هغه که ذهني فشار او ځورېدنه ده، او که یې اُخروي اړخ.
د حدیث مقدس مضمون داسې ده چې: ((د حسد کوونکي انسان نیک اعمال حسد داسې له مینځه وړي لکه اور چې لرګي له مینځه وړي.))
له نبوي ارشاد څخه معلومیږي چې حسد مهلک او تر ټولو بدترین عمل دی.
د الله تعالی شکریه ادا کوم، چې عالم او مشفق امیر، آرام او آزاد هیواد، د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند او نور بې حسابه نعمتونه یې راباندې لورولي دي؛ خو خدایﷻ موږ هر وخت د راکړل شوو نعمتونو شاکرین جوړ کړي.