بس دی راځئ چې نوره سوله وکړو شر نه کوو
نورې خبرې د ټوپک او د سنګر نه کوو
د زړه پر پاڼو به د يو بل تصويرونه کاږو
بتان به نه تراشو کارونه د اذر نه کوو
تل مو د هر چا په وعدو باندې باور کړی دی
سړی به ګورو په هر چا باندې باور نه کوو @a_siab
اوس خو پښتون د خپل پښتون په سر پښتو نه کوى
له سره ننګ د خپل نـيکونو په شملو نه کوى
څوک د پنجاب شو غلامان او د جناح غلامان
ځکه ګومان په موږ نړۍ نور د سړو نه کوي
دا زمانه شوله بدله که پښتون بدل شو
ربه د حق خبرى اوس خو په جرګو نه کوي
که وخت راغی له یو چا به دهر څه پوښتنه وکړم،دغمیو دلرګیو، دپګړیو دسړیو *** آن په ما به دي شکي کړي،بدګمانه به شي ګراني، دنفرت تخم کرلﺉ راته کور کې څو پردیو ***له دي کلی کډه وړمه راغلم تنګ له بدامنیو**هره ورځ په اوږو وړمه جنازې دګلالیو @a_siab