روانه وه؛ هغه جګړه چې مرمۍ یې خبرونه وو، خندقونه یې ټولنیزې رسنۍ وې او سرتېري یې خبریالان، فعالان او د افکارو جوړوونکي وو. په تېرو جګړو کې به پوځونو لومړی جګړه ګټله او بیا به یې تاریخ لیکه، خو د غزې په جګړه کې تاریخ د جګړې له لومړۍ دقیقې لیکل کېده. هره ویډیو، هر انځور او هر بیان په څو ثانیو کې میلیونونو خلکو ته رسېده او د خلکو ذهنونه یې جوړول یا بدلول. اسرائیل له جګړې سره سم د اطلاعاتو او رسنیو پراخ ماشین فعال کړ. د نړۍ له لویو رسنیو سره همغږي، د حکومت او پوځ منظمې خبري غونډې، په څو ژبو رسمي حسابونه او د لوېدیځو سیاستوالو پر افکارو اغېز، د دې ستراتیژۍ مهم عناصر وو. د اسراییلو هڅه دا وه چې جګړه د «ځان د دفاع» په چوکاټ کې معرفي کړي او خپل نړیوال ملاتړ وسا��ي. په مقابل کې، حماس او فلسطیني فعالانو بله لاره غوره کړه. دوی د رسمي رسنیو تر څنګ پر ټولنیزو شبکو تکیه وکړه. له غـ.ـزې څخه خپرېدونکي انځورونه، د بمباریو ویډیوګانې، د ماشومانو، ښځو او بېځایه شویو خلکو کیسې، په میلیونونو خلکو ته ورسېدې او د جګړې انساني تصوير يې د نړۍ په سترګو کې مجسم کړ. همدا انځورونه وو چې په ډېرو لوېدیځو هېوادونو کې یې د فلسطین په ملاتړ بېساري لاریونونه راوپارول. په پوهنتونونو، پارلمانونو او رسنیو کې د جګړې په اړه بحثونه بدل شول. داسې خلک چې مخکې یې د فلسطین د موضوع په اړه ډېر معلومات نه لرل، د ټولنیزو شبکو له لارې دې قضیې ته متوجه شول. د د�� جګړې یو مهم درس دا و چې په معاصره نړۍ کې یوازې هغه لوری نه بریالی کېږي چې په میدان کې پرمختګ وکړي؛ بلکې هغه هم بریالی ګڼل کېږي چې د نړیوالو افکارو په میدان کې هم خپل روایت غالب کړي. ځکه نن سبا نړیوال سیاست یوازې د ټانکونو او الوتکو له لارې نه بدلېږي، بلکې د یوې ویډیو، یوه انځور او یوه روایت له لارې هم بدلېدای شي،هغه څه چې اوس پکې پاکستان د افغانستان په وړاندې برلاسی دی او د خپل روايت د پمپ کولو لپاره نړۍ ته د افغانستان خراپ انځور وړاندې کوي.په هر حال د روايت په برخه کې حماس وتوانيده چې اسرائيل مات کړي او نن ددې برياليتوب له برکته ټوله نړۍ اسرائيليانو ته سور اور ګرځېدلې ده. د سیمې راتلونکی؛ جګړه چې لا یې وروستۍ شاجور نه دی تش شوی..! په تاریخ کې ځینې جګړې د اوربند په لاسلیک پای ته رسېږي، خو ځینې جګړې بیا هغه مهال پیلېږي چې ډزې چوپې شي. د غزې جګړه هم همداسې ښکاري. که څه هم د اوربند خبرې روانې دي، خو لا هم د سیمې د راتلونکي په اړه ډېرې پوښتنې بېځوابه دي. ٣/٦
See More
Rahmani2233
retweeted
Saeed Baryal | سعید بریال
@Baryal70
8 days ago
