۲/۲: خپل اکثر وخت په کتابتونونو او د زده کړي په ځايونو کي تيروي او په ټولنيزه راشه، درشه کي خورا فعال او مثبت رول لوبوي.
نو بناً مطالعه د علم او پوهي کيلې ده او د تمدونونو د پرمختگ له تر ټولو ښو وسيلو څخه شميرل کيږي.
۱/۴: یوه هېنداره او دیارلس څېرې د افغانستان د تکړه لیکوال او ژورنالیست حفیظ الله غښتلي یو ارزښتمن او په زړه پورې اثر دی.
دا کتاب په اصل کې د ښاغلي غښتلي لخوا په افغانستان او پښتونخوا کې پېژندل سويو ديارلس څېرو سره سوي مرکې (انټرویوز) دي او تر څنګ ئې…
#كتاب#book
۳/۴:د سیاست او دولت)په اړه مرکې او معلومات راټول سوي دي.په دې کتاب کې د ارواښاد مولوي محمد یونس خالص په ګډون د یو شمیر مهمو څېرو ناورېدلې خبرې او خاطرې ځای پر ځای شوې دي.
دا کتاب چې ټولټال ۳۲۱ مخه لري په ۱۳۸۹ ل (۲۰۱۰ م) کال کې په کابل کې د دانش خپرندویې ټولنې لخوا چاپ سوی دی.
۱/۲: ښاغلي حفيظ الله غښتلي له مرحوم مولوي خالص صاحب رح څخه په یوه مرکه کې پوښتنه کړې وه چې: مولوي صاحب د موسیقۍ په اړه ستاسې نظر څه دی؟
ځواب:موسيقي خو ډېره ښه شی ده خو خلک ډېر خرکوس دي، موسيقي د ډمګريت، ډمانو او لوچکۍ لپاره استعمالوي اوس دا مینه او محبت دا خو اسلامی شی دی کنه!..