له سعودي عربستان سره په پیل کې د ۲۰۰ میلیونو او وروسته د ۵۰ ملیارده ډالرو تړون د افغانستان او افغانانو لپاره یو داسې ستر پرمختګ او مهم خبر دی چې د هېواد په معاصر تاریخ کې يې ساري نه لیدل کېږي.
دا تړون نه یوازې يو ښه خبر دی، بلکې په هېواد کې د تلپاتې سولې، امنیت او ثبات زیرې هم له ځان سره لري.
پانګوال په طبعي توګه خورا محتاط وي؛ هغوی په هغو سیمو کې هیڅکله پانګونه نه کوي چې شتمنۍ ته یې د ضایع کېدو خطر موجود وي. له همدې امله، د سعودي دا اقدام به نورو سترو نړیوالو پانګوالو ته هم دا ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب او خوندي شرا��ط برابر شوي دي، او هغوی به هم دلته پانګونې ته وهڅول شي.
د مستقیمو بهرنیو پانګونو په راجلبولو سره به ان شاءالله افغانستان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي، عامو خلکو ته به د کار او روزګار پراخ فرصتونه برابر شي او د کورنیو په دسترخوان کې به مثبت بدلون راشي.
کله چې افغانان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا او هوسا شي، نور به په اسانۍ سره د پردیو د نیابتي جګړو د سون توکي نه شي ګرځېدلی.
البته افغانستان باید د اقتصادي بسیاینې ترڅنګ د بشري ځواک او متخصصینو له پلوه هم ځانبسیاینې ته ورسېږي.
دا موخه د نجونو او خویندو له تحصيل او زدهکړو پرته ناممکنه ده؛ له همدې امله افغان ملت له مسؤولو چارواکو غواړي چې د نجونو پر مخ د زدهکړو ټولې تړلې دروازې پرانیزي، تر څو هیواد مو د بهرنیو له احتیاجه ووځي!
كولابى ام، لندغرم
من عاشق فرار در موتر فورنر ام
از ترس زياد از ملا،مرمى خوردم در پس سرم
كولابى ام لندغر ام
وقت فرار (١٩٩٦) پُل و پُلچك پراندم پُشت سر ام
كولابى اند لندغر اند،
انسان نيستند،طايفه خر اند
مرد نيست اين نامردها،همه منتظر خير از سياه سر اند
اى نادان! اى ياد فراموش
غنى گفته بود ات ولى تو باور نكردى،
—————————————