تر جګړې مخکې د منځني ختیځ سیاسي معادله نسبتاً روښانه وه. اسراییل غوښتل له عربي هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، امریکا غوښتل سیمه له لویو جګړو لرې وساتي او عربي هېوادونو هم د اقتصادي پراختیا پر لور تمرکز کړی و. خو «اقصـ.ـی توپان»دا ټولې معادلې له سره ولیکلې. اوس پوښتنه یوازې دا نه ده چې غزه به څوک اداره کوي؛ اصلي پوښتنه دا ده چې د سیمې امنیتي نظم به څه ډول وي؟ اسرائیلو اعلان کړی چې نور نه غواړي د اکتوبر اوومې ته ورته خطر بیا تکرار شي، ځکه د غــ.ـزې د راتلونکي هره طرحه د امنیت له زاویې ارزوي. په مقابل کې، فلسطیني ډلې ټینګار کوي چې تر اشغال، محاصرې او د فلسطین د اساسي مسئلې تر حل کېدو پرته، هېڅ امنیتي طرحه دایمي ثبات نه شي راوستلای. بل مهم بدلون دا دی چې د سیمې ځواکمن هېوادونه اوس د پخوا په پرتله ډېر احتیاط کوي. ایران هڅه کوي د خپل نفوذ ساتنه وکړي، ترکیه غواړي خپل سیاسي رول پراخ کړي، مصر غواړي د غزې په سرحد کې ثبات خوندي وساتي، قطر د منځګړیتوب رول ته دوام ورکوي او امریکا هڅه کوي د جګړې پراخېدل مهار کړي. دا ټولې هڅې ښيي چې د غزې جګړه یوازې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ شخړه نه ده پاتې شوې، بلکې د سیمې د ر��تلونکي امنیتي جوړښت یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. له همدې امله، د غزې راتلونکی به یوازې د جګړې په ډګر کې نه ټاکل کېږي، بلکې د مذاکرې پر مېز، د نړیوال سیاست په مرکزونو او د سیمې د هېوادونو په ستراتیژیکو محاسبو کې به هم پرېکړه ورباندې کېږي. ولې حماس حکومت پرېښود؟ د مقاومت او حکومتولۍ ترمنځ د لومړیتوبونو بدلون..! حماس غزه له تيرو شلو کلونو څخه اداره کوي.غزه کې تر څلويښت زرو پورې مامورين په دندو بوخت دي.اوس مهال حماس په داسې حال کې د غزې واک پريږدي چې د غزې اکثريت برخه ړنګه ده.دا پريکړه حماس د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې کوي.غزه کې حکومت پريښودل د فشار پايله نه ده بلکې د هغه ستراتيژۍ برخه ده چې حماس ځانته جوړه کړې ده.د حکومت پريښودل هغه ګام دی چې د اسرائيلو په زيان دی خو د فلسطيني ولس او حماس په ګټه دی.همدا ده چې کله تيره دوشنبه غزه کې حماس واک پريښوده نو لومړی مخالفت يې اسرائيلو وکړ او دا يې يوه سياسي مانوره وبلله.ځکه اسرائيل پوهيږي چې که غزه کې حماس واک پريږدي نور د جګړې ۹۵ سلنه بهانې له لاسه وځي او بيا به د نړۍ تم شوی قهر توپاني شي چې په پايله کې به يې اسرائيل يوې بلې سياسي او اقتصادي انزوا ته لاړ شي. څو لاملونه چې حماس د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې واک پريښوده: لومړی دا چې که چېرته حماس په واک کې پاتې کيږي نو نړيواله ټولنه چمتو نه ده چې له يوه داسې حکومت سره مرسته وکړي ددوئ په ټکو ترهګر دي.اسرائيل هم همدا غواړي چې نړيوالې مرستې غزې ته داخل نشي او د غزې بيا رغونه ونشي.د حماس د حکومتولۍ په صورت کې نړۍ او اسرائيلو ته دا قانوني پلمه په لاس ورتلله ترڅو غزه ونه رغول شي.د اسرائيلو په اهدافو کې يو قوي هدف دا هم دی چې غزه ويجاړه پاتې شي ترڅو خلک يې په ړنګو ودانيو کې تنګ شي او له غزې څخه هجرت وکړي او په پايله کې غزه د اسرائيلو د واک لاندې راشي.