د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي نوي وینا.....
طالب پر الله تعالی د کړي توکل په رڼا کې مدبرانه سیاست را منځته کړ، د نړۍ په لر او بر یې خپل نظام د یوه روڼ حقیقت او د افغانستان د واقعي مالکیت په توګه ومانه او په سیاسي برخه کې یې د ناکامۍ په اړه د دښمن او حاسدینو ټول تبلیغات او شننې مننې بې ځایه ثابتې کړې.
د طالب د پرمختګونو او ورسره د الله تعالی د نصرت په روان بهیر کې دا دی دا غږ هم واورېدل شو چې:
اسلامي امارت د روسیې له لوري په رسمیت وپېژندل شو.
دا څه معمولي غږ، پرمختګ او لاسته راوړنه نه ده، دا پرمختګ د لسیزو مبارزو محصول دی او دا پرمختګ به د اسلامي نظام د استحکام او پراختیا لپاره نوې درېڅې پرانیزي.
ان شآءالله