دری سوه مؤمنانو په بدر کي صبر او استقامت وکړ چی پس له څوارلس سوه کاله ملیونونه انسان نن پر عرفات باندي ولاړ دي، د رب ذوالجلال په وحدانيت باندي شاهدي أداء كوي.
#فاعتبروا
ستاسو فداکاريو ته سلام، قربانۍ مو رب ج قبولي کړه.
د حماس د رهبرۍ غړي، خليل الحية څلورم ځوی عزام الحية هم وروسته تر ژورو زخمونو په شهادت ورسېد، له ده مخکي يي درې نور ځامن هم په شهادت رسېدلي دي، يو يي حمزه وو چې په 2007 کي شهيد سو، او بل يي أسامة وو چې په 2014 کي أو بل يي همام وو چې په 2025 کي أو دا آخيرنی يي عزام وو چې په 2026 کي په شهادت ورسېد، أو ټوله په همدې غزه کي د عام أولس تر څنګ شهيدان سوه. لا هم د يهودو ځيني عرب جاسوسان دا د ايثار او قربانۍ أتلان په يو نامه او بل نامه بدناموي، دومره مو زړه ورته دردمن شي چې رب ذوالجلال دي دغسي دردونه پر دوی د باطل په لاره کي راولي، چې نه يي د الله تعالی په دربار کي أجر أو ثواب وي، أو هم د خليل الحية د زړه له حاله خبر شي.
أی أتلانو: ستاسو نښه دي رب ذوالجلال نه خطاء کوي، تاسو ددې أولس سکون أو تسل ياست، چې څومره هم دردمن أو غمځپلي وو خو ستاسو په ليدلو مو بېرته حوصله را ژوندۍ شي، زړونه مو ويښ سي، د الله رب العزت نصرت مو تل شامل حال اوسه.
دا يو عکس د کويټ د يوه شيخ دی، سالم الطويل نومېږي، په جامع مسجد الصقر کويټ کي خطيب دی، دی په خپل دعوت کي په دوو موضوعاتو مشهور سو، يو دا چې د مظلومي غزې له ستړي ورځې بيخي منکر دی، وای نه هلته ولږه سته أو نه مقاومت سته، بلکي ألکتروني لوبې دي، أو بل د حماس غازيان منحرفين أو العياذ بالله ګمراهان دي، دا شيخ چې له ډېره چاغښته تلای نشي، أو د طرب أو لهو په مجالسو کي هم شرکت کوي، د پاکستان د طاهر أشرفي په څېر د شرابو د إستعمال تور هم ور پوري شته، أو د إسرائيلو پر وړاندي مقاومت هم جائز نه بولي، مجاهدين هم ګمراهان بولي، خو بيا هم په حقه دی. مګر په دا بل عکس کي تن لولپه شوی شهيد، چې د غزې د محاصرې پر مهال يي د سختي ولږې له أمله نيم ځان له لاسه ورکړی وو، د عصر د يو ستر طاغوت پر وړاندي په عملي او لساني جهاد مصروف وو، چې آخيرا د خپلي مجاهدي کورنۍ سره يو ځای په شهادت ورسيد، دا بيا العياذبالله پر ناحقه أو منحرف وو؟ رب ج دي مو له خپل امتحان او إبتلاء څخه وساتي، څنګه و دين ته منسوب شخصيت دومره عنادي، او ګمراه شي چې د بديهي حق پر خلاف ودرېږي، د حق او باطل طرفونه خو نن ورځ و ډېر تعمق، علميت او استخارو ته هم اړتيا نلري.
ربه أمان.
حق يو عجيبه ثابت معيار دی، که يو بانفوذه او باحيثيته شخصيت و باطل ته تري منحرف شي، باطل نه په حق کېږي، بلکي دده شخصيت أو حيثيت ته صدمه ورسېږي. دې سړي په عربي نړۍ کي يو أندازه قدر حيثيت أو محبوبيت درلود، خو چې باطل لوري ته يي ميلان وکړ خلګو ورسره ميلان ونکړ، بلکي دی يي پرېښود. همدا راز د ګاونډ عاصم منير شايد ډېر بانفوذه أو د حيثيت خاوندان و دې ته وهڅوي چې د باطل مدح سرايي وکړي، خو باطل به کله د دوی په مدح سره څوک حق و نه بولي، بلکي ددوی حيثیت به ټيټ او په خپل ذي رنګه جامعه کي به د خپلو دوستانو له نظره ولوېږي. دا په تجربه ثابته شوه
#فاعتبروا
@CMShehbaz The filthiest people in the world are pushing their own people into war yet they never speak about peace. On the other hand for a few dollars they act as brokers for Trump.