خو حماس په هيڅ صورت داسې څه نه غواړي ځکه که چيرته داسې وشي نو د فلسطين قضيه به د تل لپاره ختمه شي.همدا ده چې حماس چمتو دی ترڅو واک پريږدي.پايله به يې دا شي چې اروپايي هيوادونه،عربي نړۍ او د نړۍ ګڼ هيوادونه به د غزې په بيا رغونه کې ونډه واخلي او هغه پلان به ناکام شي چې اسرائيل يې لري.اسرائيل همدا اوس هم غزې ته د رغنيزو توکو د ننوتلو اجازه نه ورکوي،دليل يې دادی چې دا د حماس لاسته ورځي،خو که حماس واک کې نه وي نوره دا پلمه هم له منځه ځي. د حماس په وینا، د دې حرکت اصلي هویت د حکومتولۍ نه، بلکې د مقاومت دی. د دوی په باور، په ۲۰۰۶ کال کې د ټاکنو له ګټلو او وروسته د غزې د ادارې له مسؤلیت اخیستو وروسته، د حکومتولۍ دروند بار د مقاومت د اصلي مأموریت ترڅنګ پر دې حرکت یو بل ستر مسؤلیت هم ورزیات کړ. د جګړې وروسته شرایطو بیا دا بار څو چنده دروند کړ. غزه له داسې بشري ناورین سره مخ شوه چې د بیا رغونې، روغتیا، تعلیم، خدماتو او نړیوالو مرستو مدیریت یې ځانګړې ملکي ادارې ته اړتیا لرله. حماس استدلال کوي چې که د ادارې واک یوې ملي او غیرګوندي ادارې ته وسپارل شي، نو نړیواله ټولنه به د مرستو، بیا رغونې او اداري چارو په برخه کې له کم خنډ سره مخ شي. بله دا چې اسراييل اوس مهال غزه کې جګړې ته پلمې جوړوي،په دغه پلمو کې يوه يې دا هم وه چې غزه کې د حماس حکومتولي ړنګوو نو ځکه جګړې ته دوام ورکوو.اسرائيلو تل هڅه کړې جګړه د «حماس د حکومت» پر ضد وښيي، نه د فلسطین د اشغال د مسئلې پر ضد. د همدې لپاره، د حکومت له ادارې څخه شا ته کېدل، د حماس په تحلیل کې، د اسراییلو له هغه ٤/٦
See More
Rahmani2233
retweeted
Saeed Baryal | سعید بریال
@Baryal70
8 days ago
تبلیغاتي استدلال څخه هم یوه مهمه وسیله اخلي چې ګواکې د جګړې موخه یوازې د حماس د حکومت نسکورول دي. حماس د واک په پريښودو سره د اسرئيلو له جګړې شته مشروعيت هم واخيسته،له دې ورسته هم که اسرائيل په ��زه کې جګړه روانه ساتي دا نو په ټوله مانا د نړيوالو جنګي جرمونو يوه برخه ده او فکر نه کوم چې د بنيامين نتنياهو حکومت دې نوره سياسي او اقتصادي انزوا د اسرائيلو لپاره وزغملای شي.ځکه دا اوس هم اسرائيل د غزې د جګړې له امله په ډير بد وضعيت کې دي. د حماس په روایت کې، د واک سپارل د مقاومت پرېښودل نه دي. دوی د ملکي ادارې او پوځي مقاومت ترمنځ توپیر کوي. د دوی په اند، حکومت یو اداري مسؤلیت دی، خو مقاومت یو ملي مسؤلیت دی؛ ځکه نو کېدای شي حکومت بل څوک وچلوي، خو د مقاومت پروسه دوام ومومي. حماس به اوس هغه بوديجه هم د خپل پوځي ځواک په رغولو لګوي چې مخکې يې په اداري برخه کې په عامه خدماتو مصرفوله.غزه کې حکومت پريښودل حماس ته دا وړتيا ورکوي چې خپله ټوله انرژي په وسله والې مبارزې راټوله کړي او دا څه خپله د اسرائيلو لپاره د خطر زنګ دی. بل دليل چې حماس يې له امله د غزې واک پريږدي هغه د فلسطيني ولس ترمنځ د يوې واحدې اجماع رامنځته کول دي. حماس د غزې واک د محمود عباس له ادارې نيولې و او دې ويش اسرائيلو ته ګټه رسوله.اوس که غزه د يو فلسطينۍ ملي ادارې په واک کې پاتې شي نو ددوئ قضيه به په داخل او خارج کې ښه مطرح شي،هغه څه چې اسرائيل يې نه غواړي.اسرائيل د فلسطنيانو له يو والي دومره ډاريږي چې دا اوس محمود عباس سره له کاملې وفادارۍ په غزه کې نه غواړي او فلسطيني حکومت ته اجازه نه ورکوي چې غزه رهبري کړي،ځکه دوئ د يو دولت په توګه د محمود عباس له ولسمشرۍ سره ځکه وران دي چې دوئ د دوه دولتونو حل لاره نه مني او وايي چې د اردن له نه��ه تر سمندره بايد يو اسرائيلي دولت شتون ولري نه دوه دولتونه. دلته وروستۍ خبره داده چې غزه کې فقط د غزې د اداره کونکې کميټې مشر واک پريښوده،نور ټول څلويښت زره هغه مامورين په ځای پاتې دي چې حماس په دندو ګومارلي دي.د تفاهم له مخې دا کارکونکي له دندو نه شي ګوښه کيدای او په خپل ځای به پاتې وي.همدا ده چې اسراييل وايي دا د حماس يوه سياسي مانوره ده،فقط يو مشر يې ليرې کړ او نور لوړ پوړي مشران او کارکونکي يې لا هم د غزې د دولتي دستګاه په رګونو کې په جريان دي. له همدې کبله، د حماس د لید له مخې، د حکومت سپارل یو تاکتیکي سیاسي ګام دی،دا تاکتيکي ګام هيڅکله هم د وسلې د سپارلو په مانا نه دی،ځکه حماس بيا بيا ويلي دي چې وسله به هغه مهال تسليم کړي ترڅو چې يو واحد فلسطينی دولت رامنځته شي چې پلازمينه يې ختيځ بيت المقدس وي.همدا ده چې د واک سپارل د مقاومت پای نه ده. دوی هڅه کوي د غزې د ملکي ادارې مسؤلیت له خپل پوځي او سیاسي مقاومت څخه جلا کړي، څو هم د خلکو د ژوند د عادي کېدو لپاره زمینه برابره شي، هم د بیا رغونې بهیر اسانه شي او هم مقاومت خپل اصلي تمرکز وساتي. همدا دلیل دی چې د حماس په رسمي بیانونو کې د «د حکومت پای»اصطلاح نه کارول کېږي، بلکې د «اداري مسؤلیتونو لېږد» او «د ملي کمېټې له لارې د چارو اداره»یادېږي. د دوی په اند، حکومت وسیله ده، نه هدف؛ او که وسیله بدلېږي، دا لازماً د هدف د بدلېدو معنا نه لري. راتلونکې سناریوګانې؛ غزه په کوم لوري ځي؟ کله چې جګړه لا بشپړه نه وي ختمه شوې، د راتلونکي په اړه پرېکنده خبرې کول اسانه نه دي. خو د اوسنیو سیاسي او پوځي تحولاتو پر بنسټ، د غزې او د فلسطین د مسئلې لپاره څو احتمالي سناریوګانې تر نورو ډېرې یادېږي. لومړۍ سناریو د اوږدمهاله اوربند او تدریجي بیا رغونې ده. په دې حالت کې به د نړیوالو او سیمهییزو منځګړو په مرسته اوربند ټینګ شي، د غز�� اداره به یوې ملي یا ټکنوکراتې کمېټې ته وسپارل شي، د بیا رغونې بهیر به پیل شي او د فلسطيني بندیانو د تبادلې خبرې به دوام ومومي. دا هغه سناریو ده چې ډېری منځګړي هېوادونه یې ملاتړ کوي. دویمه سناریو د ټیټې