د جمعې شپه ده، دا روایت شریف درسره مطالعه کړئ «جناب أکرم صلی الله علیه وسلم یو فارسي همسایه درلود، تازه یي اسلام قبول کړی وو، دې فارسي صحابي په کور کي ښه ښورا پخول، یوه ورځ یي د کور د څنګه رسول صلی الله علیه وسلم ولید چې د بي بي عائشې رضي الله عنها د حجرې و خوا ته روان دی، فارسي صحابي وخت غنیمت وباله و جناب أکرم صلی الله علیه وسلم ته یي دعوت وکړ چې ورسره مېلمه سي، علیه السلام و حجرې ته اشاره وکړه «وهذه؟» یعني د حجرې څښتنه دي هم مېلمه ده که یواځي زه یم؟ فارسي صحابي ورته وویل چې هغه نه، یواځي ته یې، علیه السلام عذر و غوښت ورسره مېلمه نسو، څو ورځې وروسته بیا هغه صحابي و علیه السلام ته دعوت وکړ، علیه السلام بیا ورته وویل «وهذه؟» هغه صحابي بیا ورته وویل چې هغه نه، یواځي ته مې مېلمه یې، علیه السلام بیا عذر ورڅخه وغوښت، آخیر هغه فارسي صحابي درک کړه چې د رسول الله مقصد دادی چې بې بې عائشه رضي الله عنها هم ورسره مېلمنه کړم، څو ورځې وروسته یي په دریم وار بیا علیه السلام ته دعوت د مېلمستیا وکړ، هغه بیا ورته وویل «وهذه؟» فارسي صحابي وویل «نعم، وهذه» دا هم مېلمنه ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم خاص حضرت أنس رضي الله عنه چې ددې روایت راوي دی، وایي « فرئیتهما یتدافعان» دواړه په تلوار د فارسي صحابي و کورته ورغلل» رواه مسلم.
فقهه د حدیث شریف داده چې د هغه صحابي په کور کي یواځي دی أو مېرمن وه، علیه السلام دا غوره وبلل چې دده مېرمن بي بي عائشه رضي الله عنها هم ورسره وي، تر څو هلته د فارسي صحابي د مېرمني سره ملګرې وي، همکارې یي وکړي، أو بل دا چې میرمن و میلمستیا ته ورسره بېولای سي، أو په عموم کي د أم المؤمنین بي بي عائشې رضي الله عنها مقام او مکانت و أمت ته ور ښوول دي.
#لیلة_الجمعة
#الصلاة_علی_الحبیب
#صلی_الله_علیه_وسلم
د نن ورځې د خوشحالۍ خبر.
د سوريا د حسکه ښار له اډې څخه أمريکايان ووتل، أسلحې أو نور مهمات يي و عراق أو اردن ته ولېږل. خو کله چې له هدې وتل أور يي ور واچوه، دا هم ددوی عادت دی چې کله له کومي هډي وځي و هغې ته أور آچوي.
نن ورځ مو ددې مبارکي قصيدې په سماع سره پيل کړئ. امام بوصیري رحمه الله چې کله د شلل یا فالج په مریضۍ مبتلاء سو، د وخت ټولو طبیبانو جواب ورکړ چې علاج دي نا ممکن دی، بیا یي تقرباً الیٰ الله تعالی قصیده برده شریفه ولیکل، په ماښام کي یي جناب أکرم صلی الله علیه وسلم په خوب ولید أو خپل څادر مبارک يي تري را تاو کړ، سهار چې را کښېناست روغ رمټ وو. د همدې قصیدې شریفي یو څو بیتونه محمود کمال النجار د شهید شیخ صاحب رحیم الله حقاني په مدرسه زمزمه کړي.
محمد سيد الكونين والثقلين
والفريقين من عرب و من عجم
هو الحبيب الذي ترجىٰ شفاعته
لكل هول من الأهوال مقتحم
أته کسان که سپک سوه، بغیر له خپل ځانه دي بل څوک نه ملامتوي.
①هغه څوک چې بغیر له دعوته پر یوه دسترخوان کښیني.
②أو بل هغه میلمه چې د کور و څښتن ته أمرونه کوي چې دا راوړه، هغه راوړه.
③أو بل هغه څوک چې خیر، د خیر له دښمنانو غواړي.
④أو بل هغه څوک چې له سپکو خلګو څخه عزت غواړي.
⑤أو بل هغه څوک چې نابللی د دوو تر مېنځ ور ګډیږي.
⑥بل هغه څوک چې د حاکم په قوت سخریة او پسخند کوي.
⑦ بل هغه د استعداد خاوند چې د ناأهلو تر مېنځ کښیني.
⑧أو بل هغه څوک چې و داسي چاته ږغیږي چې هغه یي و خبرې ته ارزښت نه ورکوي.
امام الثعالبي.