کچې دوامداره شخړه ده. په دې حالت کې به پراخه جګړه ونه شي، خو وخت ناوخت به هوايي بریدونه، راکټي حملې او امنیتي نښتې دوام ولري. د فلسطین او اسراییلو ترمنځ اړیکې به لا هم د بېباورۍ او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې وي. درېیمه سناریو د جګړې بیا پراخېدل دي. که د اوربند تړون مات شي، د بندیانو خبرې ناکامې شي، یا سیمهییز ځواکونه په پراخه کچه جګړې ته داخل شي، نو ښايي جګړه یو ځل بیا له غزې هاخوا نورو سیمو ته هم وغځېږي. دا هغه سناریو ده چې ډېری نړیوال ځواکونه یې د مخنیوي هڅه کوي. څلورمه سناریو د فلسطیني سیاسي جوړښت بدلون دی. د جګړې له تجربې وروسته، امکان شته د فلسطین دننه د ملي یووالي، ګډې ادارې او یا د نوې سیاسي نقشې په اړه بحثونه نور هم جدي شي. که څه هم ٥/٦
See More
Rahmani2233
retweeted
Saeed Baryal | سعید بریال
@Baryal70
8 days ago
دا بهیر به اسانه نه وي، خو د جګړې تجربې ښودلې چې د کورنیو اختلافونو دوام د فلسطینيانو لپاره ستره ننګونه ده. او وروستۍ، تر ټولو مهمه سناریو دا ده چې د فلسطین اساسي مسئله به لا هم د سیمې د سیاست اصلي موضوع پاتې شي. که غزه بیا ورغول شي، که اداره یې بدله شي او که جګړه ودریږي، تر هغو چې د فلسطین د سیاسي برخلیک، اشغال، دولت او امنیت په اړه بنسټیزه حللاره ونه موندل شي، د شخړې د بیا راژوندي کېدو امکان به تل موجود وي. شاید د دې جګړې تر ټولو ستر درس همدا وي چې اسرائيل کولی شي چې وژنې وکړي، ودانۍ ړنګې کړي ��و دا نشي کولی چې د فلسطيني ولس هويت له منځه يوسي، ترڅو چې د فلسطنيانو ځمکه اشغال شوې وي نو يوې جګړې پسې به بله جګړه راځي او اسرائيل به هيڅکله امنيت کې نشي. ٦/٦
See More
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
9 days ago
@DiasporaAfghan
@mobarizkan313
@Mhalimfidai
په بخښنی سره اخلاق ښه شي دي مبارز خو کمه غلته خبره هم نده کړي ته ډير غوصه شوي يي او بل په تا مو سر نشو خلاص چي دا دومره غوصه ولي شوي په ټرمپ که په پيدائي ؟
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
15 days ago
@RahmatAndar1
تر پرون پوري چي د وطن څخه ليري وه ښه سړي وه نن چي خپل وطن ته راستون شو د امارت صفت يي وکړو نو بد سړي شو ؟ توبه توبه ستاسو د منافقانو څخه خير چي عقل دي کار شروع کړي يوه ورځ به ته هم راشي
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
19 days ago
·
Afghanistan
په غلؤ کي غټ غل وپیږنئ! خو ماته ټول یو له بل غټ ښکاري…
Baryal Kunduzai/بریال ڪندزی
@kunduzaiBaryal1
20 days ago
په غلؤ کي غټ غل وپیږنئ! خو ماته ټول یو له بل غټ ښکاري…
kunduzaiBaryal1's tweet video.
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
19 days ago
@rahim_sekander
سکندر صاحب اوس هم والله ګراني دي خو خير چي په همدغه نرخ يي کړی او په ريښتيا سره .
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
22 days ago
·
Afghanistan
انټرنېټ سم فعال شوی نه وي، بیا یې نیمه ډاټا وهلې وي. ملت بېسرنوشته دی هېڅوک نه لري چې غم یې وخوري. انټرنیټي شبکې ټولې غلې دي!!!
@Afghan_Wireless
Rahim Sekander
@rahim_sekander
24 days ago
انټرنېټ سم فعال شوی نه وي، بیا یې نیمه ډاټا وهلې وي. ملت بېسرنوشته دی هېڅوک نه لري چې غم یې وخوري.
rahim_sekander's tweet video.
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
22 days ago
@Afghan_Wireless
1 GB انټرنيټ بايد په 5 افغاني شي .
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
22 days ago
@Afghan_Wireless
ټولي مخابراتي شبکي غلي دي .
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
22 days ago
·
Afghanistan
انټرنیټي شبکې ټولې غلې دي!!!
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
22 days ago
@Pashtun999
@ajab_haqbeen
واو حقبينوو مبارک مبارک
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
22 days ago
·
Afghanistan
ورک استاد یاسر کلي ته نه راځي 😭😭
Rahmani2233's tweet video.
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
23 days ago
@rahim_sekander
1 GB انټرنيټ بايد په پوره 10 افغاني سي .
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
26 days ago
@elhashmy5
لا حول ولا قوة الا بالله
𝙰𝚋𝚞 𝙺𝚑𝚊𝚕𝚒𝚍 🏳️ ابو خالد ( مجاهد )
@Rahmani2233
28 days ago
·
Afghanistan
هغه تښتيدلي د کيمپو ټرمپخيل نن بيخي چپ دي هيڅ ږغ يي نسته زما په فکر د پاکستان په اربکيانو يي سخته خوا بده کړيده .
Last Seen Users on Sotwe
Pecah Bawah Umur
Seen from
Indonesia
كيان بنوتي( 4k) 🍑
Seen from
Saudi Arabia
Kenza Paris Feet ©️
Seen from
Algeria
türbanlı delisi
Seen from
Turkey
Karma ㊗️
Will Schryver
Seen from
United States
Victor aaaééééé
Seen from
Brazil
Tamilselvi
Seen from
India
Dave Baldeng
Seen from
Philippines
⭐couple🔞Lien💃
Seen from
United States
Trends for you
1
ABC and NBC
Under 10K tweets
2
#TrumpSpeech
Under 10K tweets
3
NBC and ABC
Under 10K tweets
4
Ashley
Under 10K tweets
5
#LoserTrumpsElectionLies
Under 10K tweets
6
Taylor Farms
Under 10K tweets
7
The Odyssey
Under 10K tweets
8
#ZenMux
Under 10K tweets
9
TokenEconomics
Under 10K tweets
10
ABC & NBC
Under 10K tweets
Most Popular Users
1
Elon Musk
@elonmusk
240.9M followers
2
Barack Obama
@barackobama
119.2M followers
3
Donald J. Trump
@realdonaldtrump
111.8M followers
4
Cristiano Ronaldo
@cristiano
111.6M followers
5
Narendra Modi
@narendramodi
107.1M followers
6
Rihanna
@rihanna
97.9M followers
7
NASA
@nasa
92.2M followers
8
Justin Bieber
@justinbieber
91.1M followers
9
KATY PERRY
@katyperry
88.2M followers
10
Taylor Swift
@taylorswift13
82M followers
11
Lady Gaga
@ladygaga
73.6M followers
12
Virat Kohli
@imvkohli
70.7M followers
13
Kim Kardashian
@kimkardashian
70M followers
14
YouTube
@youtube
68.7M followers
15
Bill Gates
@billgates
64.2M followers
16
Neymar Jr
@neymarjr
63.6M followers
17
The Ellen Show
@theellenshow
62.4M followers
18
CNN
@cnn
61.8M followers
19
Selena Gomez
@selenagomez
61.3M followers
20
X
@x
60.8M followers
Olivia
Online
✨
⭐
💫